دښځو ازادي، او د ټولني په جوړښت کښي دهغې اغیز (۶)
حقایق اوشواهد :
اوس غواړم خپله خبره و غځوم او وڅیړم چې دغه درې واړه شیان یعنې نوې اخلاقي آندونه ، مدني پانګه وال نظام او سیاسي جمهورې نظام درې واړه یو ځاې په څه ډول ټولنیز اخلاق او د ښځې او نارینه تر منځ جنسي اړیکې اغیزمنی کوي . او په حقیقت کې دهغې څخه څه ډول پایلې را ولاړیږی . څرنګه چې تر اوسه پورې ما ډیر د فرانسې نوم اخستې ، ځکه چې دهمدغه ځایه د دغې غورزنګ پیلامه شوې وه نو په همدې خاطر زه غواړم په خپل څیړنه کې د فرانسې ټولنه د شاهد او ګواه په ډول را وړاندې کړم .
[ما په دې هکله ډیر معلومات د فرانسې د یوه ستر پوه پول بیرو (Paul Bureau )د کتاب (Towards Moral Bankruptcy) څخه چې په ۱۹۲۵ زیږدیز کال کې په لندن کې خپور شوې ، تر لاسه کړي دي .]
د اخلاقي احساس بې کاره کیدل :
په مخکینو پاڼو کې چې دکومو افکارو یادونه وشوه دهغې د خپرولو لمړنۍ اغیز دا و چې په صنفي کړو وړو کې د خلکو اخلاقي احساس مفلوج (شل ) پاته شو . شرم ، حیا ، غیرت او شرافت ورځ په ورځ د ترې تم کیدو په لور روان و . دنکاح او بدکارۍ تمیز له منځه ولاړ او زنا یو پاک عمل و ګرځید ځکه اوس هغه خلکو ته داسې کوم عیب نه ښکاري چې پټ یې کړی .
د نولسمې پیړۍ تر نیمائې بلکه تر اخره پورې د عامو فرانسویانو په اخلاقي آند کې یوازې همدومره بدلونونه راغلل چې د نارینه و له پاره زنا بلکل یو معمولي اوفطري عمل ګڼل کیده . مور ، پلار به د خپلو ځوانو زامنو خپل سري (په دې شرط چې هغه دخبیثه ناروغیو سبب و نه ګرځې او یا د پولیسي قوانینو خلاف عمل و نه کړي ) په خوښۍ سره زغمله . بلکه که هغه به په مادی توګه ګټوره وه نو په هغې به یې خوښې هم ښووله. دهغوې په فکر د نکاح پرته د کومې ښځې سره اړیکې کوم عیبجن کار نه و . داسې نمونې هم شته چې موروپلار خپل ځوان زامن په خپله هڅولی چې د کومې اغیزمنې او مالدراې کورنۍ د ښځې سره اړیکې ټینګ کړي او خپله را تلونکې ددې لارې روښانه کړي . خو تر دې وخته پورې دښځې په هکله فکر ددې نه ډیر توپیر درلود . ځکه چې د ښځو عصمت په هر حال یو ارزښتناکه متاع ګڼل کیده . هماغه مورو پلار چې د خپل ځوان زوې خپل سري یې د ځوانۍ یو ترنګ ګاڼه ، خو د خپلې لور په لمن یې داغ هم نه شو زغملې. لکه څنګه چې بد کاره سړي بې عیبه ګڼل کیده بدکاره ښځه هغسې بې عیبه نه ګڼل کیده . د فاحشو ښځو یادونه به په پوره ذلت سره کیده . په همدې توګه د ښځې او نر تر منځ اخلاقي مسؤلیتونه هم برابر نه و.
د میړه بدکاري زغمل کیده خو د ښځې بدکاري ډیر معیوب اوکر غیړن عمل ګڼل کیده . د شلمې پیړۍ په راتلو سره دا حالت بدل شو . د ښځو د ازادۍ غورزنګ چې د ښځې او نر د اخلاقي برابرۍ په خاطر کومه شپیلۍ ووهله دهغې اغیز داشو چې خلکو د ښځو بدکاري هم د عیب نه داسې پاک کار و ګاڼه لکه څنګه یې چې د نارینه و ګاڼه او دنکاح پرته دکوم سړي سره د ښځې اړیکې ټینګیدل کوم داسې فعل پاته نه شو چې دهغې عزت او شرافت ترې زیانمن شي .
پول بیرو (Paul Bureau ) لیکې چې :
[نه یواځې په لویو لویو ښارونو کې ، بلکه د فرانسې په کلیو او بانډو کې هم ځوان نسل دا اصول مني چې که چیرې مونږ پاک نه اوسو نو دخپلې کوژده شوې څخه هم باید د پاکۍ او عفت امید ونلرو . په برګنډي ، بون او نرورو سیمو کې اوس دا یوه عامه خبره ده چې یوه نجلۍ د واده تر مخه زیاتې «دوستۍ او انډیوالۍ » کولاې شي او د واده په وخت کې دخپل زلمي څخه دخپل پخواني ژوند د پټولو هیڅ اړتیا نه لري . د نجونو نژدې خپلوان هم د نجونو په بدلمنۍ باندې کوم خجالت نه باسي . هغوی دهغې ددوستیو یادونه په خپلو غونډو کې داسې کوي لکه څوک چې د لوبو او یا ورځنې ژوند به هکله خبرې کوي .]
[دواده په وخت کې یوازې دا نه چې میړه د خپلې ښځې د تیر ژوند په هکله معلومات لري بلکه دهغې هغه ټول دوستان هم پیژنې چې هر وخت به یې دهغې د جسم څخه خوند اولذت اخیست . دا هڅه کوي چې څوک دا ګمان هم و نه کړی چې ګویا هغې ته د خپلې نوې ښځې په کړو وړو څه ډول نیوکه شته]
مخته لیکي چې :
«په فرانسه کې د منځنۍ درجي د زده کړو خاوندانو کې دغه حالت په زښته زیاته توګه لیدل کیږی . اوس په هغې کې کوم غیر معمولیت نه دې پاته چې دکومې ښه کورنۍ روڼ اندي نجلۍ چې په کوم دفتر یا تجارتي مرکز کې کار کوي او په ښه ټولنه کې ناسته پاسته لري د کوم ځوان سره اشنا شي او دهغې سره یو ځاې واوسي . اوس دې ته بلکل اړتیا نه شته چې هغوې دې په خپل منځ کې واده وکړي ،ځکه چې دواړه د واده پرته ژوند ته د لمړیتوب حق ورکوي . او دا په دې خاطر چې د دواړو د زړونو د لګیدو او بیا وروسته د بیلیدو او په بل کوم ځاې کې د زړه د لګیدو ازادي ورته په برخه وی . په ټولنه کې دهغوې اړیکې به همدغه بڼه ټولو ته روښانه وي . نه یې هغوې خپله دخپل ځان په هکله د پټولو هڅه کوی او نه نور دهغوې په دغسې ژوند کې څه بدي احساسوي . په لمړیو وختوکې دغه تګلاره په فابریکو کې کارکوونکو وګړو پیل کړه مګر اوس دا خبره په روڼ آندو او پورته طبقو کې عامه ګرځیدلې ، او په ټولنیز ژوند کې یې همغسې ځاې نیولې لکه څنګه یې چې تر مخه په نکاح کولو کې نیولې و .(۹۴-۹۶ مخونه )»
دغه ډول ملګري اوس پرته له کومی ستونزې منل کیږي . د فرانسي د پوهنتون د قانون استاد «موسو برتلیمي (M- Berthelemy)»لیکې چې :
[ په کلار کلار ملګري ته همغسې قانونې حیثیت تر لاسه کیږی چې پخوا ښځې ته ور په برخه و . په پارلمان کې اوس په دې خبرې بحث او څیړنه کیږي ، حکومت دهغوې د ګټو دساتلو له پاره هڅه کوي. دیوه عسکر ملګری (معشوقې ) ته همغومره نفقه ورکول کیږی لکه څومره یې چې ښځې ته ورکول کیږی . که چیرې عسکر و مری نو ملګری ( معشوقې ) ته یې همغومره تقاعد ورپه برخه کیږي څومره چې د هغې منکوحي ښځې ته. په فرانسوې اخلاقیاتو کې د زنا د نه معیوب کیدلو اندازه ددې نمونې د یادولو نه په ډیره څرګنده توګه معلومیداې شي چې په ( ۱۹۱۸ ز) کې د یوه مکتب معلمه د پیغلتوب په وخت کې حامله شوه ، د ښونې او روزنې په ادارې کې د پخوانیو فکرونو خاوندان هم موجود و . هغوې لږڅه غږونه پورته کړل او دهغې په دغه کار یې نیوکې وکړې . د هغوې په دې نیوکو د معززینو یو هیئت د ښوونې او روزنې ادارې ته حاضر شو او ددغه لاندې درنو دلایلو په وړاندې کولو سره یې د معلمې معامله حل کړه :
د چا په شخصې ژوند کې د خلکو کار څه دې ؟
هغې دکوم جرم ارتکاب کړې دې ؟
ایا د نکاح پرته مورکیدل ډیره جمهوري لاره نه ده ؟
په فرانسوي پوځ کې عسکرو ته دا ښوونه کیږي چې د خبیثه ناروغیو څخه د خوندې پاته کیدو او دحمل د مخنیوی له پاره باید څه ډول ګامونه واخستل شي ؟ یعنې دا خبره حتمې ده چې هر عسکر به زنا کوي . په (۱۹۱۹ ز)کال د مۍ په دریېمه د فرانسې د ( ۱۲۷ مې) فرقې قومندان د عسکرو په نوم یو پیغام ولیکه چې د هغې الفاظ په دې توګه دي :
[داسې بریښې چې په عسکري زنا ځایو نو باندې د ټوپک لرونکو عسکرو د هجوم له امله د سپور او پلې ځواک عسکرو ته ستونزې پیدا شوي . هغوې شکایت کوې چې ټوپکوالا و په زناځایونو اجاره کړي ده او نور هلته نه ورپریږدي . د عسکرې قواو عمومي قوماندانۍ هڅه کوي چې د ښځو په شمیر کي ډیروالې راوړي خو تر څو چې داشمیره زیاتیږي ټوپک والاو ته لار ښوونه کیږي چې ډیر زیات دننه پاته نه شي او خپلې جنسي غوښتنې دي په بیړه تر سره کړي .]
فکر وکړئ چې دا اعلان د نړۍ د یوه پر مختللې هیوا د عسکري قواو د قوماندانۍ څخه په ځانګړي توګه صادریږي . ددې معنې داده چې په اخلاقي توګه د زنا دمعیوب ګڼل کیدو وهم او ویره هم دهغوې په زړونو او دماغونو کې باقي پاته نه ده . ټولنه ، قانون او حکومت ټول ددې آند او فکر څخه خالي شوي دي.۱
ددویمې نړیوالۍ جګړې څخه لږ پخوا په فرانسې کې یوه مؤسسه په دې خاطر جوړه شوې وه چې هره ښځه چې د خپل چاپیریال ، مالې کیفیت او عادی اخلاقو له اړخه هر څنګه وې باید د یوې تجربی له پاره تیاره کړل شي . هر څوک چې دکومې ښځې سره اړیکې ټینګول غواړې هغه دې همدومره وکړي چې دهغې ښځې نوم او ادرس دې و ښیي او پنځه ویشت فرانکه دې د وړاندې څخه ادارې ته تحویل کړي . دهغې وروسته دهغې ښځې راضي کول دهمدغې ادارې کار دې .
ددې د نوملړ(Regester ) دلیدلو څخه دا په ډاګه کیږی چې د فرانسې د ټولنې هیڅ داسې طبقه نه شته چې یو زیات شمیر خلکو یې په دغه ګټه ور تجارت کې برخه نه وې اخیستې ،او دا ټوله را راکړه ورکړه دحکومت د سترګو لاندې کیده (پول بیرو ۱۴ مخ)
ددې اخلاقي ذلت لنډیز دا دې چې د فرانسې په زیاتو ولسوالیو سترو ښارونو کې د ډیرو نژدط خپلوانو تر منځ ان ترې چې دپلار او لور او ورور اوخور تر منځ ددغه ډول شهواني اړیکو جوړښت کومه ځانګړې پیښه نه بریښي.
— ——————————————————————————————
(۱)دهغه د عسکري ځواک چې غه حال وي نو تاسې فکر وکړئ چې هغوی کوم هیواد ته فاتحانه داخلیږي نو دهغوې په لاسو د یوه مغلوب ولس په ابرو او عزت به څه څه لوبې نه کیږي دا ددوې له نظره د عسکري اخلاقو معیار دې . خو د قران معیار بیا داسې دې چې وایې «الذین ان مکناهم فې الارض اقاموا الصلوة و آتوا الزکاة و أمروا بالمعروف و نهوا عن المنکر و لله عاقبة الامور .» [ که چیرې مونږ هغوې ته په ځمکه د حکومت واګي په لاس ورکړو نو هغوې بیا د لمانځه او زکات نظام جوړوي او د نیکۍ حکم به کوي او له بدو به منه کوي او د ټولو چارو پاې د الله په لاس کې ده .]
یو هغه عسکر دي چې پر ځمکه پر لاره بد مغزه او دمغرور په څیر ګرځي او بل هغه دی چې په دې خاطر یې سر په لاس کې نیولې چې د انساني اخلاقو ساتنه وکړي او نړۍ ته د پاکوالي درس ورکړي . نو ایا انسان دومره ړوند شوې چې ددواړو تر منځ توپیر نه شي کولاې ؟
———————————————————————————————
دبدکارۍ ډیرښت :
د نړیوالې جګړې تر مخه د فرانسې د هیواد لوې قانون پوه موسیو بیلوټ (M. Bulot) په خپل را پور کې د
هغو ښځو شمیر چې خپل جسمونه نوروته په کرایه ورکوي د پنځه لکو څخه زیات ښوولې . خو دهغې ځاې د
بازار ښځې د هندوستان د لوېې وچې په کسب ګرو فاحشو باندې مه قیاسوئ . ځکه چې هغه یو پر مختللې هیواد دې ټول کارونه یې په پوره ظرافت او تنظیم سره په ډیره ښه توګه مخته روان دی . هلته په دې کسب او دندو کې د اعلان او اشتهار څخه ډیره ستره ګټه اخستل کیږی . اخبار ، پوسټ کارډ ، ټیلې فون او شخصې بلن لیکونه او …. ټولې لارې د اخیستونکو د توجه د را ګرځولو په خاطر استعمالیږي، او ټولنه په دې کار د چا ضمیر او او احساس نه ملامتوي . بلکه دې کار کې چې کومو ښځو ته زیاته سوبه وربه برخه کیږی نو بیا هغوې دملکې سیاست او اقتصاد په ډګرونو کې او د هیواد د لوړ رتبه خلکو تر منځ د ډیرواک او ځواک خاوندانې وی ، دا همغسې پرمختګ دې چې یو وخت د یونان په تمدن کې دغه ډول ښځو ته ور په برخه شوې و.
دفرانسې د سنا د غونډې یوه غړي (موسیو فرناند دریفوز M. Ferdinand Dreyfus) د اوس نه څو کاله پخوا لیکلي و چې د قحبه ځایو کسب اوس یو انفرادي کسب نه دې بلکه ددې ادراې څخه چې څومره سترې مالي ګټې تر لاسه کیږی دهغې په اساس اوس دغه یو تجارت (Business and organized Industry ) او یو منظم کسب ګرځیدلې دې . دهغې د خامو موادو تیاروونکې ایجنټان نور دي . سفري ایجنټان یې جدا دي . ددې تجارت له پاره اوس ستر ستر مارکیټونه موجود دي . ځوانې نجونې او کم عمره نجونې هغه تجارتي مال دې چې هم واردیږي اوهم صادریږي . خو په دې هکله د لسو کالونه د کم عمرو نجونو غوښتنه زیاته ده . پول بیرو لیکي چې :
[دا یو ډیر مظبوط نظام دې چې په ډیره منظمه توګه د معاش لرونکو مسؤلینو او کارکوونکو له پلوه پر مخ ځې . د قلم خاوندان او خپرووکې ادارې(Publicist )، خطیبان او واعظان ، ډاکټران او قابلې (Mid Wives ) او تجارتي سیاحان ددې ادراې اساسي غړي دی او ددې د اشتهار او اعلان له پاره د نوو طریقو څخه کار اخیستل کیږی]
د فحش ددې مرکزونو تر څنګ په هوټلونو ، رسټورانونو او د ډانس او نڅا په ځایونو کې هم په ډانګ پیلې توګه د قحبه ګرۍ کاروبار کیږي او په ځینو وختونو کې د انتهاي تیری او قساوت تر پولو رسیږي . په ۱۹۱۲ زیږدیز کال کې یو ځل د شرقي فرانسې د ښاروالۍ د رئیس په مداخلې سر ه د یو ې داسې نجلۍ ژوند وژغورل شو چې د په یوې ورځې د ۷۲ اخیستونکو سره مخ شوې وه او نور خریداران یې لا تر اوسه په قطار کې ولاړ و .
دوېمې نړیوالۍ جګړې ته د ا شرف ور په برخه شو چې د تجارتي قحبه ځایو تر څنګ ئې خیراتي قحبه ځایونه هم پرانستل . دجنګ او جګړی په وخت کې په وطن مینو ښځو د فرانسې د ځمکې څخه ددفاع په خاطر د جنګیدونکو ځوانانو د زړه د اخلاصه خدمت وکړ او هغوې ته ددې خدمت په بدل کې له یوه اړخه بې پلاره بچي په لاس ورغلل او له بله اړخه ورته د مقدس جنګ د میندو ( War-God Mother ) عزتمند لقب ورکړ شو. دا داسې یو حیرانونکی خیال دې چې زمونږ ژبه یې د ژباړې څخه هم عاجزه ده .
دې ښځو به منظمه توګه قحبه ګرې پیل کړه او دهغې سره بسپنه کول یو اخلاقي کړنلاره وګرځیده . ورځنیو سترو ستر و اخبارونو او په ځانګړی توګه د فرانسي دوه مشهورو تصویرې جریدو فنټاسیون (Fantasion) او لاوي پاریزان (La Vie Parisienne) د هغوې په لور د نارینه و د توجه په ورګرځولو کې ستر رول لوبولې دې . په ۱۹۱۷ ز کال کې د وروسته یاد شوې اخبار یوه ګڼه ددې ښځو په ۹۹ اعلانونو ډکه وه .
دشهوانیت او بې حیاېۍ توپان :
دفحش اوبدکارۍ دغه ډیرښت او په خلکو کې دهغې منښت چې دکوومو شهواني څپو دراپارولو په پایلو کې منځته راغې هغه د هغو جنسي لیکنو ، لوڅو انځورونو ، سینما ګانو ، تیارترونو ، دګډا ، نڅا او لوڅوالي د هغه ډیرښت پایلې دې چي په ټولنه کې په څرګنده توګه شتون لري . دځان غوښتو او ګټه پالو پانګه والو یو لوې لښکر دهمدې لارې د خلکو د شهواني قوې د راپارولو پسې لګیدلې او ددې لارې څخه اوس خپل کارو بار ته وده ورکوي . ورځني او اونیز اخبارونه ، انځوریزې جریدې او میاشتنۍ او نیمه میاشتنۍ مجلې تر اخري پولو پورې فحش مضامین او شرمناکه تصویرونه خپروي . او دا ځکه چې د خپرونو د تیراژ د لوړولو د ا تر ټولو اغیزمنه وسیله ده . په دې کار کې اعلې درجه ذهانت ، هوښیاري او سیکالوجي په کار اچول کیږی تر څو ښکار په هیڅ صورت د پنجې څخه و نه وځي . ددې تر څنګ په جنسي مسایلو باندې ډیرې ناپاکه لیکنې ، د وړو رسالو او یا کتانو په شکل کې را وځې چې هر چاپ یې دپنځو سو زرونه زیات وي . ان تردې چې ځینې چاپ ځایونه یوازې او یوازې دهمدې له پاره ځانګړی کړل شوی دي او ځینې داسې د قلم خاوندان هم شته چې دهمدې لارې د عزت او شهرت مقام ته رسیدلې دي . اوس د فحش کتاب لیکل د هیچا له پاره دبې عزتۍ خبره نه ده . بلکه که کتاب مقبولیت پیدا کړي نو داسې لیکونکې بیا د فرانسې د اکاډومۍ غړی یا لږ تر لږه د (Corix De Honneus) وړګرځې .
واکمنان دغه ټول حالات په سړه سنیه څاري ، کله چې ډیر د شرم نه ډک څه خپاره شی نو پولیس په ډیره ناخوښۍ سره دهغې پوښتنه کوی خو د پراخه زړه قاضیان دغه ډول مجرمینو ته یوازې یوه انتباه ورکوي . ځکه چې کوم وګړي چې د قضاوت په ګدۍ ناست دې هغوې پخپله ددغسې لیکنو څخه خوند اخلي ، ان تر دې چې د ځینو قاضیانو قلمونه هم په همداسې کثافت کې ککړ دي . خو که چیرې په اتفاقي ډول کوم قاضي د «پخواني یا زوړ فکر خاوند» په دې کار د نقد ګوته کیږدی نوبیا د قلم خاوندان ، ادیبان او ټول په دې هکله مداخله کوي او اخبارونه په یوه اواز لیکي چې د لیک اولوست دپرمختګ له پاره ازاده فضا په کار ده اود پخوانیو پیړیو په څیر د اخلاقي بندیزونو معنې داده چې د لطیفه فنونو په مرۍ منګًلۍ ښخي کړل شي .
اوس نو ووینئ چې ددې لطیفه فنونو پر مختګ څه ډول صورت نیسي . ددې د خپریدو یوه ستره برخه دهغه لوڅو عکسونو او عملی انځورونو په بڼه ده چې په لکونو البمونه یې تیاریږی او نه یوازې په بارازونو ، هوټلونو او دچایو په ځایونو کې بلکه په مکتبونو او لیسو او پوهنتونو کې هم خپرول کیږی .
امیل پوریسي (Emil Poureisy) چې د فحاشۍ د بندیدلو د ټولنې په دریمه غونډه کې کوم راپور ولوست په هغې کي یې کښلې دي چې :
[دا نا پاکه انځورونه دخلکو په حواسو کې ډیر سخت توپان او کشمکش را پیدا کوی او خپل بدقسمته اخستونکي داسې جرایمو ته راکاږي چې په آند او فکر کې یې هم نه راځې . په ځانګړې توګه په ځوانانوهلکانو او ځوانونجونو کې دهغې بده اغیزه د حد نه زیاته ده . د ډیرو مکتبونو او لیسو حیثیت دهمدغسې اعمالو په واسطه په اخلاقي او جسماني توګه دتباهۍ سره مخ شوې په ځانګړې توګه د نجونو له پاره ددې نه زیات غارت کوونکي لوټونکي بل څه نه شي کیدا ې .]
دهمدغې لطیفه فنونو په خدمت کې تیاتر، سینما ، موزیک ځایونه او قهوه ځایونه ټول فعاله رول ادا کوی . هغه ډرامې چې د فرانسې لوړ پوړي طبقي په پوره علاقي او مینې سره وینې او لیکونکو او تمثیلونکو ته یې افرین اوشاباس وایې پرته له شکه ټولې د شهوانیت نه ډکې دې او دهغوې ځانګړتیاوې دادې چې هغه کړچار (کریکټر) چې په اخلاقي توګه ډیر بد دې هغه په ډیره ښه توګه تمثیل او د یوه ډیر اعلي کړچار(کرکټر) په توګه یې دهغوې تر مخ ږدی .
د پول بیرو دخبرې په اساس : [د ( ۴۰-۳۰ ) کالو راهیسې زمونږ ډرامه لیکونکي چې مونږ ته د ژوند کوم آنځور وړاندې کوی دهغې څخه په ډاګه ښکاري چې زمونږ په ټولنه کې ټولې واده شوې جوړې خاینې دې او د ازداواجي وفاراریو څخه عارې دي . یا خو میړه بې عقله دې او یا دښځې له پاره د ځان بلا. او دښځې بهترین صفت که چیرې کوم یو وي نو هغه به داوي چې هر وخت د میړه نه زړه بدې اود نورو سره به ددوستۍ په لټه کې وی .]
کله چې د پورته طبقې د تیاترونو دغه حال وی نو دعمومي تیاترونو او تفریح ځایو به څه حال وي ؟ ډیر بد اواره خلک چې دکومو کړو ړو ، د ژبې دنرمښت ، لوڅ توب او فحاشت څخه ډاډ من وي هغه پرته له څه شرم و حیا هلته را وړاندې کوي او خلکو ته د اعلاناتو په واسطه دا ډاډ ورکول کیږی چې هر څه چې ستاسې شهواني تنده ماتوی هغه ټول دلته حاضر دي . زمونږ سټیج د تکلف نه پاک او په حقیقت ( Realistic) ولاړ دې .
امیل پورې په خپل کتاب کې زیات شمر مثالونه بیان کړي چې د مختلفو تفریح ځایو څخه یې را ټول کړی او د تهجی د حروفو په پرده کې یې را نغشتی دي . دنمونې په توګه :
«ب» کې د یوې لوبغاړې سندرې ، خبرې اترې( Monologues) او حرکات په اخري درجه د فحش وو او هغه شالید چې په پردې باندې مخته راته نو هغه د جنسي اختلاط اخري درجو ته رسیده . د زرو کسانو نه زیات کتونکې موجود وو ، چې شرفا هم په کې تر سترګو کیدل . او ټولو د بې هوشۍ په حال کې د افرین او شاباش اوازونه پورته کول .
«ن» کې وړې سندرې او دهغې تر منځ وړې وړې خبرې او دهغی سره خوځیدل را خوځیدل د بې شرمۍ انتها ته رسیدلې و . کوچنیان د خپلو والدینو سره ناست ، دغه تماشایې کتله او په پوره جذبي سره یې هرې بې شرمۍ ته لاسونه پړکول .
«ل» د حاضرینو هجوم پنځه ځله زوګ پورته کړ او داسې یوه لوبغاړې یې بیا را وغوښتله چې خپله لوبه یې په یوه ډیره فحشه سندره باندې پاې ته رسوله.
«ر» کې تماشاچیانو بیا بیا دهمدغسې یوې لوبغاړې نه غوښتنه کوله چې یو ډیر فحش حرکت بیا بیا تکر ار کړي . اخر هغې په ناخوښۍ سره وویل ، (تاسو څومره بې شرمه یاست نه وینۍ چې په هال کې کوچنیان هم ناست دې ) ددې خبرو په ویلو سره یې خپل ځاې پریښود. دا دومره فحش کار و چې هغه فاحشې یې هم د بیا تکرار ولو زغم نه درلود .
«ز»ټولو تماشاچیانو د تماشا نه وروسته په لوبغاړو باندې لاټرې واچوله او دغه دلاټرې ټکټ په لس لس سانیم باندې پلور کیده ، د هرچا په نوم به چې د کومې لو بغاړې نوم را ووت نو هغه به دهغې سره شپه سبا کوله .
پول بیرو لیکې چې : [ډیروخت به په سټیج باندې بلکل لوڅې ښځې راوتلې چې پر وجود به یې د کالیو یو تار هم شتون نه درلود.]
ډولف بریسان ( Adolphe Briason )یو ځل د فرانسې په یوه مشهور اخبار (Tamps) کې په دې شیانو احتجاج وکړ او ویې لیکل چې اوس یوازې همدومره پاته دي چې په سټیج باندې د ښځې او نر جنسی عمل و ښوول شي . او دا ریښتیا ده چې د فن تکمیل به بیا په همغه وخت کې تر سره شي .
د حمل د منه کولو غورځنګ او د (Sexual Science) تش په نامه د جنسي علومو طبي لیکنو هم د بې حیایې او فحش په خپرولو او دخلکو د اخلاقو په خرابولو کې لویه ونډه درلوده . په عمومي غونډو کې دویناو او په مطبوعاتو کې د انځورونو او څیړونکو خبرو کې د حمل او د حمل نه د منه کونکو الاتو داستعمال د لارو چارو په هکله هغه تفصیلات په ډانګ پیلې الفاظو سره د خلکو په مخ کې بیا نیدل چې د هغې نه زیات بیا هیڅ شې نه پاته کیده چې تشریح یې وشې . په همدې ترتیب په جنسی کتابونو کې تر اخره پورې د بدن تشریح داسې تر سره کیده چې د جنسې کړو وړو په هکله ترې هیڅ پټ نه پاته کیدل . په ښکاره توګه یې په دغه ټولو شیانو د ساینس پرده و غړوله ، تر څو د نیوکو نه پورته وي . بلکه نور هم پر مختګ ورکړي او دغه کار دخلکو دخدمت په نامه یاد کړي . اوعلت یې دا بیا ن کړل شی چې مونږ خو خلک په جنسي عمل کې دغلطیو څخه ژغورو. خو حقیقت دادې چې دې لیکنو او دغه ډول ښوونې او روزني په ښځو ، نرو او ځوانانو کې ډیره کاواکه بې حیایې را پیدا کړه او د همدغې په برکت نن نوبت دې ځاې ته رارسیدلې چې یوه ځوانه نجلۍ چې په مکتب کې درس وایې او تر اوسه د بلوغ مرحلې ته هم نه وي رسیدلې خو د جنسې اړیکو په هکله د ومره معلومات لري چې یو وخت واده شوو ښځو ته هم نه و ورپه برخه.
همدا حال د نابالغه تنکو ځوانانو هم دې د هغوې جذبات دوخته مخکې را بیداریږي په هغوی کې د جنسي تجربې شوق را ولاړیږی او دځوانۍ مرحلې ته د رسیدو تر مخه خپل ځان د نفس د غوښتنو په غیږ کې ور غورځوي. په داسې حال کې چې د نکاح له پاره یو حد ټاکل شوې خو ددې تجربو له پاره هیڅ حد نه شته . د ۱۲ کلنۍ یا ۱۳ کلنۍ څخه ددې کار لړۍ پیلیږي .
دولس دبربادۍ نښې :
هلته چې بد اخلاقي ، نفسي غوښتنې او د جسماني لذت غلامي تردې پولو پورې رسیدلې وي او هلته چې ښځه ، نر ، ځوان او زوړ ، ټول په عیش و عشرت کې دومره ډوب شوې وي چیرې چې انسان د شهوانیت اغیز د خپل حال نه بیرون را باسي نو په داسې ځاې کې د ولس د هلاکت او بربادیدو طبیعي اسباب پخپله برابریږي. نو بیا چې خلک ددغسې ( علې شفاحفرة من النار) را پرزیدو او راپریوتو په لار د روانو ولسونو لوړه الوتنه ګوري نو فکر کوي چې دهغو عیش پالنه د هغوې د پرمختګ تر مخه خنډ شوې نه ده ، بلکه بر عکس یې کومک ورسره کړې او دا چې یو ولس هغه وخت د لوړې الوتنې ځاې ته رسیږي چي هغوې د لذت او خوند اخستنې هغه پورته پوړۍ ته ځان ورسوي . خو دا ډیره غلطه زبیښه ده . هلته چې د تعمیر او تخریب ځواکونه یوځاې مصروف وی او په مجموعي ډول د تعمیر نښې ښکاره په نظر را ځي نو هلته بیا تخریبي ځواکونه هم د تعمیرې وسایلو په ډله کې شمیرل دهغو وګړو کار دې چې عقل یې له لاسه ورکړې وی ، دنمونې په توګه که یو هوښیار تاجر د خپل استعداد او ذهانت په اساس په لکونو روپۍ ګټي . او دهغې تر څنګ هغه په شرابو ، جوارۍ او عیاشۍ کې هم ککړ وي ، نو تاسې به څومره غلطي وکړئ چئ دهغې د ژوند دواړه اړخونه د هغې د خوشحالۍ او پر مختګ په وسایلو کې و شمیرۍ . په حقیقت کې دهغې لومړنۍ صفت دهغې د خوښۍ او دویم صفت یې په تخریب کې کار کوي . که چیرې د لومړي صفت په اساس تعمیر جوړښت مومي نو ددې معنې دا نه ده چې دویم صفت (تخریبي ځواک ) دهغه په ژوند کې کوم اغیز نه لري . که لږ ژور و ګورو نو درک به کړو چې په اصل کې دغه تخریبي قوتونه د هغې د ذهن او وجود ځواک په کلار کلار خوري. دهغې په زحمت سره ګټلې دولت ترې غلا کوي او په تدریج سره دهغې د بربادیو پسې نښتې وی او هر وخت ددې انتظار کوي چې کله به پرې اخري حمله کوی تر څو د تل له پاره یې کار ورفیصله کړي . په دې هکله د جوارۍ یا قمار شیطان هر وخت د هغه ټول زیار په یوې ثانیه کې لوټولې او چورولې شي او هغه دهمدغې ثانیي انتظار کوي ، د شرابو څښلو شیطان د بې هوشۍ په حالت کې په هغې داسې یوه غلطي کولې شي چې په هغه سره یې د هر څه خلاص کړي . د بدکارۍ شیطان هم همداسي په مورچل کې ناست وي چې هغه هر وخت د ځان په وژلو یا دبل په وژلو د تباهۍ په کنده کې ورټیل وهي . نو ایا تاسې ګمان کولې شئ چې دداسې سترو سترو شیاطینو په پنجو کې د راګیر انسان د پر مختګ به څه حال وي؟
په همدې تر تیب یو ولس در واخلئ ، هغه د تعمیري ځواکونو په بنسټ پر مختګ کوي خو د صحیح لارې د نه میندلو په صورت کې د څو قدمه مخې تګ وروسته پخپله خپل ځانته تخریبي وسایل برابروي . تر یوه وخته پورې تعمیرې ځواکونه په خپل قوت سره دهغې د مخکې تللو هڅه کوي . مګر ددې سره سم تخریبي ځواکونه دهغې د ژوند قوت دهغې د وجود په داخل کې د لرګي د واینه د چینجو په ډول له منځه وړي ، تر هغې پورې چې دهغې منځ دومره دخالې کړي چې یوه ناڅاپي پیښه د هغې د عظمت څلې د ځمکې سره ځمکه کړي .
دلته مونږ په لنډه توګه د هلاکت او بربادیدو د هغو سترو سترو عواملو او لاملونو یادونه کوو چې دفرانسې د ولس غلط اجتماعي نظام دهغوې له پاره را پیدا کړي :
د جسماني ځواکونو ځوړتیا :
دشهوانیت ددې تسلط لومړنۍ پایلې دا شوې چې د فرانسویانو جسماني قوتونه ورو ورو د تنزل او ځوړتیا په لور روان شول . د فرانسې د ولس اعصاب د تلپاتې هیجانونو په پایلو کې کمزوري شول . د بدني غوښتنو غلامي په هغوې کې د زغم ځواک ډیر زیات کمزورې کړ او د خبیثه ناروغیو توپان دهغوې په روغتیايي حالت ډیر بد اغیز وکړ .
دشلمي پیړۍ په پیل کې یې حال دا و چې د فرانسې عسکري قومندانانو هر کال د نوي عسکری خدمت کوونکو د غوره کولو له پاره د وضع کړل شوو جسماني شرایطو کې کمښت راوست . ځکه چې په ځوانانو کې دا هلیت هغه لومړني معیارونه ورو ورو کمیدل . دا د ترمامیټر په تو ګه یوه ښه پیمانه ده چې مونږ ته څرګندوي چې د فرانسوي ولس بدني ځواکونه په تدریجي ډول د ځورړتیا او تنزل په لور روان دي او خبیثه ناروغتیاوې ددې تنزل یو مهم سبب دې .
د لومړنۍ سترې جګړې په لومړنیو دوو کالو کې چې یوازې د سوزاک د ناروغۍ له امله چې کومو عسکرو ته په شفا خانو کې دداخلیدو له پاره پاڼې ورکړل شوې وې دهغوې شمیره (۷۵۰۰۰) کسانو ته رسیده . یوازې په یوه منځنۍ درجه عسکري قشله کې نژدې (۲۴۲) کسه عسکرو په دغه خبیثه ناروغۍ ککړ وو. اوس یوې خواته د وخت دا حساس پړاو ووینئ چې د فرانسې ولس د ژوند او مرګ په کشمکش کې اخته و او دخپل وجود د پایښت له پاره یې دد ې عسکرو په خپله خاوره ځاریدو ته اړتیا درلوده ، یوې یوې روپۍ ډیر ارزښت درلود . د وخت ، ځواک او وسایلو ډیره برخه باید د هیواد څخه په دفاع کې مصرف شوې واې خو له بله اړخه ددې ولس ځوانانو ته وګورئ چې څومره زره وګړي ددې عیاشۍ په اساس نه یوازې دا چې څو څو میاشتې بیکاره پراته و بلکه دخپل قوم دولت او وسایل یې په دغه ارزښتناکه وخت کې په خپل علاج باندې لګول .
دیو فرانسوي ډاکټر (Dr.Laredde) وینا ده چې په فرانسه کې هر کال د سوزاک او دهغې نه د را پیدا شوو ناروغیو له امله (۳۰۰۰۰) کسان مړه کیږی . دا یوازې د یوې خبیثه ناروغۍ حال دې په داسې حال کې چې د خبیثه ناروغیو لړلیک په یوه ناروغۍ نه را لنډیږی .
د کورني ژوند بربادیدل :
ددې کاواکه شهوانیت او خپل سرۍ دعام رواج موندلو په بنسټ د فرانسې په ولس یو بل مصیبت را غې او هغه د کورني نظام بربادیدل و.
کورنې نظام د ښځې او نر تر منځ د هغو تلپاتې اړیکو له مخې جوړښت مومي چې نوم یې نکاح ده . ددې اړیکو په بنسټ د وګړو په ژوند کې سکون ، ارامتیا ، استقلال او ثبات را پیدا کیږي او همدغه نکاح دهغوې وګړیز ژوند په ټولنیز ژوند تبدیلوي . د انتشار او ګډو ډیو میلان تر پښو لاندې کوي او انسان د تمدن له پاره د یوه ښه خدمتګارپه څیر وړاندې کوي . دهمدغې نظام په چاپیریال کې د میني ، محبت ، امن او ایثار پاکه او پاکیزه فضا را پیدا کیږي چې په هغې کې په نوو نسلونو کې سهي اخلاق ، سهي روزنه، ښه تعمیرې خوې اوخاصیت وده کوي. خو کله چې د نر او ښځې د ذهن او فکر څخه د نکاح آند او فکر بلکل لرې کړل شي اود هغوې تر منځ جنسي اړیکي یوازې او یوازې د شهوانیت د جذبي د مړه کولو څخه اخوا بله کومه موخه او هدف و نلري نو بیا هلته داسې نظام جوړښت نه شي موندلې او که جوړ هم شي پایښت نه مومي . ځکه چې هلته په ښځو او نرو کې دا صلاحیت بلکل پاته کیدای نشي چې د ازدواج د مسؤلیتونو، حقوقو او فرایضود اخلاقي پولو بار په خپلو اوږو پورته کړي . دهغوی د ذهني او اخلاقي کیفیت او څرنګوالي اغیز داسې وي چې د هر نسل روزنه د بل څخه خرابه پر مخ ولاړه شي . په وګړو کې ځان غوښتنه او خپل سري تر دې ځایه وي چې د تمدن شیرازه د یوې مخې خوره وره کړي په خلکو کې تلون او ښکته پورته کیدل دومره ډیر شي چې په کورني سیاست او بین المللي اړیکو کې هم ثبات د لاسه ورکړي .
دکورني سکون د نه پیدا کیدو له امله د وګړو ژوند ورځ په ورځ تریخیږي او یو تلپاتې اندیښنه د هغوې ارامتیا او سکون د تل له پاره له منځه وړي . دا د نړیوال جهنم هغه عذاب دې چې انسان دخپلو احمقانه او بې عقله لذت غوښتنو په اساس په کې ځان پخپله را نغاړي .
په فرانسه کې هر کال په منځنۍ توګه په زرو کې یوازې (۷ یا ۸) ښځې او نر د واده له لارې خپلې اړیکې جوړوي . دا سلنه دومره کمه ده چې هر څوک ترې دا اندازه کولاې شي چې څومره خلک د واده نه پرته په خپلو کې سره ژوند کوی . بیا نو دومره کوچنې شمیر چې نکاح کوي دهغوې څخه ډیر لږ داسې خلک دې چې په پاک لمنۍ سره ژوند تیروي.او دپاک اخلاقي ژوند په نیت نکاح کوي . خو دهمدې یوې موخې نه اخو نورې شونې موخې هم دهغې مخې ته پرتې وي . ان تردې چې د همدې موخو څخه یو داوې چې دواده تر مخه چې کومې ښځې کوم ناجایز کوچنې زیږولې وې هغه هم دنکاح په کولو سره جائز وګڼل شي . لکه چې پول بیرو لیکي :
[د فرانسې دکار ګرانو د طبقي یا (Working Class) حال دادې چې د نکاح نه مخکې ښځه دخپل کیدونکې میړه څخه دا وعده اخلي چې دهغې(پخوانې نا جایز اولاد به ) خپل اولاد ګڼي].
په ( ۱۹۱۷ ) کې د (Seine) په محکمه کې یوې ښځې دا وینا وکړه چې «ما دوادوه په وخت کې خپل میړه په دې خبر کړې و چې ددې واده څخه زما موخه داده چې د نکاح تر مخه چې د ازادانه اړیکو له شتون له مخې زما څه کوچنیان پیدا شوي هغه ټول حلال او جایز و ګڼل شي . پاته شوه دا چې زه دهغې سره کورنۍ ژوند وکړم نو دا کار نه هغه وخت زما په ذهن کې و او نه اوس شته . په دې اساس په کومه ورځ چې مونږ واده وکړ په همغه ورځ په پنځه نیمو بجو زه دخپل خاوند نه بیرته جلا شوم او تر نن ورځې پورې مې بیا ورسره نه دې کتلې او دا ځکه چې زه د واده د مسؤلیتونو د پورته کولو نیت او اراده نه لرم . »
د فرانسې د یوې مشهورې فاکولتی مدیر د پول بیرو په حواله ویلي چې عموما ځوانان په نکاح کولو کې یو ه موخه لري او هغه دا چې په کور کې دې هم یوه وینځه خادمه ولري . لس دولس کاله هغوې هرې لورې ته د مزو او عیاشیو څخه ستومانه را ګرځي بیا داسې یو وخت راځې چې ددې بې بندوباره او خپل سري ژوند څخه ستړتیا احساسوي نو بیا دیوې ښځې سره واده وکړي تر څو دکور سکون او ارام هم تر یوه حده پورې تر لاسه کړاې شي او تر څنګ یې زادنه شوق هم د لاسه ورنه کړي .
په فرانسته کې د واده شوو ښځو سره زناکول کوم ناوړه او کرکجن عمل نه دې . که څوک د نکاح کړې ښځې تر څنګ بله ملګرې ( معشوقه ) هم ولري نو هغه ته ددې خبرې دپټولو اړتیا نه شته او ټولنه دغه کار یو معمولي او متوقع کار ګڼي . په دې حالاتو کې نکاح دومره کمزورې ده چې په وړو وړو خبرو ماتیږي او له منځه ځي . ډیر وختونه دهغې عمر د څو ګړیو څخه ډیر نه وي لکه چې د فرانسې یو معزز وګړی چې څو ځله یې د وزارت منصب هم سنبال کړې د خپل واده پنځه ساعته وروسته یې دخپلې ښځې طلاق واخیستل.
داسې کو چنۍ کوچنۍ خبرې د طلاق او جدا کیدو سبب کیږي چې په اوریدو یې انسان ته خندا ورځي . دنمونې په توګه که ددواړو څخه یو په خوب کې خراټې کوي یا یو دبل سپې نه خوښوي[او یا یو دبل د تلویزن پروګرام نه مراعاتوي ] نو دا هم دطلاقو سبب کیداې شي . د سین (Seine) محکمې یوځل په یوه وار او په یوه تاریخ( ۲۹۴ ) نکاح ګانې ماتې کړې کله چې په( ۱۸۴۴ ز) کال کې د طلاقو نوې قانون جوړ شو ( ۴۰۰۰ ) جوړې طلاقي شوې په ( ۱۹۰۰ ز) کال کې د اشمیره تر اوه نیم زرو او په ( ۱۹۱۳ ز) کې ( ۱۶ زرو) او په ( ۱۹۳۱ ) کې ( ۲۱ زرو) جوړو ته ورسیده .
نسل وژنه :
دکوچنیانو پالنه د یو لوړ اخلاقي نظام کار دې چې پر نفس کنټرول ، د نفسي غوښتنو پریښودل ، د سختیو او زیارونو ګالل او د ځان او مال ځارول دې. ځان غوښتي ، نفس پاله خلک چې د وګړیز ژوند او حیوانی فطرت آند پرې سپور وي دداسې خدمت دتر سره کولو له پاره هیڅ کله هم نه تیاریږي .
د اوو(۷) کالو را هیسې په فرانسې کې دحمل د منعې په هکله پوره پوره تبلیغات کیږي . دهمدې پر پاګنډ په اساس د فرانسې هر وګړې ، ښځه او نر دهغو ټولو تدابیرو څخه پوره پوره خبر دي چې انسان ددې وړ ګرځوی چې د جنسي فعل او دهغې څخه دلذت اخیستو سره سره بیا هم دحمل د ثبات ،استقرار او د نسل دتولید مخنیوی وکړي . هیڅ کلې، بانډه او یاښار نه شته چې هلته دحمل څخه د مخنیوی ادویات او وسایل نه وي ور رسیدلي، او هر سړې ترې نه وي ګټور شوې . د دې پایلې داشوې چې نه یوازې د ازدې لارې د شهوت پوره کوونکو وګړو بلکه د واده شوو جوړو تر منځ هم دغه ډول تدبیرونه استعمال شي . ځکه چې د هرې ښځې او سړې دغه غوښتنه وي چې د هغوې تر مینځ کوچنې ، یعنې هغه بلا چې دهغوې د ژوند ټول لذت له منځه وړي په هیڅ توګه پیدا او دهغوې د اخلال سبب و نه ګرځي . په فرانسې کې چې د پیدایښت کچه په کومه اندازه ورځ په ورځ کمښت مومي دهغې له رویه پوهان دا ګومان کوي چې دحمل د مخنیوې ددغې وبایي ناروغتیا په اساس لږ تر لږه د شپږو لکو انسانانو پیدایښت درول کیږی .
ددې ټولو تدریرونو تر څنګ چې بیا هم حمل منځته راشي نو بیا د اسقاط په ذریعه دهغې د ضایع کولو هڅه کوي . او په دې ترتیب د نورو څلورو یا پنځه لکو انسانانو د پیدایښت څخه هم مخنیوی کیږی .
دحمل اسقاط یوازی ناواده شوې ښځې نه کوي بلکه واده شوې ښځې په دې معامله کې دهغوې هم پله دي . دغه فعل د اخلاقي اړخه د نیوکې وړنه دې بلکه د ښځې خپل حق ګڼل کیږی خو قانون ورڅخه خپلې سترګې تړلې دې . سره ددې چې د قانون په کتاب کې دغه کار تر اوسه پورې جرم ګڼل کیږي خو په عملي توګه په درې سوه پیښو کې یواځې یوه پیښه محکمی ته رسیږي او هغه هم په سلو کې ( ۷۵ ) خلک په کې د محکمې څخه براءت اخلي .
د اسقاط طبي تدبیرونه دومره اسانه او عوامو ته دومره روښانه شوې چې ډیرې ښځې (د ډاکټر پرته )پخپله اسقاط کوي او کومې یې چې نه شي کولې هغوې ته د طبي مرستو په تر لاسه کولو کې هیڅ ډول خنډ نه پیدا کیږي . په ګیډه کې د ماشوم یا کوچني وژل دې خلکو ته دومره اسان ښکارې لکه څوک چې یوه درد لرونکې غاښ باسي .
دغه ذهنیت مورنې فطرت دومره مسخ کړې چې هغه مور چې محبت یې په نړۍ کې د ټولو محبتونو نه زیات ګڼل کیږي نن نه یواځې د خپل کوچنی څخه بیزاره او کرکجنه بلکه دهغې دښمنه ده ، د حمل د منعې اواسقاط نه د خوندې پاته کیدو په صورت کې چې کوم کوچنې پیدا هم شي نو بیا دهغه سره ډیر بې رحمانه سلوک کیږي . پول بیرو دغه درناکه حقیقت په دې ټکو بیانوي:
[هره ورځ ددې کوچنیانو په هکله په اخبارونو کې خبرونه خپریږي چې مور اوپلار یې پرې ډیر زیات تیرې کوی. په اخبار کې یوازې د غیر معمولي پیښو یادونه کیږی خو خلک پوهیږي چې ددغو کوچنیانو ،(نابللې میلمنو) ، سره څه ډول بې رحمانه سلوک کیږي د کومو څخه چې د هغوې والدین په دې خاطر زړه تورې دي چې دهغوې په پیدا کیدو سره ددوې د ژوند ټول لطف له منځه ځي . د جرأت کمښت کله کله د اسقاط دپیښو مخنیوې پیدا کوي او په دې تر تیب هغو مظلومانو ته د پیدا کیدو فرصت په لاس ورځی خو کله چې پیدا شي نو بیا به هغوې ددې پیدایښت سزا تیرولو له پاره تیار وي .](۷۴م مخ).
دغه بې زاری او کرکه تردې حده رسیږي چې یوځل د یوې ښځې شپږ میاشتنې کوچنې ومړ نو دهغې مړ جسد یې تر مخ کیښود او په ګډا او سندرو یې پیل وکړ او خپلو ګاونډیانو ته یې وویل چې اوس به مونږ هیڅکله بچي پیدا نه کړو . ځکه زما میړه ددې په مړینې پوره سکون تر لاسه کړ . ګورئ یوکو چنې څه شې دې؟ هر وخت په ژړا ژړا مور او پلار سرګردانوي . ګندګي خپروي او انسان ته ترې هیڅکله ازادی نه په برخه کیږی .
ددې ټولو نه دردناکه خبره داده چې د کوچنیانو وژونکې وبایی ناروغتیا په ډیره چټکۍ سره خپریږي او فرانسوي حکومت او محاکم د حمل د اسقاط په څیر ددغې ستر جرم په هکله هم د پوره غفلت او بې پروائي نه کار اخلي .
د بیلګې په توګه د (۱۹۱۸ز) کال د فبروري په میاشت کې د لورا (Loira) په محکمه کې دوه ښځې د خپلو کوچنیانو د وژلو په جرم د محکمې مخ ته راوړلې شوې . په دې کې یوې ځوانې ښځې خپل کوچنې په اوبو کې ډوب کړې او وژلې یې و ځکه چې ددې لومړنې ماشوم دهغې خپلوانو پاله او هغه ددویم کوچني پاللو ته تیاره نه وه . خو بیاهم هغه پریکړه وکړه چې دا بیچاره ژوندې پرې نه ږدي . د محکمي په آند دهغې جرم د معاف کیدو وړو. یوې بلې بیا دخپل زوې ستونې ورخپه کړې و او کله چې د ساه دخپه کولو سره سره بیا هم په هغې کې څه ساه موجوده وه نو په دیوال یې وویشت او سر یې ورته مات کړ . دا ښځه هم د فرانسې د محکمې له خوا د قصاص د سزا وړ نه وه . په همدغه وخت کې د مارچ په اتلسمه د سین (Seine) په محکمه کې یوه نڅونکې ( رقاصه ) راوړاندې شوه چې دخپل کوچني ژبه یې دحلق څخه را ښکلې وه ، سر یې ورمات کړې او مرۍ یې وربنده کړې وه . دا ښځه هم دمحکمې له خوابرې او پاکه وختله .
هر هغه قوم چې د خپل نسل په دشمنۍ کې تردې ځایه پورې ورسیږي نو دنړۍ هیڅ تدبیر یې د فناکیدو څخه نه شي خوندې ساتلې . دنوې نسل پیدایښت د یوه قوم د موجودیت له پاره حتمي دې . کوم ولس چې دخپل نسل سره دښمني کوی په حقیقت کې د خپل ځان سره دښمني کوی . دوې خو ځان وژنه کوي . که بیرون دښمن یې هم نه وي نو پخپله دخپل ځان د له منځه وړلو له پاره کافي دي . لکه چې د فرانسې د نوي نسل پیدایښت د تیرو شپیتو کلونو څخه په پرلپسې توګه د کمښت په لورې روان دې . ځینې کلونه د مړینې شمیره دپیدایښت د شمیرې څخه ډیره وي او کله کله دواړه یو شان وي او کله د پیدایښت شمیره چیرته په زرو کې یو زیاته وي . د بله اړخه په فرانسه کې د نورو ولسونو د مهاجرینو شمیره مخ په زیاتیدو ده لکه چې په ( ۱۹۳۱ ز) کال کې د فرانسې په څلور کروړه او اتلس لکه نفوسو کې اته ویشت لکه او نوي زره د نورو ولسونو خلک وو که چیرې دا ستونزه په همدې توګه پاته شي نو د شلمۍ پیړۍ تر پایه پورې به دا دحیرانتیا خبره نه وي چې خپله فرانسوي ولس په خپل وطن کې د لږه کې په توګه واوسي.
دا دهغه فکرونو او آند یو منطقې پایله ده چې په بنسټ یې د ښځو د ازدۍ او د ښځو د حقوق غورځنګونه د نولسمې پیړۍ په لمړیو کې پیل شول .
نور په اوومه برخه کې ولولئ ….