دا د عدل کوم انداز دى ؟؟؟؟؟؟

40 | اپریل 16th, 2009


هغه وخت د غنمو کحطي وه ، ډېرو  خلکو درې وخته ډوډۍ دوه او يا يوه وخت ته راټيټه کړې وه .
که څه هم له هغه مهاله  دادى يوه نيمه لسيزه تېره شوې خو د محمداجان ماما خبره مې اوس هم په غوږو کې انګازې کوي .
 محمداجان د کلي سپين ږيري  بزګر و ، له همدې کبله  ټولو ورته ماما وايه .
 د محمداجان دوه غبرګوني لمسيان وو .
د لغمان اوړى ډېر تود وي ، کليوال ډېرى  د بيکارۍ په وخت کې ونو لاندې راټول وي .
 ځينې وخت ، مشران همدې ونو لاندې کوچنيان يو بل ته په غېږه بيايي .
 د محمداجان يو شپږ کلن لمسى د يوه بادار زوى ته په غېږ لاړ او چپه يې کړ ، خو  بادار ونه منله او بيا يې  ورته مقابلې ته وړاندې کړ ، خو درې ځله يې سر په سر څملاوه .


 محمداجان کله خپل خيرن لمسي او کله د هغه حريف ته کتلې ، غېږ کې ټينګ کړ  ، په سر  يې  لاس ورتېر کړ او بيايې په مايوسۍ وويل  : ((   ارمان چې تا خو په ماړه نس ډوډۍ خوړلى !. ))
هرځلې چې زموږ د ورزش اتلان  سيالۍ ګټي ، ماته هماغه د محمداجان ماما خبره را يادېږي .
زموږ د کرکټ اتلانو  د انګلستان په جرسي ټاپو کې چې شاخوا نهه مياشتې وړاندې کومې سيالۍ وکړې ،  نو د کوربه هېواد په ګډون يې ډېرې عصري ډلې ماتې کړې .


 خو هغه  مهال نورو ډلو بهترينه غذا خوړله ، خو زموږ اتلانو له چپس سره وچه ډوډۍ تېروله .
 دادى زموږ د کرکټ اتلانو تېره شپه سکاتلند ډلې ته ماته ورکړه  او که د خداى خوښه وي نو د ٢٠١١ کال نړيوالو سياليو ته به لاره ومومي  خو تراوسه يې لا فقر نه دى ورک شوى .
که زموږ اتلان يادو شويو سياليو ته لاره هم ونه مومي ، نو دومره ميدانونه يې  په لږو امکاناتو او وږو نسونو ګټلې چې د هر يوه په ياد بايد په ژوندوني يادګاري څلي جوړ شي . 


 عجيبه خو داده چې زموږ په نظام کې هغه څوک چې دکړنو له امله يې هېواد په نړيواله کچه په ادارې فساد ، قاچاق او … ککړ شوى ، څو قيمتي موټرې په اختيار کې لري  ، شېرپور کې کورونه لري ، صافى لاڼد مارک او کابل سرينا هوټلونه يې په خدمت کې دي ، خو هغه څوک چې دغه وطن ته وياړ ګټي ډېرى تراوسه خپل کورونه نه لري ،  د کډوالو په څېر ژوند تېروي او له چپسو سره ډوډۍ خوري .
 شاعر رښتيايي وايي :
 دا د عدل کوم انداز دى  لږ مې پوه کړه            چې دې زلفې چاته ټال او چاته دام شي
 


                                                                                        محمد نعمان دوست ، کابل
                                                                                                  د وري ٢٧مه

Copyright Larawbar 2007-2024