دپاکي ميني جام

سعيد لودين | اپریل 23rd, 2009


  زړه راته وايې چه مین يمه ارا م غواړم
دپاکې مينې د شرابو يو ډک جام غواړم
ښه دی چې ډوب شم په نشه کې هميشه ددلبر
خدای د زماپه قسمت وکړې کوڅه ددلبر
خوښ به شم هلته چه سرکيدم پر اوږه ددلبر
دخدايه وصل دخپل يار سهار ماښام غواړم
 دپاکې مينې د شرابو يو ډک جام غواړم
بېتابه پروت يم په خيالو کې د خپل يار هميشه
فکر مې ورک وي په يادوکې ددلدار هميشه
ديدن ته راشي په خوبو کې زما نګار هميشه
داشنا مينه مي په ژوند کې تل مدام غواړم
دپاکې مينې د شرابو يو ډک جام غواړم
دعشق پرلاره باندې ځم ګوندې جانان ووينم
يا چې دیارولور ته ځي هغه کاروان ووينم
پروامې نشته که دژوند په کې تاوان ووينم
خپل د سلام په جواب زه ديار سلام غواړم
 دپاکې مينې د شرابو يو ډک جام غواړم
خبر يم مینه رسوايي ده خوپروا نه لري
غريب هغه دی چه هر څه لرې اشنا نه لري
افسوس پر هغو چې هيڅ مينه او وفا نه لري
(سيده ) تا په بې وفا وو کې ناکام غواړم
دپاکې مينې د شرابو يو ډک جام غواړم 
  ۲۱/۰۴/۲۰۰۹

Copyright Larawbar 2007-2024