کور / سياسي / پوتین څوک دی؟ او څنګه د نړۍ په یوه مهمه څېره بدل سو؟

پوتین څوک دی؟ او څنګه د نړۍ په یوه مهمه څېره بدل سو؟

ولادیمیر ولادیمیروویچ پوتین د ۱۹۵۲م د اکتوبر پر ۷مه په لېننګراد(اوس سن پیترزبرګ) ښار کي وزېږېد. په ۱۹۶۰م کي د یاد ښار یوه ښوونځي ته ولوېد. د عمر پر دوولسم کال یې جودو کراټه او دغه‌راز د مارکس، لېنن او انګلز اثار لوستل پیل کړل. نوموړی یو شرمیندوکی او ګوښه‌نشین ځوان وو. د خپلي همدې ځانګړتیا په برکت یې په جودو کي ډېر پرمختګ وکړ. دا هغه ورزش دی چي تر ننه یې لاس نه دی ځني اخیستی.
لوړي زدکړي يې د لېننګراد پوهنتون په حقوقو پوهنځي کي وکړې. یو ښوونکی یې اناتولي سوبچاک نومېد چي وروسته یې په لارښود بدل سو. یاد پوهنځی یې په ۱۹۷۵م کي ختم کړ. همدغه مهال یې د وخت په مخکښ ګوند کمونیسټ حزب کي غړیتوب واخیست او تر پایه ورسره ملګری وو. په همدې کال د شوروي اتحاد په استخباراتي سازمان کې‌جي‌بي کي هم شامل سو. په پیل کي یې د یاد سازمان په لېننګراد څانګه کي کار کاوه. د دغه مهال کاري شخصیت یې د رازونو په پردو کي نغښتی دی او په باب یې ډېر کم مالومات سته. په ۱۹۸۵م کي يې له لیودمیلا په نامه یوې نجلۍ سره واده وکړ. له دې څخه دوې لوڼي لري. د ۱۹۸۵ او ۱۹۹۰م کلونو تر منځ د ختیځ جرمني په ډرسډن ښار کي د کي‌جي‌بي یو منځپوړی افسر وو، خو ظاهرن یې د ژباړن په توګه کار کاوه. د دغه ماموریت په جزیاتو یې هم څوک حال نه لري.
د ختیځ جرمني د کمونیست رژیم تر چپه کېدو وروسته بېرته روسیې ته ستون او د لېننګراد پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیال سو. دا ۱۹۹۰م کال وو. د دغي دندي پر مهال یې اصلي کار د کې‌جي‌بي لپاره نوي غړي لټول او ځوان محصلین تر نظر لاندي نیول ول. په عین حال کي يې له خپل پخواني استاد اناتولي سوبچانک سره له خپلو زړو اړیکو دوړي وڅنډلې. اناتولي لږ وخت وروسته د لېننګراد ښاروال او پوتین یې په نړیوالو اړیکو کي سلاکار سو. همدا یې په عملي سیاست کي لومړنی ګام بلل کېدای سي.
په ۱۹۹۱م کي د هغه وخت پر ولسمشر میخایل ګورباچف یوه ناکامه کودتا وسوه. پوتین هم همدغه کال له کې‌جي‌بي څخه رسمن کډه بار کړه. د شوروي اتحاد نړېدو یې توبیت دومره ورخټه کړ چي له هر څه یې لاس واخیست او ټیکسي‌چلوني ته یې مخه کړه. په ۱۹۹۴م کي د سنت پیترزبرګ د سیمه‌ییز حکومت مرستیال او د بهرنیو ارتباطاتو د کمېټې رییس وټاکل سو.
د پوتین بخت هله راویښ سو چي ولسمشر بوریس یالتسین د خپل دفتر مرستیالي وروسپارله. د ۱۹۹۸م په پای کي د روسیې د استخباراتو مشر سو. د ۱۹۹۹م د اګسټ پر نهمه د یاد هیواد لنډمهاله لومړی‌وزیر سو. په عین وخت کي یالتسین نوموړی د خپل ځایناستي په توګه هم یاد کړ. پوتین تر دې اعلان څو ساعته وروسته ولسمشرۍ ته ځان رسمن کاندید کړ.
څلور میاشتي وروسته بوریس یالتسین ناڅاپه له ولسمشرۍ لاس‌پرسر او پر ځای یې پوتین دغي چوکۍ ته وخوت. د ۲۰۰۰م د مارچ پر ۲۶مه یې ټاکني وګټلې. په خپل لومړي پړاو کي یې پر چیچین خونړی برید وکړ. میاشت وروسته یې لندن ته سفر وکړ او د روسیې دغه جګړه یې په کلکه توجیه کړه.
د ۲۰۰۴م د ما رچ پر ۱۴مه یې بیا انتخابات وګټل او د دوهم پلا لپاره ولسمشر سو. دغه وخت د روسیې اقتصاد مخ پر لوړه روان او د وګړو ورخني ژوند ژواک غوړېدلی وو. همدغه کال څو وسله‌وال ترهګر په یوه ښوونځي ننوتل. روسي ساتونکو برید پر وکړ او په پایله کي ۳۳۴ تنه یرغمل سوي کسان مړه سول چي تر نیمايي زیات یې ماشومان ول.
په ۲۰۰۵م کي رویټرز د پوتین په حواله ولیکل چي د نولسمي پېړۍ تر ټولو لوی جیوپولټیک ناورین د شوروي اتحاد نړېدنه وه. دا چي د روسیې اساسي قانون یوه کس ته د درې ځله پرله‌پسې ولسمشر کېدو اجازه نه ورکوله، نو د ۲۰۰۸م په ټاکنو کي پوتین په تاکتیکي توګه له صحنې شا ته او خپل لومړی مرستیال دیمیتري میدويدوف یې ورمخته کړ. میدویدوف، پوتین د خپل حکومت لومړی وزیر وټاکی.
په ۲۰۰۸م کي روسیې له جورجیا سره یوه لنډه، خو بریالۍ جګړه وکړه او له یاد هیواده یې دوې سیمي رابېلي کړې. په ۲۰۱۲م کي بیا پوتین ولسمشر سو. لږ وخت وروسته یې قانون بدل او د ولسمشرۍ موده یې له څلورو څخه شپږو کلونو ته وغځوله. د دې کار پر ضد یې یو عالم لاریونونه او اعتراضات وسول، خو کوم ځای یې ونه‌نیو.
د ۲۰۱۴م په فبروري کي یې له اوکراین څخه کریمیا بېله او په ځان پوري غوټه کړه. په ۲۰۱۸م کي یې بیا ټاکنې وګټلې او د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ماڼۍ ننووت. د روان کال د فبروري پر ۲۲مه یې ولس ته په وینا کي وویل: اوکراین زموږ د تاریخ، کلتور او روح یو نه‌بېلېدونکی فصل دی. دا یې ګواکي پر یاد هیواد یرغل ته د ذهنیت جوړولو پیلامه وه. تر دې وینا لنډ وروسته یې په ختیځ اوکراین کي د پرتو سیمو ډونتسک او لوهانس بېلتونپال دولتونه په رسمیت وپېژندل او د هغوی د ننګي په بهانه یې پر یاد هیواد هجوم وکړ.
د ولادیمیر پوتین اوسنۍ ولسمشریزه دوره په ۲۰۲۴م کي ختمیږي. د څانګپوهانو په اند که تر هغه وخته د روسیې وضعیت بېرته نورمال حالت ته نه وي ستون سوی، نو پوتین به له ډېر لوی سرخوږي سره مخ سي.
سرچینه: یوه سویډنۍ ويبپاڼه

ژباړن: جبار فراز