کور / خبرتیا او پيغامونه / د وږمۍ درانۍ شعري ټولګه چاپ شوه

د وږمۍ درانۍ شعري ټولګه چاپ شوه

تاندې جذبې


 


دا په کوټه کې د اوسېدونکې پښتنې شاعرې وږمې درانۍ د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده، چي په دې وروستيو کې په کوټه کې چاپ شوې ده. دغه شعري ټولګه چي ١٣٧ مخونه لري، د پينځه سوه ټوکو په شمېر خپله د شاعرې له خوا خپره شوې ده. وږمې درانۍ اصلي نوم (ساجده درانۍ) دى او زدکړې يې تر دوولسم ټولګي پورې کړې دي. نوموړې د پښتو د نوميالي شاعر دروېش دراني، ډاکټر باقي دراني او عصمت دراني له کورنۍ څخه ده. په دې ټولګه کې د شاعرې ٦٥ غزلې، ٢٧ نظمونه او ګڼ شمېر شعري ټوټې (قطعې) ځاى شوې دي. د وږمې درانۍ يوه غزل په دې ډول ده:


غزل


په وفا دي تېرايستلې د يادونو تاوان راکړه
زړه مي کړي دي درزونه، د دردونو تاوان راکړه


ته قاتل د ارمانو يې، تا قتلونه دي ډېر کړي
ميراثي د هغه قام يم، د سرونو تاوان راکړه


زړه مي ټول تغمې- تغمې دى، ترېنه خېژي خوږې څړيکې
اسوېلو باندې ځان پوه کړه، د آهونو تاوان راکړه


اوښکه- اوښکه شوه موجونه، تم کېدل يې راته ګران دي
زخم- زخم مي احساس دى، د زخمونو تاوان راکړه


باغ د مينې مي تالا شو، په تنکۍ څانګو اور بل شو
چي
وږمې يې خورولې د ګلونو تاوان راکړه