کور / تازه خبرونه / ولسمشر كرزي له ننګرهار څخه لنډه ليدنه وكړه

ولسمشر كرزي له ننګرهار څخه لنډه ليدنه وكړه

د افغانستان ولسمشر حامد كرزى نن غرمه په يوه لنډ سفر جلال آباد ښار ته ولاړئ او تر دوو ساعتونو وروسته، بيرته كابل ته وخوځېدئ.
حامد كرزي د جلال آباد په شاهي ماڼۍ كي د هغو كورنيو له استازو او قومي مشرانو سره وكتل چي تېره اونۍ يې د شيرزادو په ولسوالي كي يوې سختي زلزلې ځپلي وو.
ښاغلي كرزي وويل جلااباد ته يې د ننني سفر يوازينۍ موخه سياسي نه، بلكي له دغه كورنيو سره غمشريكي او له هغوى سره د مرستو ژمنه ده.
ولسمشر كرزي د شيرزادو ولسوالۍ اوسېدونكو ته ډاډ وركړى چي عربي هيوادونو د دوى د كورونو په جوړولو كي د مرستي ټټر ورته وهلى دئ.
تېره اونۍ د ننګرهار د شيرزادو ولسوالي يوې زلزلې وځپله چي ۲۲ كسان يې مړه، تر شپېتو زيات يې ټپيان او د ۳۵۰ په شاوخوا كي كورونه ويجاړ او د ۵۰۰ په شاوخوا كي څاروي پكښي مړه سول.
كه څه هم د زيانمنو سوو كسانو سره د ولسمشر كرزي خواخوږي او د مرستو ژمنه به تر يو حده هغوى ته ډاډ وركړي، خو د نړۍ په نورو هيوادونو كي د دغسي پېښو او طبعي آفتونو پر مهال د هغوى مشران تر پېښي وروسته دستي اصلي سيمي ته ځي او حالات له نيژدې څخه ګوري.