کور / خبرتیا او پيغامونه / پوهنيز شخصيت پروفيسر پرېشان خټك په حق ورسېد (پيغامونه)

پوهنيز شخصيت پروفيسر پرېشان خټك په حق ورسېد (پيغامونه)

تېره ورځ د ماسپښين په دوه بجې او پېنځلس دقيقې ستر پښتون ليكوال او شاعر پروفيسر پریشان خټک صیب د زړه د ټكان له امله د نهه اويا كالو په عمر د تل دپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پتې كړې .

ښاغلى پريشان خټک په ١٩٣٠ء کې دپښتونخوا صوبې په غونډي ميره خانخيل کرک سيمه کې زيږيدلى ؤ اؤ دشاعرۍ دوه مجموعې” تڼاکې“ اؤ ”دوه ملالې سترگې“ يې چاپ شوي دي.
ارواښاد ديو ښۀ شاعر ترڅنگ يو ځيرک محقق هم ؤ اؤ دپښتو کلاسيکي ادب په شاعرانو ځانگړي ډول خوشحال خان خټک باندې يې زړۀ پورې تحقيق کړى ؤ اؤ دهغه کلام يې هم په نورو ژبو ژباړلى ؤ.
ښاغلي خټک دپښتو اکادمۍ درئيس په توگه په سوونو کتابونو علمي اؤ تحقيقي مقدمې يا سرليکونه هم کښلي وؤ.
پريشان خټک دادب ترڅنگ دتعليم په برخه کې هم يوه روښانه نوم درلود او دپيښور دپښتو اکاډمۍ رئيس ، دپښتو څانگې رئيس ، د پښتونخوا د پوهنتونونو ډيرو د رئيس ، دپاکستان ادبياتو داکاډمۍ رئيس ، دگومل پوهنتون وائس چانسلراؤ په گڼو نورو څوکيو خپل خدمات ترسره کړي وؤ.
ټاکل شوې ده دنوموړي جنازه دشنبې په ورځ  ۱۸-۱۴-۲۰۰۹ دپيښور په حيات اباد سيمه کې سحر ١١ بجې ادا کيږي اؤ وروستو هم په پيښور کې خاورو ته سپارل کيږي.


د لراوبر ويبپاڼي اداره د ارواښاد خټک پر مړينه ژوره خواشيني څرګندوي او دا د لراوبر افغان وطن د پوهنيز پرمختګ پر لاره کي يوه لويه ضايعه ګڼي .


روح دې ښاد او ياد دې تلپاته وي






دپروفيسر پريشان خټک د مړيني په وير


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام 




نيټه: ٢٨-١-١٣٨٨ / ۱۷-٤-٢٠٠۹




کابل – افغانستان 




   په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پوهنيز شخصيت پروفيسر پريشان خټک د زړه د ناروغي له کبله د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. 




   انا لله و انا اليه راجعون 




   ارواښاده پروفيسر پريشان خټک د پښتونخواه د سيمي په بيلو بيلو پوهنتونونو او پښتو اکاډيمي کې د مشر، استاد او لارښود په توګه چاري تر سره کړي، د پښتو د ژبي ادبياتو د لا غوړيدلو لپاره ېي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.




   د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د ارواښاد پروفيسر پريشان خټک مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د دوي درنۍ کورني، مينه والو او فرهنګي کړيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.




په درنښت




د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر




الحاج غرزي خواخوږی 












د پروفیسرپریشان خټک په مړینه جرس ادبي جرګې ژوره خواشیني څرګنده کړه

 

 په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې تکړه شاعر،لیکوال  او ادیب پروفیسر پریشان خټک صېب په حق رسیدلی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ارواښاد دکورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي او د خدایې بخښلي دپاره د پاک الله څخه د بخښنې  دوعا کوي ـ پر ګور یې نور ــــــ  او  اروا یې ښاده
له اړخه : طاهراپریدي ،ریاض تسنیم،رحمان بونیری،امان اپریدي،وصال مومند،عبدالسلام سلام،وقاص ترین،ظفرکریمي،امان الله حلیم،تاج الدین،ماښام خټک او ریاض ساحل



تبصره نسته

  1. په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې نامتو شاعر
    لیکوال اوادیب پروفیسور پریشان خټک صیب دورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی.

    انالله ونا الیه راجعون

    اروښاد پریشان خټک دخپل عمرپه اوږدوکې دپښتوژبې اوادب لپاره ډیرې هلې ځلې کړي
    اودهغه مړینه دپښتو اوپښتنو لپاره یوه ستره ضایعه ده.
    دلمن ادبي،کلتوري جریدې مشرتابه دخدای بخښلي له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان
    شریک بولي اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوي.
    پاک خدای(ج) دې داروښاد په شان نورښاغلي له مرګه وساتي.

    دلمن ادبي،کلتوري جریدې اداره – کابل-افغانستان

  2. په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې تکړه شاعر،لیکوال او ادیب پروفیسر پریشان خټک صېب په حق رسیدلی دی ـ دافغانستان دملی گوند دننگرهار ولایتی شورا ښاغلي ارواښاد دکورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي او د خدایې بخښلي دپاره د پاک الله څخه د بخښنې دوعا کوي .
    دافغانستان دملی گوند دننگرهار دولایتی شورا اجرائیه بیرو