کور / شعر / غزل- د نجونو تعلیم پر بندیدلو احتجاج

غزل- د نجونو تعلیم پر بندیدلو احتجاج

غزل ….

ستا تـــــــــر ملغلـرو اوښــــکو جار سمه
ستا د ښوونځۍ مـــــــختـه په دار سمه

حق که مي د خـپلي خورکۍ واخیستی
بـیا به پــه نرانـــــــــو کي شمار سمه

زدکـړه به دي وده او تکثیر وکـــــــــــړي
سـتا انځورګـــــــرۍ ته که معمـار سمـه

زه کــــــه د یزیــــد غاړي ته پړی سـوم
وروسـته به زه سـتا د غـــــاړي هار سمه

وروره بـــې تعلــــیمه او اســــــــتاده زه
څـو ترڅـو په کـــــــــور کي انتظار سمه

ماتــــــه مي خورکۍ همــــدرده وویـل
څــنګ پر څــنګ به سـتا سره پر لار سمه

عصمت الله همدرد

نوټ چي په هر قیمت وي موږ غواړو زموږ د خویندو پر مخ د ښوونځۍ دراوزې پرانیستل شي .