امریکا:طالبان اسلام اباد لور ته په یون دي

52 | اپریل 16th, 2009


 


د امریکايي فوځ یو مشر ایډمرل مایک مولن ویلي دي چې د سوات په معاهدې د لاسلیک دمخه ولسمشر زرداري د هغوۍ سره هیڅ ډول مشوره نه ده کړې ـ د یو امریکایي چېنل سره د خبرو په مهال نوموړي زیاته کړه چې اوس پاکستان ته خطره نشته خو بیا هم ځانمرګي برید کونکي او اورپکي د اسلام اباد په لور په یون دي ،پکار ده چې دغه بانډونه په سختۍ سره وزپل شي ـ دپاکستان سیاسي او فوځي مشرتابه ته ددې خبرې پته ده او ما هم د پاکستان د فوځ مشر ښاغلي پرویز اشفاق کیاني سره په دې اړه خبرې کړي دي چې په سوات که طالبان خپلې پناګاوې پیاوړې کړي نو دابه خطرناکه وي ـ د امریکايي فوځ یو بل مشر ډیوډ پټریاس ویلي دي چې د ترهګرو څخه د پاکستان وجود په خطر کې دی ـ د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه زیاته کړه چې افغانستان دوباره د القاعده دپاره د جنت نه جوړولو په هوډ دغه هیواد ته نور امریکايي ځواکونه لیږل کیږي

Copyright Larawbar 2007-2024