جنوبي وزیرستان کې د امریکايي الوتکی بمباري ځلور مړه

52 | مې 12th, 2009


د جنوبي وزیرستان  د وانا سره نزدې د سرخواره په سیمه کې د امریکايي الوتکې د بمبارۍ په نتجه کې څلور تنه مړه شوي دي ـ د خبرو نو تر مخه  یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ځایې اوسیدونکی کور  باندې څلور میزایل توغولي دي چې د لمړنیو خبرونو ترمخه پکې څلور کسانو مړي راویستل شوي دي ـ  اټکل کیږي چې د نړیدلي کور له خاورو نه به نور مړي یا ټپیان هم راویستل شي ـ دا چې په مړو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شته ددې مالومات تراوسه ندي رارسیدلي ـ

Copyright Larawbar 2007-2024