کور / تازه خبرونه / عباس: د سوات په عملياتو كي لاسته راوړني لرو

عباس: د سوات په عملياتو كي لاسته راوړني لرو


د پاكستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو كي د سوات په بېلابېلو عملياتو كي د پام وړ لاسته راوړني لري.
جنرال عباس د پنجشنبې په ماپښين وويل په سوات كي له څلورو خواوو څخه طالبان محاصره دي، په جنګ كي خورا شدت راغلى چي له امله يې ۹ پاكستاني پوځيان او ۵۶ طالبان وژل سوي دي.
هغه د يوې برتانوۍ ورځپاڼي هغه راپور رد كړ چي ويل يې د پښتونخوا ايالت پر ۷۰ فيصده خاوره د طالبانو كنټرول دئ.
د يوه سوال په جواب كي جنرال عباس وويل دغه عمليات له طالبانو څخه د خلاصون په موخه پيل سوي دي چي تر څو طالبان قانون ته سر ټيټ نكړي، د پوځ عمليات به يې په وړاندي روان وي.
د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د رواني اونۍ په پيل كي په يوه ټلوېزوني وينا كي له پوځ څخه غوښتي وو چي د طالبانو ريښې وباسي.
د سوات حالات وروسته له هغه كړكېچن او سخت جنګونه پكښي پيل سول چي د حكومت او مولانا صوفي محمد د طالبانو ترمنځ د سولي تړون مات سو.
د ملګرو ملتونو د UNHCR اداره وايي له سوات او دير څخه د پښتونخوا مركز پېښور ته تر پنځه سوه زره زيات كسان د جګړې د بېري بېځايه سوي دي.