هالنډ :(د افغانستان غميزه او راتلونکي ټولټاکني) سمپوزيم راپور
پرون د ۲۰۰۹ زېږديز کال د اپريل پر يوولسمه په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په زيار او نوښت (د افغانستان غميزه او راتلونکي ټولټاکني ) تر سرليک لاندي يو ورځنی سمپوزيم جوړ سوچي پکښي د هالنډ سربېره د انګليستان ، فرانسې ، بلجيم او جرمني څخه د افغانستان د چارو کارپوهانو او نظر خاوندانو برخه اخستې وه .
په پيل کي دافغاني کلتوري ټولني مرستيال عبدالله احسان ښاغلي قاضي عزيزالرحمن رحيق ته بلنه ورکړه چي سمپوزيم د قرآن عظيم الشان د يوه سورة په تلاوت سره پيل کړي ، ورپسې يې له مېرمن ډاکټر ګل اندام وردګ څخه هيله وکړه چي د غونډي د ويندويي په توګه د ستېج چاري پرمخ بوزي .
وروسته د ټولني مشر ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمدپرانستونکې د افغانستان د سياسي چارو څېړونکی ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی د سمپوزيم د مشر په توګه ، ښاغلي محمد اصف وردګ د مرستيال مشر او ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د منشي په توګه د ستېج څنګته راوبل ، دافغاني کلتوري ټولني د مالي چارو مسول ښاغلی ډاکټر عبدالصبور عابد د سمپوزيم د سکرټر په توګه او د ټولني مرستيال عبدالله احسان د پريکړه ليک په کميسون کي د سکرټر په توګه وټاکل .
ښاغلي ډاکټر سيد نصير د خپلي پرانستونکي وينا تر څنګ د افغانستان د غميزي په اړه خپله ترتيب سوې مقاله واوروله او راټول سوي انځورونه يې د پردې پر مخ د سمپوزيم برخه والو ته وښودل او بيا يې له جرمني څخه د پوهنوال ډاکټر نظر محمد سلطانزي لخوا د راډيو اکتيف او وينو سرطان په اړه د هغي مقالې ځيني برخي او انځورونه وړاندي کړه چي په افغانستان کي د استعمال سوو وسلو سره يې تړاو لاره .
ورپسې د سمپوزيم نورو ويناوالو د افغانستان ددېرش کلني غميزي د بېلابېلو اړخونو په علمي او څېړنيزي مقالې واورولې او ددې کړکېچ څخه د افغانستان او افغانانو د را ايستلو پر لارو چارو يې خپل نظريات څرګند کړل چي ځيني مهيم ټکي يې ددې راپور په دوهمه برخه ( ارزونه ) کي ځای سوي دي .
د سمپوزيم په پای کي د پريکړه ليک لپاره ټاکل سوي کميسون له لوري په اتو مادو کښي چمتو سوی پرېکړه ليک د عبدالله احسان لخوا ولوستل سو ،د غونډي د مشر ( ډاکټر محمد عثمان روستار تره کي ) مرستيال ( ښاغلي محمد آصف وردګ ) او غونډي د نورو ټولو برخه والو د تائيد څخه وروسته تصويب او صادر سو . د لوستلو لپاره يې دا ځای کليک کړئ
د يادوني وړ ده چي افغاني کلتوري ټولني د دې سمپوزيم په وياړ ( د ماشومانو اسلامي ښوونه ) په نوم ارزښتناک اثر چاپ کړی و ، دا ګټور اثر د ټولو هغو کورنيو لپاره دی چي غواړي خپلو ماشومانو ته له اودس او لمانځه نېولې د ماشومانو لپاره د اسلامي بنسټونو معلومات د هغوی په مورنۍ ژبه ور زده کړي ، ددې کتاب سره ماشومانو ته د لمانځه ښوولو لنډ کمپيوټري فلم هم جوړ سوی دی .
د علمي او څېړنيزو مقالو ، ويناوو او بحث وروسته ښاغلي ډاکټر طارق رشاد ياد سوی سمپوزيم وستايله او په دې ډول يې و ارزاوه .
ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د سمپوزيم د هر ويناوال د موضوع په اړه په لنډيز وږغېد
د درنو کلتوروالو، کلتورپالو او د نننۍ غوندې ګډونکونکو او د فکر او قلم خاوندانو، السلام الاعليکم و رحمت الله و برکاتهُ.
لومړی له هر څه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له مشرتابه څخه مننه کوم، چې د نوموړې څېړنغونډې د جوړولو چارې يې تر سره کړې او په دې ډول کلتوري چارو کې مو لا بری غواړم.
په دغه غونده چې کومو څېړونکو او قلموالو د ننني سرليک لاندې کومې ويناوې وکړې ډېرې په زړه پورې وې، چې ځينو ويناوو کې داسې ټکي او نوي مالومات ول، چې د ليدونکو او اورېدونکو د پاملرنې وړ وګرځېدې. لکه څنګه چې د سمپوزیمونو او څېړنغونډو دود دئ، چې له هرې وينا او لیکنې وروسته د پوښتنو لپاره وخت ورکول کېږي خو د غونډې له پرېکړې سره سم د ويناوو او لیکنو په پای کې پوښتنو ته وخت ورکړل شو او د اړوندو ليکوالو او ويندويانو لخوا ځوابونه ورکړل شول.
که څنګه چې په دا ډول غونډو کې هغو ليکوالو ته چې دوی خپله ګډون نه وي کړی، خو ليکنې یې د څېړنغونډې سمبالونکو ته رارسېدلې وي، د دود له مخې یا بايد ټولې ولوستل شي او یا یې یادون وشي، خو کله چې د څېړنغوندې بشپړې لیکنې چاپېږي، ټولې ليکنې پرته له تصرفه په ټولګه کې خپرې شي، چې دا کار په نوموړې غونډه کې د موضوع په اړوند یوازې د ښاغلي استاد سلطانزي د ليکنې لنډیز یا غوره ټکي وړاندې شول، خو د نورو ناسوبو لیکوالو د ليکنو یادونه وشوه او ليکنې یې ونه لوستل شوې .
اوس به د نننۍ غونډې په اړه څو ټکي د ارزونې په توګه تاسو ته وړاندې کړم:
د غونډې د چارو د پرمخ بېولو لپاره د آغلې ډاکتر ګل اندام وردګ ويندويي د ستاينې وړ دي .
د ښاغلي ډاکتر سيد نصير احمدد راټولو سوو معلوماتو په اړه د ډاکټر طارق رشاد ارزونه
د ډاکتر نصير په وينا کې که د (Economic colaps) اقتصادي لوېدنې پر ځای (Economic crisis) یا اقتصادي بحران وکارول شي، ښه به وي. د امريکا ولسمشر (Barak Hussain Obama) د G20په غونډه کې د نړيوال اقتصادي بحران لپاره ۳ تريليونه نه بلکې يو تريليون ځانګړې کړې دي. د افغانستان ۳۳ ٪ خلک مهاجر دي، چې دا د نړۍ په کچه لويه شمېره ده. په دې ډول په کابل کې۶۰۰۰۰۰ سوالګر هم یو د خطر زنګ دئ، چې دغه شمېره د ټولنيز ژوند نا انډولتيا ته ښوونه کوي.
– د ښاغلي سلطانزي ليکنه هم د ډاکتر سيد نصير احمد لخوا وروسته د هغه له وينا څخه ولوستل شوه او په (power point) باندې وښوول شوه، چې د راديواکتيف د ناوړه اغېز په اړه يې غوره مالومات درلودل، ځکه وښودل شوه.
د افغانستان دسياسي چارو څېړونکی ، حقوقپوه ډاکټر محمد عثمان روستار تره کي د وينا په اړه د ډاکټر طارق رشاد نظر
ښاغلي استاد هم د لاندې موضوعاتو په اړه ارزښتناک مالومات وړاندې کړل، چې غوره ټکي يې په لاندې ډول ول:
– په پاکستان کې ۳۵۰۰۰ دیني مدارس شته، چې له هغو څخه په زرګونو طالبان فارغېږي.
– نړيوالو چې د تروريزم او القاعدې سره د مبارزې په اړه کومه پرېکړه کړې له خپلو اهدافو څخه يې تېری کړی دئ.
– د افغانستان جګړه د مسيحت او اسلام تر منځ ده.
– اوسنۍ جګړه خپلې سياسي او اقتصادي موخې لري.
– اوسنۍ روانه جګړه د اسلام او مسيحت مدنيتونو تر منځ جګړه ده. د جګړې اصلي قربانیان ولسي مسلمانان دي.
– له دغه جګړې څخه د سياسي او اقتصادي موخو په توګه ګټه اخيستل کېږي.
او هم دا ډول استاد تره کي د جګړې لاملونه په دوو برخو ووېشل:
۱ – د جګړې بهرني لاملونه
۲ – د جګړې کورني لاملونه
په پای کې يې څو وړانديزونه په دې ډول ول:
– په شخصي او ډله ايزې توګه دې د سولې پروګرام رامنځ ته شي.
– د انتقالي-موقت حکومت رامنځ ته کېدل.
– د امنيت په اړه تصميم نيول.
– د راتلونکو اتخاباتو لپاره زمينه برابرول.
– د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې په اوسني وخت کې سياسي توطّهَ ده.
– د جګړې د دوام په جريان کې انتخابات بايد تحريم شي.
– د خلکو د اذهانو د روښانولو لپاره دې مطبوعاتي کومېټه جوړه شي او نوموړی وړانديز دې په پرېکړه لیک کې هم په پام کې ونيول شي.
په اروپا کي د پلاستيک جراحۍ د نوميالي متخصص ډاکتر ايمل ساپي د وينا او روغتيا په برخه کي د هغوی د خدمتونوپه اړه د سمپوزيم ارزوونکي ښاغلي ډاکټر طارق خپل نظر داسي څرګند کړ :
مخکې له دې چې د ښاغلي ډاکتر ساپي د وينا په اړه څه ووايم، د معترضه جملې په توګه يو ټکی غوره ګڼم، چې علمي القاب (titles) بايد د يو علمي او اکاډيميک بورډ لخوا ورکړ شي.
ښاغلی اېمل ساپی په ۱۹۸۰ م کال جرمني ته مهاجر شوی او د خپل کار په موده کې یې افغانستان ته ډير سفرونه کړي، چې له خپل کاري ټیم سره يې په پېښور او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې روغتيايي چارې پر مخ بېولې دي او د څوکلن کار پایلې او د ماینونو زیانونه یې به انځوریزه بڼه وښودل.
۱ – د روسانو تر تېري وروسته نظام له منځه ولاړ، چې له دې امله روغتيايي نظام ته هم ډېر زیان ورسېد او په جګړيیزې تروماتولوژي او د هغې پايلې يې څرګندې کړې.
۲ – په نړۍ کې له ماینونو څخه زیانمن خلک تر ټولو ډېر په افغانستان او انګولا ګې دي.
۳ – په شمال کې روغتيايي خدمتونه، وسايل او درمل شته، خو په جنوب کې نشته، چې په دې اړه په هېواد کې د رغتيايي چارو لپاره انډول په پام کې نه دئ ساتل شوی.
د ملي شخصيت او فرهنګپال ښاغلی آصف وردګ د وينا په اړه د سمپوزيم د ارزوونکي ښاغلي ډاکټر طارق نظر په دې ډول و :
زموږ ګران وردګ، چې ږيره يې سپينه، مشر، خو په فکر ځوان دئ، په خپله وينا کې يې غوره ټکي وړاندې کړل:
– ملي وحدت ته دې پام وشي.
– ښځې دې په غونډو کې برخه واخلي.
– اوسنی اساسي قانون، چې اجرائيوي صلاحيت نه لري، ځکه نو موږ ورته اساسي قانون نه شو ويلی.
– کرزي بايد د اساسي قانون له مخې په جوزا کې د ولسمشري څخه ليرې شوی وی، خو ليرې نه شو.
– د کرزي ټيم ډېر ضعيف دی.
– افغانستان دولت نه دی یو سهامي شرکت دی.
زما په ګومان! اساسي قانون یوه ملي وثيقه ده، خو اجرائيوي صلاحیت يې بېله موضوع ده.
ښاغلی داود اعظمي، چې د (BBC) یو له وتليو خبريالانو او څېړونکو څخه دئ، «د خبرو جګړه» تر سرليک لاندې یې په زړه پورې وينا واوروله، چې غوره ټکي یې دا دي:
– د جګړې ګټل يوازې د پوځي لارې نه کېږي.
– د ذهنونو په ډګر کې د خبرو جګړې لپاره رسنۍ، کلتوري اړيکېاو مالي برخې غوره ګڼل کېږي.
– د يوناني ټېزس له مخې د ذهنونو ګټل د تشويق له لارې کټوره وسيله ده.
– لارنس ويلي دي، چې ذهني جګړه کې بری موندل داسې وي لکه په چاړې ښوروا څښل.
د جګړې ځواکونه يې پر دوو برخو ووېشل:
– نرم ځواک (saft power): د خبرو (تبليغاتي ) جګړه .
– زورکارول (hard power): وسله واله جګړه (پوځي عمليات).
– په افغانستان کې د ملکي خلکو رټل او بې ځايه تلاشي، ولس نا راضه کوي.
– (EC 130) هغه الوتکه ده، چې د دوښمن راديوګانې له اورېدو اچوي او خپلې خپرونې کوي. امريکا په دغه الوتکه د شريعت ږغ راډيو بنده کړه او خپلې خپرونې يې پيل کړې.
دډاکترعبدالصبور عابد لخوا د ترتيب سوي موضوع په اړه چي تر ډېره بريده د افغانستان د ملي ژبي ( اکثريت ژبه د هيواد ژبه ) د حقوقو مسئله پکښي څېړل سوې وه د غونډي د ارزوونکي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد لخوا د جوړښت له اړخه تر نيوکي لاندي راغله او په اړه يې خپل نظر يې په دې ډول څرګند کړ .
د پښتو او پښتانه د کلتوري ښکېلاک په لږمه کې تر سرليک لاندې خپله وينا واوروله، چې تر ډېره ځايه يې وينا احساساتي وه.
دا چې احمد شاه بابا يې د افغانستان بنسټ اېښودونکی ګڼلی، پر ځای خبره ده، خو تيمور شاه چې د احمد شاه بابا زوی ؤ، چې مېرمن يې ايرانۍ وه، نو ښاغلي ډاکتر صبور د هغه په واکمنۍ کې یوازې د فارسي ژبې پياوړتيا ته ښودنه وکړه، خو تيمورشاه د فارسي ژبې شعر ویلو تر څنګ پښتو شعر هم وايه. د تیمور شاه زوی، زمان، چې د ملي فکر خاوند ؤ، مدبر پاچاه ؤ، چې آن نړيوالو ليکوالو هم دی د زړور او مدبر امپراتور په توګه یاد کړی. زمان شاه په پښتو شعر وايه او په روزنه کې یې نيکه لوی احمد شاه بابا ډېر زيار ايستلی ؤ.
دا خبره چې امیر شېر علي خان پښتو او پښتنو ته پاملرنه کړې ده، نو دا د هغه د ملي فکر زېږنده ده. د امير عبدالرحمن خان په اړه چې ډاکتر صاحب یادونه وکړه، چې خپل ژوند ليک يې په فارسي ليکلی دی، حال دا چې هغه «تاج التواريخ» دی نه ژوند ليک، امير عبدالرحمن خان تر احمد شاه بابا ووروسته د افغانستان د مرکزي دولت جوړونکی دئ، چې په دې اړه د پوهاند حسن کاکړ اثر ډيره غوره بېلګه ده.
د کاتب هزاره په اړه د ډاکتر صبور څرګندونې د تامل وړ دي، ځکه هغه «سراج التواريخ» ليکلی دی، چې د تاريخي اسنادو په راټولونه کې غوره رول لري.
د امان الله شاه غازي په وخت کې «مرکه د پښتو» رامنځ ته شوه، «اصولنامې» په پښتو وليکل شوې. علامه محمود طرزي په «سراج الاخبار افغانستان» کې وليکل «زبان افغاني مادر زبان ها» او همدارنګه په «سراج الاخبار» کې د مولوي صالح محمد کندهاري (هوتک) د پښتو شعر د محی الدين افغان تر پښتو لنډې يادونې وروسته خپور شو.
د غونډي د ارزوني په برخه کي وويل سوه چي ښاغلي انجينير پوپل هم د نوموړي څېړنغونډې تر سرليک لاندې خپله اوږده ليکنه واوروله، چې د غونډې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېده.
ډاکټر طارق رشاد په مونشن ګلادباغ کي د افغانانو د کلتوري ټولني مشر حاجي احمدشا امين د ليکني په اړه خپل نظر داسي څرګند کړ .
د ښاغلي په وينا کې ډېر وړانديزونه ول، چې ځينو ته يې ستاسو پام رااړوم:
– یو شمېر کانديدان به يو بل سره هر ډول معاملاتو ته حاضر شي.
– په ولس کې به انتخابات تر پوښتنې لاندې راشي، ځکه پر ټول افغانستان کې دولت واکمن نه دئ او امنيت نه شته.
– د یو نړيوال کنفرانس وړانديز:
۱ – مشري به یې ملګري ملتونه کوي.
۲ – ځای بايد سعودي عربستان يا کابل وټاکل شي.
۳ – ښکېلې خواوې بايد په نوموړي کانفرانس کې ګډون وکړي.
۴ – ګاونډيو هيوادونو ته دې په هغه کې د لاسوهنو او ناوړو ګټو په خاتر حق ور نه کړی شي.
۵ – ګاونډيان دې د افغانستان په کونيو چارو کې د نه لاسوهنې وکړي.
۶ – د ښکېلو خووا تر منځ دې اوربند پلی شي.
۷ – موقتي انتقالي دوره، چې د ۲ یا ۳ کالو لپاره وي بايد د ټولو ښکېلو خواو لپاره د منلو وړ وي.
۸ – د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس لخوا دې تر لارښوونې پورتنی کانفرانس سمبال او د هغه لپاره دې د پیل او پای نېټه وټاکل شي.
– موقته اداره دې د اساسي قانون له مخې چارې پر مخ بيايي.
– د ګوندونو قانون پر بنسټ به ټولو ګوندونو ته اجازه ورکول کېږي.
– د دولت په اداري چارو کې به ګوندونه مداخله نه کوي.
لویه جرګه به راغوښتل کېږي.
د لويې جرګې واک:
– د اساسي قانون بيا کتل او تصويبول.
– د موقتې ادارې مشر او مرستيالان بايد په راتلونکو انتخاباتو کې ځانونه ونه ټاکي.
د افغان ملت منشي ښاغلي شېرزاد وینا کې ځينو ټکو ته په لاندې ډول پاملرنه وشوه:
– د بن په کنفرانس کې پښتانه د ماته خوړلي قوم په توګه وپېژندل شول او له پښتنو سره د ماته خوړلي قوم په توګه چلند وشو.
– سوله غواړم خو د ملي ارزښتونو د قرباني په بيه نه.
– د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله له هرې خوا چې ده بايد قطع شي.
– د افغانستان د حل لاره سياسي ده نه پوځي.
په افغانستان کي د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې استازي ډاکتر خوشال روهي د وينا په د ډاکټر طارق رشادلاندو ټکو ته اشاره وکړه .
ښاغلي داکتر روهي په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولني د ګډې جرګه ګۍ په استازيتوب خپله وینا واوروله، چې د هغو خينې ټکي په لاندې ډول ول:
– پاکستان او ايران چې اوباما يې د افغانستان په قضيه کې داخلوي، دوی د خپلو ګټو لپاره ډېر قوي بنسټونه لري او غواړي زموږ ګټې باندې له هغوسره معامله وکړي.
– د ولسمشري کانديدانو ته رايه ورکول لکه لاټرۍ اخيستل دي.
– آیا تاسو متوجې شوي ياست چې موږ په دغو غونډو څومره وخت ضايع کړی دئ!، خو د ګډ کار لپاره مو کار نه دئ کړی.
– په احساساتو بايد وخت ضایع نه کړو، وړاندیزونه بايد ولرو:
– د عمل میدان ته راشو، ځکه ګډ آرمانونه لرو.
ډاکتر ظاهر حاذق خپلې ټولې خبرې په دريو برخو کې ووېشلې
۱ – سیاسي ستونزې.
۲ – اقتصادي ستونزې.
۳ – امنیتي ستونزې.
امنيتي ستونزې یې هم د سیاسي او اقتصادي ستونځو زېږنده وګڼله.
د اباما د ستراتيژي په اړه یې لاندې ټکي يې ياد کړل:
– ملي اردو او ملي پوليس بايد زیات شي.
– که پخواني ترتيب وي، ډېرستونځې رامنځ ته کوي، کله چې پوځیان او پوليس د بېلابېلو هېوادنو لخوا وروزل شي، بېلابېلې ترمنالوژي رامنځ ته کوي او د روزنې بېلابېل ډولونه، چې د واخدې قوماندې لپاره ستونځې پېښوي، رامنځ ته کوي.
– د امريکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په رڼا کې د ناټو نظر ته هم درناوی کوي
– د اقتصادي مرستو ژمنه يې کړې، خو که دا مرستې د دولت له لارې نه وي، ګټورې پایلې به ونه لري.
– له مخالفينو سره يې خبرو اترو ته هم په خپله ستراتيژي کې ځای ورکړی.
– قوي دولتي اداره کولی شيو چې ټوپکسالاران پر ځای کېنوي.
– اقتصاد اساسي پلان غواړي، چې یوګډ اقتصادي کميسيون د مرسته کوونکواو افغانانو تر منځ جوړ او نوموړيو چارو ته دي لوری ورکړي.
– سياسي ستونځه: قوي ملي اداره نه شته.
– د ناټو هېوادنو په منځ کې هم ګډه ستراتيژي نه شته.
– هغه موسسات، چې موږ هيله من کوي، هغه دا دي:
– په افغانستان کې د کلتوري ټولنو ګډه جرګه او د سولې جرګه.
ښاغلي عزيز احمد آ ماج د نيدرلند په هارلم ښار کې د افغاني کلتوري ټولنې په استازيتوب وينا واروله، چې د ښوونې په اړه يې غوره مالومات دلودل او په دې اړه يې خپلې هيلې څرګندې او وړاندیزونه وکړل.
انجنير غلام حضرت د بلجيم د افغاني کلتوري ټولنې په استازيتوب وينا واوروله او دا يې په ګوته کړه، چې په يوه سيمه کې امن او په بله سيمه کې جګړه ده، نو د انتخاباتو او ټول-ټاکنو لپاره شرايط نه دي چمتو.
د غونډې په پای کې دا پوښتنې رامنځ ته شوې:
۱ – ډاکتر صبور له انجنير ذکریا څخه وپوښتل: پښتنو ته حق نه دئ ورکړ شوی او که پښتنو حق نه دئ اخيستی.
آنجينير ذکریا:
حق اخيستل کېږي، ورکول کېږي نه !
۲ – پوهنيار سيد حضرت سادات : له استاد روستار تره کي وپوښتل: د انتخاباتو تحريمول ولې؟
روستار تره کی:
– د بهرنیو ځواکونو شتوالی.
– د افغانستان په پراخو سيمو کې د امن نشتوالی.
– د دولت د مشروعيت تر پوښتنې لاندې دی.
۳ – ښاغلی شينواری: آیا په افغانستان کې د نننۍ واکمني ټول پروسيجر چې تر ننه رارسېدل، بیا له سره پیل کړو؟
روستار تره کی:
هغې عملیې چې تر اوسه يې ګټوره پايله نه درلوده، په له منځه وړلو او نوي عمليې سره به یوی نوی ميکانيزم، چې ټولې ښکېلې خواوې په هغې کې ګډون ولري او ملي ارزښتونه په پام کې ولري، زموږ لپاره به د حل لاره پرانيزي.
۲ – انجینير ذکريا: د اساسي قانون په کومو ځایونو کې بايد تغير راشي آیا د بېلګې په توګه د طالبانو وړانديز د ښځو په اړه به په هغه کې ومنل شي؟
روستار تره کی:
په اوسني اساسي قانون کې، ډیر داسې مواد شته، چې هغه اصلاح ته اړتیا لري. د دې لپاره، چې په راتلونکي کې د چارو په سرته رسولو کې ستونزې رامنځ ته نه کړي، نو هغه ته بايد بدلون ورکړل شي.
۵ – ښاغلی شینواری: کله چې اساسي قانون کې بدلون راځي او شمال ټلواله چې د فدارسيون غوښتونکي دي، هغه به نور جنجال جوړ نه کړي؟
روستار تره کی:
په اساسي قانون کې به د ملي يووالي، ملي ګټې او ملي ارزښتونو په اړه به مواد تسويد او تصويب شي.
وروسته له ازاد بحث څخه د څېړنغونډې په پای کې پرېکړه لیک مسودې باندي هم خبرې اترې وشوې او په یو څه بدلون او د آزادو رايو د اخيستلو له لارې د ټولو ګډونوالو لخوا تصويب شو.
دسيمينار ټول انځورونه د لراوبر په البمو کښي کتلائ سئ
يادونه : د افغاني کلتوري ټولني د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره ددې ټولني ويبپاڼه وګورئ www.acvn.nl