کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی ننګرهار ته راغلی و

ولسمشر کرزی ننګرهار ته راغلی و

نن ۵ شنبه ولسمشر حامد کرزی ننګرهار ته راغی. نوموړي وويل د ی په دې موخه ننګرهار ته راغلی چې په شيرزادو ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنيو سره خپله خواخوږي وښيي.ښاغلي کرزي زياته کړه کومې پيسې چې ده د غويي د اتمې او د مجاهدينو د برياليتوب په جشن لګولې هغه به په شېرزادو او د بدخشان په کشم کې افت ځپلو خلکو ته ورکړي. هېره دې نه وي چې تېره اونۍ د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې زلزلې ۲۲ تنه ووژل، ۵۹ نور يې ټپيان کړل، ۶۰۰ کورونه زيانمن شول او ۴۵۰ څاروي پکې هم له منځه لاړل.