کور / سياسي / افغانستان کې طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل !

افغانستان کې طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل !

سرچېنه: د جرمني ډېرشپیګل انلاین
ژباړه: س ببرک زی ځدراڼ

دا خبر همدا اوس په جرمني کې خپور شو:

د طالبانو دا اعلان چې انجونو ته به اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړ شي، پر نړیوال کچ د نړیوالو څارونکو د ارامښت یو لامل ګرځیدلي وه، خو دا اجازه په ښکاره ډول یوازې د خورا لنډې مودې لپاره وه.

د سختدریځو اسلامپالو طالبانو له خوا د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان ظاهراً پای ته نه دی رسېدلی.
د پرله پسې راپورونو له مخې، د طالبانو مشرتابه یوه اړونده خپله اعلامیه بیرته واخیسته.
طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر ښوونځیو بندیز ”غځولی دی”

موږ د نجونو ټولو لیسو او هغه ښوونځیو ته خبر ورکوو, کوم چې شپږم ټولګي او تر هغه پورته ښځینه زده کونکي لري تر راتلونکې پریکړې یا تر امر ثاني پورې وځنډولي شي، “.
د رویټرز خبري اژانس لخوا راپور شوي بیان کې ویلي شوي. په پیل کې د دې ګام لپاره هیڅ دلیل نه و.
د پوهنې وزارت یوه ویاند ای اېف پي خبري اژانس ته وویل، “موږ اجازه نه لرو، چې په دې اړه تبصره وکړو.”

د AFP خبریالان د افغانستان پلازمینې کابل کې د زرغونې لېسې څخه فلم چمتو کړي او اخیستلي، کله چې یو ښوونکی ټولګی ته راننوت او ټول زده کوونکې یې کور ته ولېږل.
د زرغونې په لېسه کې له اوښکو ډکو سترګو سره خفه زده کوونکو خپل کتابونه وتړلي، خپل درسي شیان یې بسته کړي او له ټولګي څخه ووتلي.

د طالبانو اعلامیې په خلکو کې هیلې پیدا کړې وې.

د طالبانو له واک څخه د اوو میاشتو څخه زیاتې مودې وروسته، نجونې د چهارشنبه تر سهاره په کابل کې د منځني ښوونځي ټولګیو ته ستنې شوې. دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې د هیواد په نورو ولایتونو کې بیا په ټولګیو کې برخه واخلي.
د پوهنې وزارت یوه ویاند تېره اوونۍ اعلان وکړ: «ټول ښوونځي به د هلکانو او نجونو پر مخ پرانیستي وي.

د ښځو د تعلیم حق د طالبانو له نا پیژندل شوي حکومت سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو شرطونو څخه دی.
کله چې اسلامپالو د تېر کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، نو په رسمي ډول یې د کرونا ناروغۍ له امله ټول ښوونځي وتړل.

دوه میاشتې وروسته، یوازې هلکانو او یو څو ځوانو نجونو ته اجازه ورکړل شوه چې ټولګي بیا پیل کړي. د طالبانو د واکمنۍ په وروستۍ دوره کې، د 1996 – 2001 کلونو ترمنځ، ښځې له زده کړو او ډېرو کارونو څخه منعې شوې وې.

يادونه: دا هم د طالبانو د شپږو میاشتو راهیسې د حکومتوالي پلانونه او د زده کړې ستراتیجۍ، چې د ټولو منل شویو نړیوالو او اسلامي نورمونو او ارزښتونو خلاف عمل دی.
یو طالب یو څه وایې، بل طالب بل څه وایې، افغان ولس او نړیوال د دغو نا اهلو خلکو تماشا ته حیران دي ….