عراق: د امريكايي اشغال په مخالفت مظاهرې وسوې

د لراوبر اداره | اپریل 9th, 2009


په عراق كي د امريكايي اشغال د شپږم كال په مناسبت د امريكا پر ضد سختي مظاهرې وسوې.
د ۲۰۰۳ كال د اپرېل پر نهمه امريكايان بغداد ته ننوتل د صدام حسين حكومت يې ړنګ كړ او په بغداد كي يې د هغه مجسمه ونړوله.
عراقيانو او د صدام حسين پلويانو نن په عراق كي د امريكا د اشغال پر ضد مظاهرې وكړې او له امريكا څخه يې له عراق څخه د ژر تر ژره وتلو غوښتنه وكړه.
د مظاهرې ډېر برخه وال د اېراني پلوه شعيه مشر مقتدا الصدر پلويان ول، چي امريكايي ضد فكر لري.
بلي خواته د امريكا نوي ولسمشر واك ته له رسېدو سره پرېكړه وكړه چي د يونيم كال په اوږدو كي له عراق څخه د خپلو پوځيانو زياته برخه وباسي.

Copyright Larawbar 2007-2024