١٩ کلن افغان اتل ټيم د ٢٠١٠ نړيوال جام ته لاره و موندله 

محمد هارون خپل شعشعي | اپریل 29th, 2009


نن د افغانستان د ١٩ کلنو څخه کم ټيم د نيپلا سره لوبه وکړه چي لومړى لوبه نېپال پيل کړه او په ٥٠ اورونو کي يې د ٨ لوبغاړو په سوځيدو سره افغان لوبغاړوته ١٧٨ منډي هدف و تآکه .

 افغان لوبغاړو په پنځه ٤٥ اورنو کي د نيپال لخوا ورکړل سوي هدف ته ځان و رساوه چي په دې توګه يې نيپال ته ماتي ورکړه او د ٢٠١٠ نړيوالو سياليو ته يې لار و موندله .






تفصيلي راپور : ن ٠ مومند کلفورنيا



افغانان يو ځل يبا اتلان شول او د ۲۰۱۰ کال نړيوالې اتلولۍ ته ئې لار وموندله


نن په کویټ کښي افغاني شازلمو نیپال په ماتې ورکولو سره نه یوازې ځانونه پایلوبې ته ورسول بلکې ددې جوګه هم شول چې د٢٠١٠ کال دتنکیو زلمیانو په نړيوال جام (اتلولۍ)  کښي برخه واخلې . چې په کينيا(Kenya ) کې به د٢٠١٠ م کال د فيبريوريپه مياشت پيل کيږي او شپاړس لوبډلې به پکې برخه اخلي . 


 دا اتلولي په هرو دوو (٢) کلو کې سرته رسيږي .نن دنيپال لوبډلې پچه وګټله او منډې جوړول يې غوره کړل . په ټاکل شوو اوورونو کې يې داتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٦  منډې يې جوړې کړې چې دا دافغان پنډسک اچونکو (بالرانو)د وړتيا څرګندوي کوي .


افغانستان د١٨٧ منډو دموخې پوره کولو لپاره ملا وتړله او دا موخه دڅلورو لوبغاړو په سوځېدو سره   ٤٧،١ اوورونو کې لاس ته راوړه او نيپال ته په شږو وېکټو ماتې ورکړه .


 ايمل وفا ٦١  او اصغر هوتک ٤٧ په منډو جوړولو سر ه ښه وځلېدل , پیاوړی ایمل وفا دلوبې غوره لوبغاړی   غوره شو.


 د١٩ کلنو زلمیانو په نړيوالې اتلولي کښي تر اوسه  استراليا :١٩٨٨  او ٢٠٠٢   انګلينډ١٩٩٨  پاکستان ٢٠٠٤ او ٢٠٠٦  انډیا(هندوستان) ٢٠٠٠ او ٢٠٠٨ کښي برخه اخيستې ده .


د لراوبر افغانستان ټول همکاران ۱۹ کلن افغان اتل ټېم او ټولو افغانانو ته د زړه له کومي ددې ستر برياليتوب مبارکي وايي !

Copyright Larawbar 2007-2024