جګړې خلک په روحي او عصبي ناروغيو اخته کړي
د افغانستان په جګړه ككړو سيمو كي اكثره خلك په اعصابي او روحي ناروغيو باندي اخته دي.
د افغانستان اكثره هغه سيمي لكه هلمند، نيمروز، كندهار، زابل، غزني، خوست، پكتيا او پكتيكا او داسي نورو سيمو كي ډېرى خلك په اعصابي او روحي ناروغيو باندي اخته شوي، د افغانستان په كومو سيمو كي چي د ناټو د ځواكونو له خوا د طالبانو او نورو جنګياليو پر ضد په عملياتو كي چي كومي وسلې كارول كېږي نو په دې وسلو كي ډېر داسي مواد كارول شوي دي چي د بارودو له بوى او لوګيو څخه انسانان په بېلابېلو او ناوړه ناروغيو باندي اخته كېږي.
كه څۀ هم تر اوسه پوري په افغانستان كي د درملني دپاره ښه او پوره زمينه نه ده برابره او ډېرى ناروغان بهرونيو ملكونو ته د درملني دپاره ځي نو دا رنګه په كوټه كي هم د اعصابي او روحي ناروغيو په متخصصو ډاكټرانو باندي ځاى نه كېږي چي د افغانستان له پورته ياد شويو سيمو څخه راغلي وي، په تېره بيا په هلمند كي په هغو سيمو كي چي هلته ډېري جګړې كېږي او د بارودو لوګي پورته كېږي.
له هلمند څخه کوټي ته راغلي ناروغان او د ناروغانو خپل خپلوان دا ګيله كوي چي دولت په دې باندي غور نه كوي او د دې سيمو له دې ستونځو څخه كه څۀ هم ښۀ خبر دى خو بيا هم ځان نه خبروي، دوى د دا رنګه زهريله موادو په كارولو باندي له دولت څخه په كلكه بندېدلو غوښتنه كوي او وايي چي د دارنګه وسلو په كارولو دي سخته بنديز ولګېږي.
د دغه ناروغانو د خپلوانو د وينا سره سم چي هلته هر څلورم سړى او يا ښځه په دې ناروغۍ باندي اخته ده چي د علاج دپاره يې تر اوسه پوري هيڅ انتطام نه دى شوى او نه دولت دې ته پام را اړوي .
دا په داسي حال کي ده کارپوهانو لا له مخکي په افغانستان کي په يورانيوم او داسي زهري وسلو د کارولو په اړه خپګان ښکاره کړئ چي په دداسي وسلو په استعمال په نړيواله کچه بنديز لګول سوی دی ، تېر کال داسي اسناد هم خپاره سوه چي له مخي يې څرګندېدله چي امريکا او ناټو پوځونو په افغانستان کي په يورانيوم ککړي وسلې کارولي چي له امله يې د انسانانو پر روغتيا ، نوو زېږېدلو ماشومانو پر بدشکله ( سوء شکل ) کېدو او د حيوانانو تر څنګ پر کر کرهڼه هم بده اغېزه کړېده .
په دې اړه د يوه بل تفصيلي راپور لپاره دا ځای کليک کړئ .
اوبه، هوا او خاوره د راډيو اکټيوموادو په زهرو ککړ شوي دي
دجګړې او ناخوالوڅخه يې د خلاصون لپاره ستاسو نظر څه دئ ؟