کور / خبرتیا او پيغامونه / د محمدنادر ايوبي کتاب (سياسي نظريات) چاپ شو

د محمدنادر ايوبي کتاب (سياسي نظريات) چاپ شو

سياسي نظريات


دا د پښتو ژبې د نوميالي ليکوال محمدنادر ايوبي کندهاري تاليف دى، چي پينځوس کاله پخوا په لومړي ځل په کندهار کې چاپ شوى و او اوس په دويم ځل په کوټه کې د صحاف نشراتي مرکز په هڅو په ٦٠٠ مخونو کې د ٥٠٠ ټوکو په شمېر چاپ شوى او خپور شوى دى. په دې اثر کې ليکوال د نړۍ د بېلابېلو سياستپوهانو سياسي نظريات را غونډ کړي دي، چي د پوهنتون لوستونکي ډېره استفاده ترې کولاى شي. د يادونې وړ ده چي ښاغلي محمدنادر ايوبي تر دې مخکې هم د عرفان، فلسفه، حقوق او روحيات په نامه کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي.