ايتلاف: يو مخالف وژل شوى، اووه نور نيول شوي دي

34 | مې 12th, 2009



آيتلافي ځواكونودسې شنبې په ورځ ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره خبروركړ چې په ګډه يې له افغان ځواكونوسره په پكتيكا او ننګرهار ولايتونوكې يو لړخاص عمليات وكړل، چې په ترڅ كې يې يو تن طالب وژل شوي اواوه تنه نور يې نيولي دي.لومړى امنيتي ځواكونوپكتيكاد ښرنې په ولسوالۍ دطالبانوته دوسلواوبهرنيوجنګياليو سره دمرستې په تور په همدې خاطريې عمليات وكړل.خبرپاڼه زياتوي چې كله امنيتي ځواكونه سيمې ته ورسيدل يوتن په يوه كوركې چې كمين يې نيولى واوامنيتي ځواكونوته يې تسليميدل ونه منل نووژل شو،اوبې دكومې پيښې دوه تنه نورلاس په لاس ونيول اوپه همدې كوركې يوشميربمونه اودوسلولويه زيرمه يې هم كشف كړه. له بلې خوادننګرهارولايت دسره روددولسوالۍ په مربوطاتوكې يوطالب چې په يوشميرتروريستي بريدونو كې لاس درلود د امنيتي ځواكونولخوادطالب قومندان په شمول يې له يوه كورڅخه پنځه تنه ونيول.ياده دې وي چې خبرپاڼې دافغان اوائتلافي ځواكونوداوښتوزيانونوپه هكله څه نه دي ويلي

Copyright Larawbar 2007-2024