په وينولمدې څڼې

سعيد لودين | مې 14th, 2009


په زړه مې دبلادردونوغردی رالويدلی
له يوپاسه يوپرهرپه بل پرهردی رالويدلی


په کوم هنریې اوباسم کيدای شې پکې مات شي
 دې زړه ته مې يوغشی دنظردی رالویدلی
 
چې ایخوادېخواتښتي سرپناه لټوي ځان ته
په خلکوددې ښارخوڅه خطردی رالويدلی


يوداسې وخت به هم چيرې زمونږپه ژوندکې راشي
چې پښوته دکمزوري زوروردی رالويدلی


په وینولمدې څڼې اخ څه شغ نري بريتونه
له کومې يوې تنې دا مغرورسردی رالويدلی


مغل جنګي سپاره به پښتني غرورټيټ نکړي
 ميدان ته دخوشال بابالښکردی رالويدلی
 
مستانه توري یې راوړل ځﺉ غزل پکې رانيسو
شاعره خيال دې ندی سمندردی رالویدلی

»

Copyright Larawbar 2007-2024