از رئيس جمهور ميخواهم غوث زلمى را عفوه کند
لوى څارنوال ته پرانستى ليک
نړۍ اونيزه
لوى څارنوال صيب سلام!
ستا له هغې مينې او نيک احساس څخه نړۍ نړۍ مننه چې له بشر سره يې لرې په تېره بيا له داسې يو بشر سره چې د زندان د تورو تمبو شاته د يوې داسې دوسيې په اساس پروت وي چې زمونږ مېلمانه يې د بيان ازادي او ډيموکراسي ګڼي خو زمونږ دين يې کبيره ګناه او د قران سپکاوى ګڼي.
ستا له دې زړه سواندۍ څخه دومره مننه چې ته يې اندازه هم نه کړى شې.
څارنوال صيب! تاته به دا عمل د بشر د حقونو ، د بيان ازادۍ او د ډيموکراسۍ د ډنډورچيانو د خوشحالولو لپاره يوه ښه لاره او د هغوى سره همکاري ښکاري، او کېداى شي چې د همدې موخې لپاره دې ترسره کړې وي.
ښاغلى الکو صاحب!
ما د افغانستان ورځپاڼې په (١٣٨٨/١/٩) ګڼه کې ستا هغه مرکه ولوسته چې يادې ورځپاڼې له روز خبري اژانس څخه راخيستې وه.
څارنوال صاحب! تا ډېر ښه فکر کړى (!) احساس دې د ستايلو دى (!) هر څوک د دا ډول فکر ځواک نه لري (!) ستا هغه وړانديز يادوم چې ښايي په راتلونکې کې له ولسمشر کرزي څخه د انسانيت او په ځانګړي ډول د مسلمانانو د معجز کتاب، هغه کتاب چې رالېږونکى يې په صريحو الفاظو ويلي دي : (( بېشکه دا کتاب مونږ نازل کړى او مونږ د هغه ساتونکى يو.)) د سپکاوي کوونکي د بخښنې لپاره وړاندې کړى.
څارنوال صاحب! کله چې تا په خپله ژبه دا ډول يوه خبره کوله، نو غاښونو دې برېښ ونه کړ؟ ستونى دې وچ نشو؟ ايا په بدن دې لړزه هم ګډه نشوه؟
الکو صاحبه! ورځپاڼې ستا د تصوير په خپرولو سره داسې ليکلي دي: (( از رئيس جمهور ميخواهم غوث زلمى را عفوه کند))
ښاغليه! دا راز ستا له خولې ليکل شوي چې ګواکې ته اوس له څېرو هم خلک پېژنې چې د هغه د شکل نه دې د هغه د شخصيت درک لګولى دى.
محترم الکو صاحب! منم چې حقوقي ارواپوهنه ستاسو د مسلک په اړه بحث لري خو ماته ښکاري چې ګواکې په حقوقي او ژينيتيک ارواپوهنه کې ښه رسېدلى يې!
لوى څارنوال صاحب! غوث زلمى هغه بدمرغه سرغړوونکى او ستر ګناهګار دى چې زمونږ د سپېڅلي کتاب د بشپړې له مينځه وړنې لپاره يې يو فکري غورځنګ پيل کړى و او په فکري ډول يې خپلې موخې ته ځان رساوه.
دده دغه ماشومانه او بې عقله کړنه په هيڅ يوه انساني ذهن کې له هغه سره خواخوږي نشي پيدا کولى او د هر مسلمان احساسات لکه د اور تاو په جوش راولي خو نه پوهېږم چې ستا ذهن څنګه خاموشه دى ؟
او نه پوهېږم چې د هغه د شکل کلن زندان د تورو تمبو ماتولو هوډ ولې لرې؟