ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۲۲)

34 | اپریل 17th, 2009


اسلامي سیاست څه ته وایې؟
دظالم او فاسق حكمران په هكله


د امام ابو حنيفه رح  مسلك


  د فقهى په كتابونو کې يوه مسئله ذكر شوى   چې په  هغې کې راغلي دې  چې : د فاسق او ظالم حكمران په واسطه د ټاكل شوى قاضى پريکړې قانوناٌ جارى کیږي خو په دى شرط چې قاضى په خپله عادل وى او دهغه پریکړه د شريعت په خلاف نه وى. د دى څخه ځیني خلكوته اشتباه پيداشوى وه چې شايد امام ابوحنيفه رحمة الله عليه د خليفه لپاره د عدالت شرط اړین نه ګڼي ، نو د دى اشتباه دلرى كولو له پاره مشهور حنفى فقيه امام جصاص رحمة الله عليه ،چې په 370 هجرى قمرى كال کې مړ شوى دى، فرمايى چې :


  (ولا فرق عند ابى حنيفه رحمة الله عليه بين القاضى و الخليفه فى ان شرط كل واحد منهما العداله وان الفاسق لايكون خليفه ولايكون حاكما كما لا تقبل شهادته وخبره)


   [ د امام ابو حنيفه رحمة الله  په نظر د خليفه او قاضى ترمنځ په دى هكله كوم تو پير نه شته دواړو له پاره عدالت او دیانت شرط دى فاسق نه خليفه جوړیدې شي او نه قاضى .لكه څنګه ئى چې  شهادت او روايت نه قبلیږي 1] .


  د امام ابو حنيفه رحمة الله له نظره د فاسق حكمران په خلاف بغاوت كول او د قوت استعمالول روا دي، په دى شرط چې د هغه پرځاې عادل او صالح حكمران منځ ته را وستلاې شي، اوپه نتيجه کې  یې د كورنىو شخړو او د بى نتيجى وينى تويدلو اود نفسونو د ضايع كيدلو خطره او ويره موجوده نه وي .


  جصاص رحمة الله عليه فرمايى چې :


  ( وكان من قوله وجوب الامر بالمعروف و النهى عن المنكر فرض بالقول فان لم يوتمر فبالسيف.)


  ابو حنيفه رحمة الله عليه به ويل چې :[په ژبه امر بالمعروف او نهى عن المنكر فرض دى خو كه چيرى حكمران د نيکې حكم نه منى او په نيغه لاره نه ځي، نو بیا امر بالمعروف د تورى په واسطه واجبیږي2 ] .


  ابن الهمام رحمة الله عليه فرمايلى دى چې كه چيرى خليفه په لمړیو وختو کې عادل و، خود ټاكلو وروسته ئى د ظلم او فسق لاره ونيوله په دى حالت کې خو په خپله نه شي معزو ليدلا ي خو د هغه حكومت چپه كول روا دى. په دى شرط چې د دى حكومت د چپه كولو په وجه د دى نه بله لويه فتنه را پيدا نه شي3.


  علامه ماوردى رحمة الله عليه او قاضى ابو يعلى رحمة الله عليه لیکلي دى چې : [ د خليفه اهليت د هغه د عدل او دیانت د مجروح كيدو یاپه جسمانى تو ګه د بى كاره كيدو په اساس له منځه ځي ، او هغه بیا د خلافت وړنه ګرځي4 .]


  امام ابو حنيفه رحمة الله عليه د زيد بن على رحمة الله عليه د بغاوت او محمد بن عبدالله او ابراهيم بن عبدالله د بغاوت په دوران کې د هغوى سره مالې كومك کړې او خلكو ته ئى دهغوى سره د كومك كولو فتوى ورکړې وه 5.



  د خليفه منصبى فرائض


  د خليفه اصلي او منصبي دنده د دين اقامت او د شريعت جارى كول دي، د خلكو د حقوقو ساتنه او دهغوى د ښيګڼو له پاره تدبيرونه نيول د هغه د مهمو مسئوليتونو څخه دي . رسول الله صلى الله عليه وسلم امير ته راعى ويلى دى، نو په دى خاطر د رعيت دبنسټیز انسانى اړتیاو انتظام او دهغوى د مال، ځان او ابرو ساتنه او د هغوى د بنسټیزو انسانى حقوقو رعايت كول دهغه منصبى فريضه او مسئوليت دى .


  ماوردى رحمة الله عليه او ابويعلى رحمة الله عليه د دى فرائضو او مسئوليتونو لنډيز په لاندې تو ګه بیان کړې دى.


د دين ساتنه ، [د دين تعليم عام كول او له دين څخه دفاع كول] .
د شرعي قوانينو جارى كول .
عدل او انصاف منځ ته راوړل .
د مال ، ځان او ابرو ساتنه او د امن وامان راوستل.
د فوځ او وسلې انتظام كول ، او د دارالاسلام څخه دفاع كول .
د جنګيدونكو كفارو په خلاف قتال كول.
د رسمى خزانى ساتنه.
د اسلامي مالي سيستم رواجول ، په قومى خزانى باندى امانتدار پوهان ټاكل .
د معاش منصفانه نظام جوړول او د هغه په وخت وركول .
د خلكو د حالت څخه په مستقيمه تو ګه ځان خبرول 6. 
 
   د خليفه حقوق


  عادل حكمران ته په اسلام کې لوړه درجه وركول شوى ده او رسول اكرم صلى الله عليه وسلم د هغه  له پاره د خير غوښتنه د دين مهمه برخه او جز ګڼلى دې.


  ماوردى او ابويعلى رحمة الله عليهما ويلى دى : كوم حاكم چې د خپل رعيت د هغه حقوقو پاملرنه كوي د كومو یادوونه چې مونږ تر مخه و کړه نو په رعيت د هغه دوه  ډوله حق واجبیږي.


  لومړۍ دا چې د هغه تا بعدارى به كوي


  دوهم دا چې د هغه سره به كومك كوي ترڅو پورى چې د هغه په حالت کې بدلون را نه شي7 .


   بدر الدين ابن جماعه رحمة الله عليه ،چې په733 هجرى قمرى كال کې مړ شوى دى ،په خپل كتاب تحرير الاحكام فى تدبير اهل الاسلام کې لیکلي دى چې خليفه په امت باندى لس ډوله حقوق لرى چې د هغو اداء كول په ملت واجب دى :


  (۱)په پټه او په ښکاره دواړو حالاتو کې  د خليفه د خیر غوښتنه ، (۲)د هغه سره كومك كول،(۳) د زړه له كومى د هغه تابعدارى كول ، (۴)د هغه احترام كول،(۵) په ښه خبره ئې پوهيدل اوريدل او (۶)د بدى خبرى او غلطيو په لورئى متوجه كول،(۷) د ټولو سازشونو څخه دهغه   خبرول ،(۸) هغه د حكامو او عمالو د کړ ونو څخه خبرول ،(۹) د ملت د بهبود په كارونو کې د هغه لاس نيوى كول ،(۱۰) خلك د هغه د مرستى له پاره تیارول ، په ژبه ، مال او عمل سره د هغه څخه دفاع كول8 .


  د خليفه د وحدت او تعدد مسئله


  څرګنده ده چې ديموكراسى  (Democracy )[غربى بى دينه جمهوريت ] د ملت په حاكميت قايل دى نو په دى خاطر په هغى نظام کې نسل ، قوم او د هرى سیمي خلكوته د بيلو بيلو حكومتونو د جوړولو حق وركول شوى دى ، خو اسلامي ریاست كوم قومى، نسلى، نژادي یا وطنى حكومت نه دى ، بلكه خالص اصولى او فكرى حكومت دى. د ټولى نړۍ مسلمانان یواځې یو الله ج خپل حاكم ګڼي ، قران او سنت د خپل اساسى قانون په څير پيژنى ، محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل رسول او قائد پيژنى د يوى قبلى په لور لمونځ كوى ، او د حج په وخت کې  ټول يوه مركز [مثابه للناس] کې  راټولیږي او د حج مناسك اداء كوى ، مسلمان د رنگ ، نسل، رسم، رواج ، او جغرافیائى پولو د اختلاف سره سره يو قوم او ملت دى چې د اسلامي امت ، منځنى امت او د خيرامة [غوره امت] نوم ورکړل شوى دى، نو د يو ملت غوښتنه همدا ده، چې د هغه خليفه او سیاسي مشر هم يووى.، په اسلام کې د ازاّدۍ آند او انګیرنه   د سيكولریزم (Seculerism) او نيشنليزم (Nationalism) د بیرغچیانو او سیاستپوهانو د آند او انګیرنې څخه ډیر توپیر لري . هغوى غواړي د خپل نسل اونژاد  د اوسيدونكو حكومت   جوړکړي ، او يو انسان د بل انسان د جوړکړې قانون غلام او وفادار وګرځي .  اما د ازادۍ حقيقى مفهوم دا دى چې انسان د انسان د غلامۍ نه ازاد او د خپل خالق غلام وګرځي، يعنى توحيد ازادى ده او شرك غلامى ده .


  د نسل او وطن له اړخه راشدين خلفاء رضى الله عنهم عرب وو خو كله چې په ایران، شام ، خراسان، افغانستان، تركستان د هغوى حكومت جوړ شو. نو هغوى د عجمو خلك د عربو غلامان نه کړل او نه ئى پر هغوى د عربو جوړ کړې قانون جارى کړ ~ بلكه د هغى هيوادنو او سيدونکې ئى د پادشاهانو او سردارانو د غلامۍ څخه ازاد کړل او د خداى نازل کړل شوى قانون ئى پرى جارى کړ ~ كه چيرى دا غلامى هم وه خود عربو غلامى نه وه بلكه د كائناتو د خالق غلامى وه.


  اسلامي فتوحات او اسلامي خلافت استعمار او استثمار نه ، بلكه د توحيد او عقيدى په بنسټ ولاړ اسلامي نظام و كله چې د مسلمانانو د متحد خلافت نظام له منځه تللى د هغوى سیاسي قوت هم په كموالي اوزوال  پیل  کړې او نن چې د مسلمانانو شمير په نړۍ  کې( نژدې  یو نیم )زرميلونو ته رسیږي ~ بیائى هم خپل وقار په نورو ملتونو کې  بايللى دى. د پورته حقايقو څخه دا ثابتیږي چې د مسلمانانو له پاره په كاردى يو خليفه و لرى ، د مسلمانانو په تاريخ کې په يوه وخت کې د ډیرو ازادو حكمرانانو د موجوديت مثالونه شته او نن هم دمسلمانانو 42 ازاد هيوادنه موجود دى ، خو د مسلمانو پادشاهانو تګلاره  كوم شرعي دليل نه دى اصل دليل قران او سنت او د راشدينو خلفاو رضى الله عنهم تګلاره  ده .


  په دى سلسله کې څو احاديث د نمونى په ډول وړاندې كوو:


  و حَدَّثَنِي وَهْبُ بْنُ بَقِيَّةَ الواسِطِيُّ حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ الْجُرَيْرِيِّ عَنْ أَبِي نَضْرَةَ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الاخَرَ مِنْهُمَا.


  [ د ابى سعيد خدرى رضى الله عنه نه روايت دى چې رسول الله عليه وسلم فرمايلى دى چې كله دوه كسه خليفه ګان شي او د دواړو سره بيعت شوى وى نو هغه چې وروسته خليفه شوى وى هغه، كه چيرى د خپل بغاوت څخه لاس وا نه خلى، قتل  کړئ ] 9.


  (و حَدَّثَنِي عُثْمَانُ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ أَبِي يَعْفُورٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَرْفَجَةَ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ.)


  [ هغه څوك ووژنئ چې ستاسې يووالي له منځه وړي او ستاسې په ډله کې بيلتون او افتراق راولي په داسى حال کې چې تاسې د يوه شخص تر قیادت لاندې متفق شوى نو داسى شخص و وژنئ10].


  (حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ فُرَاتٍ الْقَزَّازِ عَنْ أَبِي حَازِمٍ قَالَ قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ خَمْسَ سِنِينَ فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الانْبیاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ تَكْثُرُ قَالوا فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ فُوا بِبَيْعَةِ الْاول فَالْاول وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ)


  [ د ابى هريره رضى الله عنه نه روايت دى چې  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى چې زما څخه وروسته به ډیر خلفاء [په يوه وخت] کې راشي . صحابه رضي الله عنهم  ورڅخه پوښتنه وکړه چې په داسى وخت کې به ستاسې حكم څه وى ؟ هغه ورته وويل د هغه چا په بيعت وفا وکړئ، او پرې كلك شئ چې لومړۍ خليفه جوړ کړې شوى دى ]11 .


  د دى احاديثو څخه دا ثابتیږي چې كله د امت اهل حل و عقد د داسى سړي سره بيعت وکړ چې د خليفه كيدو له پاره په اړینه شرطونو متصف وى نو دا بیا د ټولو مسلمانانو خليفه ګرځي .


  امام نووى رحمة الله عليه فرمايى :


  (واتفق العلماء على انه لايجوز ان يعقد لخليفتين  فى عصر واحد سواء اتسعت دارالاسلام ام لا.


   [ د اسلام علماؤ په دى خبره اتفاق کړې دى، چې په يوه وخت دوه كسه خليفه ګان جوړول روا نه دى كه د دارالاسلام پولى پراخه وى اوكه نه وى12].


  ماوردى او بويعلى رحمة الله عليهما دواړه ليکې  چې:


  ( لايجوز ان يكون للامه امامان فى وقت واحد وان شذ قوم فجوزوه)


   [ امت ته په يوه وخت کې  د دوه حكمرانانو ټاكل روا نه دى ځیني خلكو دا روا ګڼلى ده خو دا قول  شاذ [ ډیركم ] دى  يعنى د اكثريت د راى خلاف دى


  قاضى ابوبكر الباقلانى چې403 په هجرى قمرى كال کې  مړ شوى دى  او مام ابن حزم چې456 په هجرى قمرى كال کې  مړ شوى دى دوى دواړو هم په يوه وخت کې د مسلمانانو له پاره دوه حكمرانان ټاكل ناروا ګڼلې ~ ابن حزم رحمة الله عليه په الملل و النحل کې د دى د نه روا كيدو په هكله عقلى او نقلى دلایل په ډیره ښه توګه راغونډ او بیان کړې دى. د سقيفه بنو ساعده په انتخاباتى غونډه کې د دوه اميرانو د ټاكلو بحث راغى ، خو هغه صحابو رضي الله عنهم په اجماع سره رد کړ او يواځي د يوه خليفه ابوبكر رضي الله عنه سره ئې بيعت وکړ، د امام الحرمين  او شيخ عبدالقادر بغدادى رحمة الله عليهما تحقيق دادى چې  په يوه ځاې کې د دوه اميرانو ټاكل په اجماع سره ناروا گڼل شوى دى خو په دوه لرى ځايونوکې چې د هغوى په منځ کې دریابونه او یا غرونه حائل وى نو په دى صورت کې د دواړه علاقو خلك د خپلو ځانونو له پاره بيل بيل امير ټاکلې  شي13 .


  خو  شيخ عبدالقادر رحمة الله عليه چې دلته  كوم علت بیان کړيدى هغه نن موجووديت نه لرى~ د سائنس د پرمختگ په اساس نن د نړۍ د يوه كنج څخه تربل كنجه پورى په څو دقيقو یا سانيوکې اطلاعات او لارښونى رسیږي او مرسته هم كه په دقيقو کې نه وى په ساعتونو کې ورسيدلى شي .


  امام نووى د جواز قول ته فاسد ويلى دي : (وهو قول فاسد مخالف لماعليه السلف والخلف ولظواهر الا حاديث والله اعلم)


   [ دا يو غلط او فاسد قول دى چې د پخوانيو او اوسنيو ټولو علماؤد ويناو څخه مخالف دى او د احاديثو د ظاهرى حالت څخه هم مخالف دى 14.


  پاته په درویشتمه برخه کې ولولئ…

Copyright Larawbar 2007-2024