زرداري:د بشپړ ثبات تر تامینیدو پورې به عملیات روان وي
52
د پاکستان ولسمشر ښاغلي اصف علي زرداري ویلي دي چې نړۍ ته اوس ددې خبرې احساس پيدا شوی دی چې د ترهګرۍ خلاف باید یو موټی شي ،ځکه چې د ټولو دښمن یو دی ـ پاکستان به تر هغه وخته پورې ترهګرو خلاف جګړې ته دوام وبخښي ترڅو چې د اورپکو پوره صفايي نه وي شوي ـنوموړي زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ملګرو هیوادونو په مرسته منندویې دی ـ اصف زرداري دا خبرې د رچرډهالبروک ،جان کیري او حامد کرزي سره د ګډ ملاقات روسته خبریالانو سره وکړې ـ