کور / راپور / د اروپا دپاره د پي ټي ایم دټاکنو کمیسون اعلان سو او لوړه یې وکړه.

د اروپا دپاره د پي ټي ایم دټاکنو کمیسون اعلان سو او لوړه یې وکړه.

نیټه: ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتى ۱۹ مه نېټه
په دې مناسبت جوړه سوې غونډه چي ښاغلي زاهدالله رښتین مخته بېوله، د فرهنګي شخصیت امین باوري په کوربه توب د بلجیم په مرکز بروکسل کي جوړه سوه.
د غونډې اجندا:
۱- د اروپا د پاره د پي ټي ایم د همږغۍ کمیټې ( سي سي)د غړو ملکونو د تیري دورې کاري راپورونه.
۲- د مرکزي پي ټي اېم له خوا په اروپا کې د ټاکنو د دریم پړاو د پاره د ټاکل شوي کمیسیون د لوړې (سوګند) اخستل.
۱- په لمړې برخه کې راغلو میلمنو ته د په بلجیم کي د پي ټي ایم مشر ښاغلي مالِک بازي ښه راغلاست ووایه او ورپسې د ناروې، بلجیم، هالنډ ، جرمني، فرانس، او اتریش هیوادونو خپل د تیرو دریو کالو کاري راپورنه وړاندې کړل، د مرکزي مشرتابه او پخپلو هیوادونو کې یې د پي ټي اېم د فعالانو او مرستندویانو د اعتماد او تیرو کلونو د هلوځلو او همکارېو مننه وکړه. ټولو راغلیو مسولینو او استازو د غورځنګ د راتلونکي دپاره دبیا بیا همکارۍ او همغږۍ ژمنې وکړې.
۲- د سوګند اخستلو مخکي مشر منظور احمد پښتين د خپلي ارزښتناکی وینا په ترڅ کې د اروپا د پي ټي اېم د هلو ځلو قدرداني وکړه.
بیا د تاکنو د کمیسیون غړو څخه د مشر منظور پښتین له خوا سوګند واخستل شو.
 د ټاکنو د کمیسیون غړي:
◦ښاغلی فضل الرحمن افریدی – فرانس
◦ښاغلی مصطفی احمدزی – فرانسی
◦ښاغلی رحمن الله مومند – بلجیم
◦ښاغلی بریالی وزیری – هالنډ
◦ښاغلی سراج الحق ببرکزی ج – رمنی
◦ښاغلی نصیر ستوری – جرمنی
◦ ښاغلی ډاکټر مصطفی – ناروی
◦ښاغلی ډاکټر ذاکر سادات – انګلیستان
◦ښاغلی ظفر افغان – انګلستان
◦ښاغلی ولی خان بړېڅ – سویډن
◦ښاغلی امېد خان ځدران د سویډن
◦ښاغلی قدوس افریدی – اتریش
◦ښاغلی عدالت خان افریدی – اتریش
د غونډی په وروستې برخه د نننۍ غونډې د پاتې ګډونکونکو څخه هم ددوی په خپله غوښتنه او د ټاکنو کمیسیون د تایید وروسته د مشر منظور پښتین له خوا د غړیتوب لوړه واخستل شوه چي پدې توګه په اروپا کې د پي ټي اېم غړیتوب د پروسې لمړی ګام واخستل شو او مشر منظور پښتین ټولو ملګرو ته د هغو د غړیتوب مبارکي ورکړه.
د غونډه په پای کي ملګرو د افغانانو په روانو ستونزو باندی رڼا واچوله او د راتلونکی دپاره یی د خپلو کارونو د اغېز او لاسته راوړنو د لا ښه کولو دپاره په خپلو کاري طریقو کې د مثبت بدلون راوستلو پر لارو چارو بحث وکړ او یو او بل ته یی لازمې لارښونې وکړې.
په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ له پیل څخه ددې په ملاتړ هلي ځلي پیل سوي دي خو لومړنی ټاکنیز کمیسون بیا د هغه کال په اوړي کي اعلان سو چي لږ تر لږه په بلجیم، هالنډ، سړیډن، برتانیا او فرانسه کي کمیټې جوړي سوي وې.
ددې غورځنګ د مرکزي تګلاري جوړیدو او په محکومه پښتونخوا کي د تنظیم سازۍ بشپړیدو وروسته اوس د غړیتوب او سراسري ټاکنو پیل هم دادی له هیواده بهر اول په اروپا کي پیل سو.

Ptm europe