کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانی جهاد – حليم شملزی [قلات]

افغانی جهاد – حليم شملزی [قلات]

جهاد او قتال د قرآن او حدېث په روڼا کښي ېو داسی عمل دی چی مېاشتی ، کلونه په بر کی نېسی . جهاد دخپل فرضېت او اهمېت سره سره بېا هم د اسلام له بېناوو څخه نه شمېرل کېږی . د جهاد او قتال لوېه موخه قرآن اعلا کلمت الله ښودلی ده . او ددی عمل جرېان ېې ترهغه وخته ښودلی دی ترڅو چی فتنه له منځه نوی تللی . بخاری شرېف چی له قرآن وروسته د اسلام معتبر کتاب دی او دقرآن شارح بلل کېږی ، د جهاد د پېل آېات او شان نزول ېې هغه آېات ښودلې دی ،، اذن للذېن اېقاتلو فې سبېل الله … الې الاخر   چی تفصېل ېې په بخاری شرېف کښي لوستلای شی .


زما په آند د جهاد او قتال د آېاتونو او حدېثونو چی تعداد ېې ډیر زېات دی تدبېق پدی ډول دې چی جهاد موږ پر درېو مرحلو تقسېمولای شو . لومړی د پېل مرحله ده چی د جهاد مشروعېت ، او شراېط ورنه معلومېږی .  په دوهمه مرحله کی چی کله قتال پېل شی اسلام دخپلو سربازانو او مجاهدېنو لپاره بېل آېاتونه او حدېثونه لری چی زېاتره ېې د سپاهېانو د روحې او مرال دلوړولو په خاطر دی . درېمه مرحله دجهاد او قتال د پای مرحله ده چی له قېدېانو سره د سلوک ، دمال غنېمت او د لوړو موخو د ترلاسه کولو سره اړه لری .


دشان نزول ېعنی دپېل دآېات مفهوم داډول چی :
اوس می هغو کسانو اجازت ورکړ چی دوی دخدای په لار کښي قتال کول غواړی . ولې چی پر دوی ډېر ظلمونه وشول اوله خپلو بانډو او سېمو نه وشړل شول .


 لدی سره جوخت دجهاد او قتال د فلسفی په هکله فرمایی : چی که موږ انسانان په ېو او بل دفعه نکړو نو سوامع ، بېع ، صلوات ، او مسجدونه به منهدم شی .


مسجد موږ او تاسی پېژنو او دا نور د نورو مذهبونو عبادت ګاوی چی د ساتنی په موخه ېې اسلام د قتال فلسفه منځه ته راوړی ده . که داسلام تارېخ ته وګورو مکه او په ځانګړی ډول دمکی حرم ېو داسی د امن ځای وو چی هلته هرچای ته دعبادت کولو اجازه وه خو د ابو جهل غوندی خلګو د اسلام سره په دښمنی کښی پر خپلو هغو معاهدو پخپله پښه کښېښودله چی دوی دکعبی پر دروازه را ځړولی وه .


اوس د جهاد بله لوېه موخه چی اعلا کلمت الله ده او دفتنی له منځه وړل دی هغه هم ددی لومړنی او د جهاد د پېل له آېات سره تړاوو لری . رشېا هم دالله دکلماتو لوړوالو دنورو کلماتو په مقابل کښي له عقلې دلاېلو او استدلالاتو څخه ممکنه ده چی دعوت ورته وېل کېږی خو چی څوک ېې مخه نېسی د هغوی پر ضد به جهاد کېږی . له فتنی نه هم مراد همدا خلګ او حالات دی . له فتنی نه کفر مراد ندی ولې د مکی له فتحی وروسته هغه کفار چی مستامن شول له کافروالې سره سره قتل نشول . له فتنې نه منافقېن او جاسوسان هم ندی مراد ولی چی نبی [ص] ټول پېژندل او لدی سره سره د هغوی قتل روا نوو . چی بېا خلګ ددی په Ø �هانه قتل عام جوړ نکړی . نو سوال دادی چی اخر فتنه څه شی ده ؟ ددی خبری ځواب پخپله ددغه آېات په وروستنی برخه کښی ده [ چی تر هغه وخته قتال وکړی ترڅو چی فتنه نوی ورکه شوی ، اوچی دېنونه ټول دخدای لپاره شی ]


اوس خبره واضحه کېږی چی په لومړی سر کښي هم اسلام له مسجد سره سره دنورو ادېانو د عبادت خانو دساتنی په موخه دجهاد فلسفه اعلان کړی وه او د قتال د پای په شېبو کښی بېا دا واېې چی ټول دېنونه دخدای شی . مطلب ېې دادی چی که هرسړی پر کوم مذهب چلېږی باېد چی ېواځی خدای ته جوابده شی انسانی جبر باېد له منځه ولاړشی او همدی انسانی جبر او خنډ ته فتنه وېل کېږی .


 View as Slideshow


د بابا صاحب د زيارت څنګته د روسانو څخه نيول سوې دوميله


اوس چی کله موږ دافغانستان جهادی تحرېکونه ګورو چی جهاد[جنګ ] د اصلې موخو پر ځای دخپلو سېاسی او تنظېمی موخو لپاره کېږی غواړی چی خپله ډله او تحرېک پر سر داقتدار راولی نو سړی هېران پاتی شی چی دا څه دی .د ېوسف احمدی غوندی وګړی  چی له انسانېت او افغانېت نه په شواروزونو لری د خپل هوا او هوس بندېان دی غواړی د جهاد او قتال له غلط تفسېر نه په استفادی سره افغانان وغولوی .
زه نه پوهېږم چی دنړی د دوپنځوسو د علماوو او طلباوو طرېقه کار غلط او که د عمر او ېوسف کړنلاره .
زه نه پوهېږم چی په صحابه وو کښی هم علماوو خپله دنده درلوده اوس ولې دا لېونی دخپلو دندو پر ځای د حکومت امارت ، او بادشاهت له لاری د اسلام دخدمت دعواوی کوی .


دپاکستان د ای اېس ای تنخوا خواره ملاېان ېواځی د جهاد او قتال هغه اېاتونه او حدېثونه پر ممبر بېانوی چی د جهاد له مېدانه بحث کوی [ مثل دکفارو سرونه غوڅ کړی ، هرځای چی مو ګېر کړ قتل ېې کړی ، دا ټول د مېدان جنګ اېاتونه دی ] لومړی خو باېد د جهاد د پېل شراېط ، حالات  او ېوشرېعی امېر پېدا شی چی قوت نافظه ولری بېت المال ېې په لاس کښی وی نه په غرو کښی پټ په دسر او عقل په سترګو ړوند امېر .


چی کفر او اسلام ته په ېوه سترګه ګوری . ېاېد قتال له هغو کفارو سره وشی چی اهل حرب وی نه مستامنېن او ېا اهل معاهد کفار ، دهغوی قتل مطلق حرام دی . دا اوسنی کفار چی په افغانستان کښی دی ټول معاهد کفار دی .  رسول الله مبارک هم په مدېنه له دوو کفارو قبېلو سره د مدېنی د ښار د امنېت او دفاع لپاره معاهده کړی وه .


که له پروپاګنده تېر شو له کفار سره دا ډول معاهدی او ملګرتېا کول عاقدتا نه بلکه معاملتا دی چی جواز لری . حتی نکاح ورسره جواز لری  . ېوسف احمدی [ ېعنی قاېدېانی ] دی داخبره واوری چی ستا او ستا د بادار پدی تورو خولو نور نه داسلام ساتنی او نه هم دوطن پالنی دعوی کول خوند کوی . دواړی دعوی ځانته تعبېر او مفهوم لری ولی ستاسی اعمال ددی دواړو پر خلاف دی . د خدای ظالمه لږ خو مو هغی ترانی در پر زړه کړی چی وېل به مو  : وران دی کړل وېالی پلونه څومره قهرمان ېې . نن پخپله هغه عمل کوی . هغه  چی وېل به مو موږ د امن پرشتی ېو او دشر او فساد پر ضد ېو نن پخپله د بې امنې شېطانان او دشØ
 ± او فساد منبع ګرځېدلې ېاست . نور افغانان پدی نامه مه ځوروی چی دلته کفار راغلې دی کفار به راځی افغانستان څه دخدای د کعبی حرم خو ندی چی دکافر داخېلېدل پکښي حرام دی دلته داسلام او قانون اساسی په رڼاکښی هر کافر چی د ملت او حکومت په خوښه وی راتلای شی . دلته نوری ناخوالی هم شته د هغو د مخنېوی لپاره د اسلام پراحکامات تاسو عمل کول معتله کړې او ځنډولې دی .


 ولې بېله اقتداره ددېن ساتنه او د خدای رضا نه حاصېلېږی .  لعنت دی وی ددېن او هېواد پر دښمنانو   امېن

تبصره نسته

  1. شملزی صاحب پرقلم اوګوتوموبرکت سه ډېر په زړه پوری څېړنیزه لیکنه مولیکلې ده خدای دي داملاعمر پوه کړي چي اخر ولی داجهاد په پاکستان کي نه کیږي په پاکستان کی کعبه جنت اودوږخ سته هلته لاهم جهاد نه دی فرض خوپه افغانستان کی چی په هره معنی ترپاکستان ګناه پکښی لږ دی .

  2. شملزی صاحب پرقلم اوګوتوموبرکت سه ډېر په زړه پوری څېړنیزه لیکنه مولیکلې ده خدای دي داملاعمر پوه کړي چي اخر ولی داجهاد په پاکستان کي نه کیږي په پاکستان کی کعبه جنت اودوږخ سته هلته لاهم جهاد نه دی فرض خوپه افغانستان کی چی په هره معنی ترپاکستان ګناوی لږ دی بیاجهاد پکښی روادی ، کنه داامریکایان اوښوونځي خوپه پاکستان کي هم سته هلته ولی جهادنسته ؟؟؟؟؟؟؟ اود شملزي دالیکنه یو حقیقت او چلینج دی!!!!

  3. *** edited

    کاشکی دا د اسلام او وطن دښمنان په حد اقل منطق پوهیدای. دا ټول خرڅ سوی پاکستانیان دی: قاری محمد یوسف د پنجابیانو تنخوا خور په پنجاب کښی ناست له یو جوړه موبایل سره. په خدای قسم خورم چه کرزی نه میرویس نیکه هم له اسمانه راکته سی که دا نور ویده خلګ له خوبه را پورته سی. ه توخی – شاجوی.

  4. ياره د زړګي سر شملزى صاحب!
    د بلا په امان سې، ستا صدقه سم، تر تا دي په زر ځله واري سم. ما خو داسي فكر كاوه چي تاسي به د طالبانو؟؟؟په ليكه كي ولاړ توپك پر اوږه غازي؟؟؟ ياست، ځكه مي نو څو ورځي مخكي ستاسو د يوې ليكني (بې ادبي معاف) په جواب كي درته ويلي وه چي خپل جهاد؟؟؟ دي كوه، خو اوس پوه سوم چي ياره ته خو سم دم په اسلام، افغانيت، تمدن او پرمختګ پوه سړى يې او خداى تعالى ښه د استدلال قوه در كړې ده، نو د يوه نا اشنا ملګري په حيث سر له اوسه درته احترام لرم، په واقعيت كي مي ستاسي تحليلي او ضمناً تحقيقي ليكنه خوښه سوه او د جهاد په باب مو ډېري ښې څرګندوني كړي وې، خو ياره وايي دا يې قواله، په چا يې منې. ته خو به د جهاد په اړه ورته وږغېږې، خو دوى هغه كسان دي چي له ازله د تورلېنګيانو په دال لوى سوي او د هغوى تالۍ څټي دي او پر دې سپېدلي او اسكېرلي ولس يوه ذره رحم هم ولاكه كوي، بس د پاكستان او خپلو ګټو لپاره يې د دې ساده ولس پر مرۍ تېغ ور برابر كړى دئ او په ډېره بې رحمي سره يې دغه بېچاره ولس د چړې تر څوكه تېر كړى دئ.
    د نور بحث په هيله
    ستا خوابدى (اوس خوشحاله)

  5. YOU ARE A STUPID MAN.YOU ARE VERY LUCKY ,BECAUSE I am living in ukraine ,not in afghanstan,but soonly you next with your father America. for interesting,how much money you getting

  6. Daud wazir,ukraine ١٣ / ٤ / ١٣٨٧ لمريز ~ 2008-07-03 06:42:59 زېږديز

    Who is your father: Russian or Punjabi to speak to other people like that.He may or may not get money from the American but he speaking the truth and many Afghans have agreed with him. You are just an ignorant man.