لومړی پښتوـ الماني قاموس چاپ سو
دمورنۍ ژبي د ورځي په وياړ لومړی پښتوـ الماني قاموس چاپ سو
د مورنۍ ژبو د نړۍ واله ورځې په ترڅ کي قاموسونه ټکی کام لومړی پښتوـ الماني قاموس چاپ کړی دی. پداسي حال کي چي الماني ـ پښتو قاموسونه ترمخه لا په بازار کي وه خو د ډېره وخته د يوه داسي قاموس اړتيا تر سترګو کېده، د کوم له مخې چي د پښتو لغتونو الماني معنا ولټول سي. پدغه قاموس کي د هر پښتو لغت سره ګرامري ځانګړنې، ټرانسکرپشن او معادله پښتو معناوي اويا دهمدغه پښتو لغت نور املايي يا لهجوي واريانتونه ليکل سويدي. پداسي حال کي چي الماني اسمونه درې آرټيکلونه لري نو د هرالماني اسم سره د هغه آرټيکل der, die, das هم ځای پر ځای کړل سوی دی. په ټوليزه توګه پدغه قاموس کي 14000 پښتو لغتونه، دهغو تقريبا 35000 الماني معناوي او تقريبا 25000 پښتو معادلونه يا واريانتونه راغلي دي.
ګران هيوادوال کولای سي چي د پوستې له لاري هم دغه کتاب ترلاسه کړي. تاسو کولای سی چي د لاندني ايمېل ادرس له لاري دغه کتاب د پوستې له لاري فرمايش کړی:
admin@qamosona.com
دکتاب نوم: اڅکزی پښتو ـ الماني قاموس
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
دپاڼو شمېر: 545
چاپونکې ټولنه: قاموسونه ټکی کام
آی اېس بي اېن شمېره: ISBN 978-3-00-026979-0
دکتاب قيمت: 30 يورو