کور / تازه خبرونه / کراچۍ:ښارکې د ۱۲مۍ وېرنمانځل کیږي

کراچۍ:ښارکې د ۱۲مۍ وېرنمانځل کیږي

نن د ولسم مۍ د ویر په مناسبت د کراچۍ ښار ټول سرکونه او واټونه د یوې هدېرې منظر پیش کوي ـ په ښار کې د ګاډیو بیرو بار د نشت برابر دی ـ دښار اوسیدونکي د وېرې او ترهې ښکار دي ـ د امنیت ټینګ ساتلو په موخه ځایې په ځایې امنتي کسان پیره ورکوي ـ ددې سربیره د ترافیک پولیسو ته د ثبات ساتلو دپاره وسلې ورکړل شوي دي  


د دولسم مۍ په مهال که څه هم ایالتي حکومت یوازې د وېر اعلان کړی دی خو بیا هم دښار وضع سمه نه ښکاري ـ پرون ددوشنبې په ورځ د وزیراعلی په دفتر کې د عوامي نیشنل ګوند ،متحده قامي تحریک او پیپلز ګوندد مشرانو ترمینځ په ښار کې د سولې او امن د ټینګښت دپاره سره یوه جرګه  وشوه خو بیا هم ښاریان ښار ته وتلو څخه ډډه کوي ـ نن په ټول ایالت کې ښوونځي او نورې دولتي  ادارې بندې دي ـ


د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ښاغلي شاهي سید ټولو پښتنو نه خواست کړی دی چې باثباته اووسي او په خپلو کورنو تور بیرغونه اوچت کړي ،د ۱۲ مۍ د شهیدانو په یاد کې قران خوانۍ وکړي ـ  


دیادونۍ وړ ده چې د نن نه دوه کاله دمخه د پرویز مشرف د حکومت په مهال په همدې ورځ د پاکستان د سترې محکمې لېرې کړې شوې قاضي افتخارمحمد چودري کراچۍ ته د راتللو د هرکلي په کاروان د کراچۍ د یو لساني ګوند له لوري ټکان شوي وو چې پکې د ۳۵ نه زیات پښتانه وژل شوي ووـ د دولسم مۍ د قربانیانو په یاد کې د کراچۍ دپښتنو د نماینده ګوند مشرتابه د ایالتي حکومت نه د رخصتۍ غوښتنه کړی وه ،او ددې رخصتۍ یا نه رخصتۍ په سر سترې ناندرې رامنځته شوې وې ـ د متحده قامی تحریک ددې رخصتۍ په ضد کې وه ـ د پیپلز ایالتي او مرکزي واکمن ګوند ددې لوي متحد ګوند د مخالفت له سببه حکومت د ډېر شش و پنج نه روسته د پښتنو د مشرتابه غوښتنه ومنله او په صوبه کې یې د عامې رخصتۍ اعلان وکړو ،د رخصتۍ دا اعلان شاید د پاکستان په سیاسي صورتحال کې یو بل بحران رامنځ کړي او متحده قامی ګوند شاید د پیپلز واکمن ګوند له حکومت څخه جلا شي ـ