" /> " /> " /> " /> استاد جليل ځلاند په ابدي خوب بيده سو – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / استاد جليل ځلاند په ابدي خوب بيده سو video

استاد جليل ځلاند په ابدي خوب بيده سو video

استاد جليل ځلاند 


د افغانستان راډيو پخوانى هنرمند استاد جليل ځلاند د ۷۹ كالو په عمر
وفات سو.
د آزادۍ راډيو وايي استاد ځلاند پرون د پنجشنبې په ورځ د متحده ايالاتو
په كلفورنيا كي د دماغي سكتې له كبله وفات سو.
له ارواښاد ځلاند څخه اوو
اولادونه (څلور زامن، درې لوڼي) پاته دي چي ټول يې په موسيقي پوهېږي، خو دوې لوڼي
شهلا ځلاند، سيهلا ځلاند او يو زوى يې فريد ځلاند عملاً د پلار په څېر د موسيقۍ د
مينه والو په خدمت كي ولاړ دي.
استاد ځلاند په سوونو سندري ويلي، كمپوزونه يې
جوړ كړي او شاګردان يې روزلي چي پر اولادونو سر بېره يې د افغانستان مشهور سندرغاړى
احمدولي هم له شاګردانو څخه شمېرل كېږي.


استاد ځلاند ځيني پښتو سندري هم ويلي دي د بېلګي په ډول  (( زما لالی تر ګل نازک خاورو ته ځينه ، باغوانه  – ورو 
ورو سرداره ))
   سندره يادولای سو ، تاسو دا سندره دلته په ويډيو
کي ليدلای سئ .


د لر او بر ويبپاڼي اداره د ارواښاد استاد جليل ځلاند پر مړېنه
خواشيني څرګندوي، په هنري خدمتونو يې وياړي، د لوى خداى (ج) له درباره د مغفرت
غوښتنه ورته كوي او د كورنۍ ټولو غړو ته يې جميل صبر غواړي.