کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف

بسم الله الرحمن الرحیم

۲۷/۰۱/۲۰۲۴

تاریخ جوته کړې چې پنجابي جنرالانو تل زموږ ګران هیواد افغانستان او افغانانو سره له دښمنیو ډک سیاست او پالیسي نه کار اخیستی، په خاص ټول ورستیو ۵ لسیزو کې یې د يو شمېر هیواد دښمنو افغانانو په مرسته زموږ د هیواد مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړي دي. دغو د انګریزي او استعماري پالیسیو تطبیق کونکو غلام جرنیلانو د افغانانو او په خاص ډول د دیورند د کرغیړنې کرښې دواړه خواوو پښتنو قومونو سره د غیر انساني کړنو، بیلتون، کړاونو، ډله ایزو وژنو، تشدد ډکو کړنو نه کار اخیستی او د پولې اوخوا پښتانه یې د دهشت ګرو په نامه، ټکولي، وژلي او لادرکه کړی یې دي، چې دغه خائنانه سیاست ته همدا اوس هم دوام ورکوي.

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف د پاکستاني پوځ د لوی درستیر عاصم منیر وروستۍ غېر مسؤلانه څرګندونې چې د۲۰۲۴ ز کال د جنوری د میاشتې پر ۲۴ مه نیټه یې د دیپلوماتیک عرف او ښه ګاونډیتوب د اصل خلاف د زده کونکو یوې غونډې ته کړي په سختو ټکو غندو او تاکید کوو، چې داسي څرګندوني د دواړو هیوادو په مناسباتومنفي اغیزې رامنځته کوي او راتلونکی مسؤلیت به یې د پنجابي جرنیلانو او عاصم منیر په غاړه وي. ده په رسمي ډول افغانستان د پاکستان دوښمن بللی دی او داسې وايې« کله چې د یوه پاکستاني وګړی د خوندیتوب او امنیت خبره کېږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کیدای شي».

سره له دې چې د پاکستان د لوی درستیز د دغو غیر مسؤلانه څرګندونو په هکله افغانانو په میدیا او رسنیو کې سخت غبرګون ښودلای، خو طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو څرګندونو په اړه څه نه دی ویلي.

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف د طالبانو له سرپرست حکومت او ټولو په هیواد مینو افغانانو نه غوښتنه کوي، چې د ګران هېواد افغانستان او افغانانو پر ضد د داسې غېر مسؤلانه څرګندونو په مقابل کې چوپ پاتې نه شي.

د ایتلاف عالي شورا