په لومړيو کې له دوده ډک کاينات
61
د لويې چاودنې (big bang) په وخت کې او يا که لږ څه په سپړلي ډول ووايو د کايناتو د خلقت په لومړيو شېبو کې څه پېښ شوي وو؟
په دريو لومړيو دقيقو کې نږدې ټول هغه عناصر،چې نن ورځ موجود دي منځ ته راغلۀ.هايدروجن او هيليم ددې عناصرو خورا ستره برخه جوړه کړه، له همدې امله نن ورځ د لمر او ټولو ستورو ستره منځپانگه هايدروجن او هيليم جوړوي، همدا عناصر دي چې د لمر په ګډون ټول ستوري د دوى د تعاملونو له امله ځلېږي.
اما په لومړيو کې د لويې چاودنې وروسته ټول عنصرونه،چې د دوى ډېرى برخه هايدروجن او هيليم جوړوي د دود د خورا لويو،لويو غوړسکو په ډول وو.
هغه وخت کهکشانونه، ستوري ،سيارې ، سپوږمۍ حتى هېڅ ډول سماوي اجرام موجود نه وو.
داسې کاينات و،چې له نننيو کايناتو څخه کوچني او له غازاتو ډک،لکه د وريځو لويې لويې ټوټې ، دا د وريځو لويې ،لويې ټوټې سوکه،سوکه په خپل منځ کې خوځېدې ، د غازاتو دا لويې غوړوسکې په چټکۍ په خپل منځ کې سره جدا کېدې،ځکه کاينات د پراخوالي يا غوړېدنګ په حال کې وو او دي.
ثم استوى الى السماء وهي دخان
ژباړه: بيا هغه د اسمان خواته متوجه شو،چې په هغه وخت کې مازې لوګى و.
د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ساينس پوهان د کايناتو دا د تکامل مرحله له وريځې او غبار سره تشبيه کوله ،خو قرانکريم دا لويې ،لويې غوړوسکې په پورتني مبارک ايت کې له دود سره تشبيه کړې دي.
په نوموَنه کې بيا هم ساينس ښوېدلى دى او په خپله تېروتنه يې اقرار کړى دى. ځکه ددې غازاتو لويه برخه له هايدروجن او هيليم څخه جوړه شوې وه،نو ددې دواړو غازونو دود بايد ګرم و،ځکه د دواړو ترکيب چې متراکم وي نو د لمر او ستورو په شان لوى لوى اورين( د اورپه شان ) غونډاري جوړوي.
لکه څنګه چې لومړۍ مرحلې وې او دا غازات لا دومره متراکم شوي نه وو نو د ګرمو غازونو شکل يې غوره کړى و ،نوله همدې امله ګرم غازات په دود تشبيه کول تر دې خورا پر ځاى او بېخي سمه خبره ده ،چې له وريځې او غبار سره چې ساړه غازات دي تشبيه کړو.
نامتو بلجيمي تشيال پوه جورج لميټر (George lemaitre) په ١٩٣٠ زېږدي کال کې په خپل يوۀ علمي لکچر کې ددې مرحلې لپاره چې ګويا کاينات له وريځو او غبار ډک وو، د ( دود ) (Smoke) کلمه وکاروله.
موريس بکايى چې يو نامتو ليکوال دى په خپل مشهور نښېر(اثر) (بايبل،قران او ساينس)کې ليکلي،چې په قرانکريم کې ددې مرحلې لپاره د دود د ويي (کلمې) کارول واقعاً يوۀ داسې تشبيه ده ،چې ټول ساينس پوهان يې ګوته په غاښ کړي دي.
.بيا د دود دا غوړوسکې د مادې د څلورو قوانينو پر بناء ،چې په راتلونکي کې به ذکرشي ،په کهکشانونو،چې هر کهکشان په لسهاوو بيليونه ستورو،سلهاوو بيليونه سيارو او په زرهاوو بيليونه سپوږميو او نورو اسماني اجرامو مشتمل دي،بدل شو. يعنې ټول کهکشانونه ستوري ،سيارې ،سپوږمۍ او سماوي اجرام د مادې د اصولو پر بناء د همدې دوه ډوله غوړسکو د بدلونونو له امله ، د لوى الله(ج) په امر جوړ شول.
نوددې متن څخه دا پايلې لاس ته راځي.
الف: کاينات د لويې چاودنې او د هايدروجن او هيليم او نورو عناصرو له تشکيل څخه کافي مودې وروسته له دود ډولۀ غازاتو ډک وو او بس.
ب: دا پاشلي دود ډوله عنصرونه له يوۀ اوږد مهالي تکامل چې تر شاه يې د لوى خداى (ج) امر او اراده وه د ځمکې او د کايناتو د ټولو اجزاوو د جوړښت سبب شول.
نو اوس هغه پورتنى ايت شريف په پوره ډول ليکو ،چې ددواړو موضوع ګانو بيانونکى دى.
ثم استوى الى السماء وهي دُخان فقال لها وللارض ائتيا طوعاً او کرهاً قالتااتيناطائعين.
ژباړه: بياهغه د اسمان خواته متوجه شو چې په هغه وخت کې مازې لوګى و،هغه اسمان او ځمکې ته وويل منځ ته راشئ ،که تاسې وغواړئ اوکه ونه غواړئ،دواړو وويل موږ رامنځ ته شوو د فرمان منونکو په توگه.
پورتنى ايت شريف په واضح او سپړلي ډول تشرېح کوي ،چې ځمکه او اسمان(کاينات) ټول له هماغه دود څخه جوړ شوي دي.
دا پروسه تر اوسه دوام لري ،ساينس پوهانو د مجهز او وروستي موډ تلسکوپ په مټ ډېر لرې ،لرې سيمې چې له موږ څخه په ميليونونو،ميليونونو نوري کاله واټن لري ګوري ،چې څنګه پاشلې زرې د ستورو د جوړېدو په حال کې دي.
يو نوري کال هغه واټن دى چې رڼا هغه فاصله په يوۀ کال کې وهي. نُور په يوه ثانيه کې ٣٠٠٠٠٠ کيلومتره واټن طى کوي چې د يوکال مزل يې ٩٤٦٧٢٨٠٠٠٠٠٠٠ کيلومتره کېږي، دا يو ډېر لرې واټن دى ،چې انسان به هېڅکله د دومره اوږدې فاصلې په طى کولو ﻻس برى نشي .
د نن ورځې تر ګردو چټک فضايي توغندى به په خپله ټوله چټکتيا ،بې له کومې دمې، دا واټن په زرګونو کالونو کې ايله طى کړي.
نوربيا…