کرکټ : د افغانستان لپاره خورا مهمه سیالۍ

34 | اپریل 17th, 2009


د سویلي افریقا د جهانسبرګ په لوبغالو کې نننۍ سیالۍ له ایرلینډ پرته پاتې ټولو اوو لوبډلو ته خورا زیاتې مهمې دي، ایرلینډ که نننۍ لوبه وګټي یا یې و بایللي د ۲۰۱۱ کال د کرکټ نړیوالو سیالیو ته یې لار موندلې.
خو په پاتې اوو هیوادونو کې په سمه توګه لا نده په ډاګه چې څوک به دغو سیالیو ته لار ومومي.
نننۍ سیالۍ د افغانستان لپاره خورا زیاته مهمه ده او د لوبې ګټه دوه ګټې لري، یا به د ۲۰۱۱ کال په سیالیو کې برخه واخلي او که نه نو په غوره شپږ لوبډلو کې که ښه لوبه وګټي راتلی شي چې په خپله دا هم مهمه ده.
افغانستان نننۍ لوبه له نمیبیا سره کوي، نمیبیا د وړمې ورځې په سیالیو کې کینیا ته په غټو منډو ماتې ورکړې وه.

افغان کرکټ لوبډلې له کینیا، هالنډ، اماراتو او کاناډا ماتې خوړلې که یوه یا دوه یې له دغو ګټلې وای نو اوس به د کرکټ د نړیوالو سیالیو کې د برخې اخېستنې خوب رښتینی وای.
په نننۍ لوبه کې ایرلینډ له کینیا سره، کاناډا له هالنډ سره، سکاټلینډ له عربي متحده اماراتو سره او افغانستان له نمیبیا سره مخ کیږي.
افغان لوبډله نن بیا کریم صادق ته زیاته اړتیا لري، کریم صادق په تېرو ټولو ګټلو لوبه کې پراخه ونډه لرلې او دا ېې په ډاګه کړې چې نړیوال لوبغاړی دی.
اوس به وکتل شي چې په لوبډله کې کوم بدلون راځي او که نه، د هستي ګل عابد او دولت احمدزي په پرلپسې درېیو سیالیو کې نه لوبول کرکټ مینه وال په اندېښنه کې اچولي.
که څه هم شاپور ځدراڼ په تېرو لوبو کې ښه چلېدل هغه ته په نننۍ لوبه کې هم اړتیا لېدل کیږي.
که د خالقداد نوري پر ځای دولت یا هستي ګل را وستل شي د لوبډلې د بري چانس ته پراخه مرسته وشي.

لر او بر ویبپاڼه به نن هم تاسو ته د تل په شان د لوبې پوره جزئیات وړاندې کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024