ايتلافي ځواكونه د ۲۷ طالبانو د وژلو ادعا كوي

34 | اپریل 10th, 2009



د ايتلاف قوايي وايي د افغانستان په دوو ولايتونو كي يې ۲۷ طالب جنګيالي وژلي دي.
ايتلافي ځواكونه وايي دغه كسان يې د روزګان او هلمند په ولايتونو كي وژلي، چي له تېري يوې مياشتي راهيسي تصفيوي عمليات پكښي روان دي.
ايتلافي قواوي وايي د دې عملياتو څخه يې موخه د افغانستان را روانو جمهوري رياست انتخاباتو ته امنيت ټينګول دي.
په خبرپاڼه كي راغلي چي په دواړو ولايتونو كي لومړى د دوى پر ځواكونو حملې سوي چي وروسته يې د هوايي ځواك په مرسته طالبانو ته پورتنۍ مرګ ژوبله اړولې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024