د ملي امنيت کسانو ليکوال او مدافع وکيل اجمل هوډمن نيولئ دئ

د لراوبر اداره | مې 12th, 2009


په ميدان وردګو ولايت کې ددريځ دمهالنۍ جريدې مسول مدير او دانټر حقوقو دنړيوال پراختيا دمرکز مدافع وکيل اجمل هوډمن دغوايې په ٢١مه سهار مهال هغه وخت چې له خپل کورڅخه ددفتر په لور روان وودملي امنيت لخوا نيول شوئ اوتوقيف شوئ دئ .

دهوډمن دکار ملکري لراوبر ويبپاڼې ته وويل چې هوډمن دملي امنيت ادارې نيولئ اوپه ٩٠ مه اداره کښي توقيف دئ .

نوموړي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وويل چې هوډمن دهرې اونۍ په سر کې دشمشاد له ډټلويزيون سره دورځپاڼو دکره کتونکي په توګه ميلمه وي اوپه ورځنيو پيښو نظر ورکوي .

نوموړي وويل چې هوډمن تيره اونۍ دولسمشر کرزي دنويو مرستيالانو قسيم فهيم او خليلي اړه څه خبرې کړي وي چې ګواکي هغه پخواني جنګسالاران دي  نوده وويل چې کيداي هماغه په خاطر يي نيولي وي .

اجمل هوډمن تکړه ليکوال اودسياسي چارو دکار پوه په توګه هم وخت ناوخت له رسنيو سره مرکي کوي .

ددي ترڅنګ هغه يوتکړه مدافع وکيل هم دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024