کور / سياسي / سياست او افغاني سياسي اجڼټان

سياست او افغاني سياسي اجڼټان

سياست کوم مشخص، ثابت، استوار، مظبوط، پوهنيز او دنديز صنف ندی بلکی د فن او چارو پراخ ډګر دی. چې د زمان، مکان، حالاتو، امکاناتو او د عينی شرايطو له غوښتنو سره تعين او تغير کيږي.
سياسي ستراتيژي تل د ګټو او منفعت پر بنسټ جوړ او د ګټو تربريد پوری تعقيبږي. په ټوله کې ځانګړی هدف يې ولس ته د هوسا، څوکاله ژوند برابرول، د پوهۍ او هنر په کمال پوښل او د پياوړي، غښتلي او اغيزمن هېواد جوړول وي.
 په افغانستان کې د دې دری لسيزو کاذبو نامشروع مطرح شوو (کيڼ او ښي اړخو) سياستوالو دسياسي فن او دسياسي چارو د اصولو سرچپه کړنه کړيده او کوی يې .
ب: دوی په سياسي ډلو ټپلو کې ککړتيا او تړاو د دين، مذهب او عقيدی په ډول باورمن کړېدی. پدې نه پوهيږي چې عقيده د يو څېز د منلو، باوراو هغه ته د تسليمی او تابع دارۍ په مانا ده او د ژوند لارښونه يې ګني، ليکن سياسي تړاو سړی د ګټی، منفعت، شرايطو اوحالاتو په نظر کې نيولو سره له يوه ګوند خپلې اړيکي شکوی له بل هغه سره يې ټينګوي. د ګوند او تنظيم کړنی يې د سر په سترګو وليدی چې د هغه د هدف، مرام او ژمنو خلاف کړنه يې وکړه او لا کوی يې. دا که لويانو کړي او که وړو، څو تنو کړی او که ټولې ډلې، دا خبره به هر ګوندي او تنظمي غړي ته بربنډه او څرګنده وی. خو که د دې ښاغليو په صلا، رغبت او خوښه نه وی تر سره شوی، که دآب او نمک کېدو له وجې د ولس او وطن پلورونکو څيرې نه رسوا کوي، غندنه او رټنه يې نه کوی نو دانساني ضمير په لرلو خودی ځان تری لری کړی .
 ث: د دوی سياسي تګلاره د کاڼي د کرښی په شان تل پاتی نه بدلېدونکې ده. کيڼ اړخو، ستميانو، وحدتيانواو نظار شورا ته د روسانو ايرانيانو او هندوانو په ښوونه، روزنه اومالي مرسته سياسي اډۍ په آرکې نظامي مرکزونه جوړشول اوښي اړخو ته دغربيانو، عربانو او پنجابيانو په مدت او همکارۍ. د نوموړو سياسي تګلارې د يادو شوو هيوادو دګټو اومنفعت په بسټ درې لسيزی پخوا جوړې شوی ترنن پورې يې پر مخ بيايې. تېره مياشت ولمشر کرزي خپل مرستيال ضيا مسعود د روسانو جاسوس ونوموه هغه بيا کرزی د امريکايانو په جاسوسۍ تورن کړ.
ت: د ګوندنو او تنظيمونو ټيکه داران په رندۍ او سپين سترګۍ له جامو سره د شاووخوا ۳۰ ميلون افغانانو په سترګو ننوزی بغاری وهی چې موږ ګوند او تنظيم د ديموکراسۍ، مدنی او سوچه پاکې اسلامي ټولنۍ د جوړولو د ولس د نيکمرغۍ او د وطن د آبادۍ لپاره جوړاو په کې راغونډ شوی يو. پدی انساني هيلو باندی د دوی حيواني غريضی غالبې شوی، په پيل کی يې د مدنی ټو لنې مخکښان ، څيړونکي، ليکوالان، دولتي با تجروبه مامورين د پوهنتونو استاذان، د ښوونځيو معلمان او زده کونکی پدی تور چی ضد انقلاب يا کمو نست دي وی وژل. دوهم ديموکراسي چې د ولسواکۍ په مانا ده د ګوندي او تنظمي حکومتو په وحشت او بربريت نيوکې لا څه که به کوم نابالغه او بوډا نا لوستو د دوی له ډلګۍ سره په زړه کې هم مخالفت لره دوی د غوږ او پوزې د غوسه ولو او وژلو دريغ پرې ونکړ.  د ګونداوتنظيم د غړيتوب له خوش قسمتۍ آن موټروان، کلينر، ترکاڼ، مستري ريس، معين ، وزير د پارلمان ريس د ولسمشر مرستيال، دجنرالې او مارشالي رتبو ته ورسېدل وطن يې له حزب نه ځار کړ ولس او هېواد يې له ځانو نه .
ټ: د حقيقت له مخی د هر فن کار او د هنر د خاوند ژوند بايد د هغوی د کمال ترجماني وکړي. سياست ته مخه کول او را ننوتل که ولس او هېواد ته د چوپړ په مانا وی. هدف او غوښتنه يې د ولس د پوهۍ او اقتصادي سطحي لوړول، روغتيايی اسانتياوی برابرول د کارموندل، سوله او امنيت ټنګول د عدل او انصاف قانون جاري کول، پياوړی، ځواکمن او اغېزمن هېواد جوړول وی. نو اوس دې هرڅوک د انساني او اسلامي قانون له مخی قضاوت وکړي چې مسعوديانو او ربانيان، محقق او خليانو، ګلاب زوی او علوميانو محسنې او سيافيانو د سياسي فن په سلمه، زرمه حصه لا څه آن چې په سل زرمه حصه يې ولس او هيواد ته خدمت کړای ؟ ايا له ولس نه يې امنيت، کار، روغتيا، پوهه، اقتصاد او له هېواد نه ښکلا، سمسورتيا او آبادي نده اخستی، ايا د دوی فن د دوی د ژوند ترجماني کوي ؟ ايا که کرزی د دوهم ځل، آحدي او جلالي او نور د لومړي ځل لپاره د ولس او هېواد پلورونکو هنر پېشه وو او فنکارو په مصلحت او ملګرتيا ولمشري وګټي ولس به دوی هم خاينان او جنايت کاران ونه ګڼي؟ او تاريخ به يې د وطن او ولس پلورونکو په نومو نوی زوکړی ته ورونه پېژنی؟ هر سياست وال او سياسي فن کار بايد پدې پوه شی چې د يادو شوو ډلو ټپلو مخکښان نه سياسي کسان وه، ندي او نه کېداېشي. پدې چې دوی ته د بادارانو لخوا د سياسي اجنټورۍ او سياسي دلالۍ روزنه ورکړل شوی ده. له اجڼټ هيڅکله رسمي مامور او له دلال نه هېڅکله تجار نشی جوړېدای. د دې خبری کره ثبوت پخپله دوې دی چې د دې دېرش کلن ناورين له مرګوني تجروبو څخه يې څه زده نکړل تر اوسه له خپلو بادارانو زړه نشي شکوای اوله غلامانه کړو نه لاس نه نشی اخستی.
د کابل دولت له وسله والو مخالفينو غواړي چې له خپلو ليکو نه عرب، اوزبک او چيچن اورپکي وباسي مخالفين په ځواب کې ورته واي چې تاسی اشغالګرۍ قواوی له هېواد نه بهر کړی.دا بل کره ثبوت دی چې د دواړو شتون د بهرنيو په ملاتړ پوری غوټه ده. د دوی په څنګ کې ودرېدل او ملاتړ به دا ناورين ۳۰۰سوه کلن کړي ، سوله لاڅه آن چې امنيت به هم رانشی.

 ۲۰۰۹/۴/۱۰