کور / تازه خبرونه / بلخ: يو پوليس مړ او دوه ټپيان شول

بلخ: يو پوليس مړ او دوه ټپيان شول

 



د بلخ  ولايت په چاربولك ولسوالي كې په كورنيو پوليسو او پي ار ټي د وسلوال بريد په ترڅ كې يو كورنى پوليس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.


 


د امنيه قومنداني مسوولين وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوى له پي ار ټي سره د يادې شوې ولسوالي په ملا شاهين كلي كې په ګزمه بوخت وو.


 


نوموړي بريد كوونكي د وطن او سولې دښمنان وښودل او زياته يې كړه چې د پېښې په اړه ژورې څېړنې روانې دي او ډېر زر به يې ونيسي.


 


خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه پر ځان اخيستې او رسنيو ته يې ويلي چې په دغه بريد كې درې ټانكونه ويجاړ شوي او ۱۱ پوليسو ژوند له لاسه وركړى.