کور / سياسي / دهېواد او هېوادوالو لوړي ګټې په اوس وخت کې څه غواړي؟

دهېواد او هېوادوالو لوړي ګټې په اوس وخت کې څه غواړي؟

شاه ولی ارین

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف

ټولو ته جوته ده چې په هر هېواد کې د نظام بدلون کله مثبت او د هېوادونو او ولسونو په ګټه بدلونونه او پرمختګونه رامنځته کوی او کله هم ناوړه اغیزې او سیاستونه پیښېږی چې ولسونه بیا د تېر نظام ارمان کوي.

زموږ په هېواد کې هم د جمهوریت بدلون او د طالب چارواکو له لورې د سرپرست حکومت جوړیدل، چې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د پوره نه عملي کیدو په نتیجه کې رامنځته شو، هم مثبت اړخونه لرې او هم منفي. د فساد، رشوت، چورچپاول، د ملکیتونو اوعامه شتمنیو غصب، ملک التویفي او قوماندان سالاریو له منځه وړل، پر هیواد باندې بشپړحاکمیت او امنیت تآمینول، دلارو او ځینو مهمو اقتصادي پروژو جوړول او په چارو پیل کول، هغه څه دي چې هیڅوک ترې سترګې نه شي پټولای.

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف په دې باور دی، چې د پورتنیو تحولاتو او پرمختګونو تر څنګ، د سرپرست حکومت هغه اساسي دندې او چارې نه دې تر سره شوي، چې د نظام د پایښت، پیاوړتیا او د هېوادوالو په زړونو د حاکمیت کولو اساسات تشکیلولای شي.

غواړم په مشخص ډول دغو ارزښتونو ته اشاره وکړم چې د اوسني وخت اړتیا او اساسي غوښتنې دي:

۱-د هېواد د پرګنو او ولسونو نه د یوې لویې جرګې يا شورا له لارې د نظام مشروعیت تر لاسه کول چې دغه اصل د نظام او حکومت په ټولنه کې اعتبار لوړولای شي او د نړۍ له لورې په رسمیت پیژندلو سره هم مرسته کولای شي.

۲-د هېواد د اساسي قانون د تنظیم له پاره د مسلکي قانون پوهانو، دیني علماوو کمیسون جوړول، ځکه هر هغه ټولنه چې قانون ونه لرې، هلته د اتباعو حقوق او مکلفیتونه په سمه توګه نه شي رعایت کیدای او د داسې ټولنو پر نظام او حکومتونو باندې نه ولس باور کولای شي او نه د نړۍ هېوادونه او نه هم نړیوال بنسټونه.

۳-په واقعي مانا د ټول ګډونه حکومت جوړول، په حکومت او نظام کې مسلکي کدرونو ته برخه ورکول، کار اهل د کار ته سپارل، ښځو ته د اسلامي شریعیت او د شرعي حجاب د اصولو سره برابرد کار شرایط رامنځته کول، نجونو ته د تحصیل او پوهنتونونو کې د زده کړو شرایط ډېر ژر عملي کول.

۴-له ګاونډیو هېوادو سره د ګاونډیتوب د اړیکو د اصولو اصل د متقابلو ګټو او همکاریو په نظر کې نیولو سره رعایت کول، نیکې اړیکې او مناسبات ساتل، یو د بل په چارو کې لاسوهنې نه کول.

۵-افغانستان د نړۍ یو تاریخي هېواد دی او په همدې نړۍ کې له نورو هېوادو سره ګډ ژوند کوي، د ملګرو ملتونو، اسلامي شورا او نړیوالو کنوانسیونونو غړیتوب لري، نو ځکه د نړیوالو ټولوهغو اصولو رعایت اړین دی چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي، هغه د نړۍ له هیوادونو سره نیکې اړیکې او د نړیوالو تعاملاتو رعایت، یو بل ته متقابل احترام، یو د بل په داخلي چارو کې نه لاسوهنه، له هېواده نورو هیوادو ته د خطر جدی مخنیوي. د افراطیت او مخدره توکو د قاچاق او کر مخنیوی، دا هغه څه دي چې د حکومت او نظام د رسمیت پیژندو سره پوره مرسته کولای شي.

د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف یو ستر سرتاسري ایتلاف دی، چې په هېواد دننه او له هېواده باندې د نړۍ په اکثره هېوادونو کې فعالیت کوي، موږ د یو سیاسي، ټولنیز سوله ایز اپوزيسون په توګه یو ځل بیا پر طالبانو تاکید او غږ کوو، چې دغه هېواد تیرو څو لسیزو کې زیات وران ویجاړ شو، هېوادوال مو خورا ډېر وزوریدل او وکړیدل، نور دغه هېواد نه د ورانیدو توان لري او نه مو ولس د کړیدو.

راځئ چې په ګډه د تېر تاريخ له ترخو تجربو او واقیعتونو نه یې درک او زده کړو، چې د قدرت انحصار، ولس ناراضه کول اړتیاوو او مشروع غوښتنو سره یې په بې تفاوتۍ برخورد کول په خپله د ولس او حکومتونو تر منځ واټن رامنځته کوي او د شړیدو خواته میلان پیدا کوي.

بل تریخ حقیقت چې په تیرو نظامونو او حکومتونو کې یې حاکمیت کمزوره او بدلیدو سره مخ کړل، هغه په نظام کې د حاکمو ګوندونو په دننه کې نفاق، سمت پرستي، سلیقوي توپیرونو، مقام پرستۍ او نورې منفي پدیدې د یادولو وړ دي، چې د ډېرو طالب چارواکو په خبرو کې دغه د نظر اختلاف او ځني سلیقوي توپیرونه هم لیدل کېږي چې د دولت دارۍ شیوه، د نجنو د زده کړو د دوام موضوع، د دوحې د توافقنامي عملی کول، کار اهل د کار ته سپارل، ښځو ته د کار شرایط برابرول، د نړیوالو سره تعاملات او نیکی اړیکي تامینول د طالب چاروکو تر منځ هغه د اختلاف ټکی دي چې که جدي پاملرنه ورته ونه شي او همداسې دوام ومومي، راتلونکې به یې نه د نظام په ګټه وي نه د طالب چارواکو په ګټه او نه هم د ټولو افغاناو په ګټه، یوازې او یوازې کیدای شي نظام او حاکمیت کاواک کړي چې په پایله کې د حاکمیت د شړیدو علت ګرزیدای شي.

د د افغانستان ژغورنې او بیا روغونې ملي ایتلاف له نظره په اوسنیو حساسو شیبو کې د طالبانو یووالی او د دوي تر منځ د هغو اختلافي موضوعاتو له پاره مشروع او د ولس د اړتیاوو او غوښتنو په نظر کې نیولو سره د توافق لار غوره کول مثبت عمل دی، چې هم د نظام د پیاوړتیا سبب ګرځي هم به د دوي تر منځ اختلافاتو ته د پای ټکې کیښول شي او هم به د افغانانو د خوښۍ سبب وګرځي.

د افغانستان ژغورنې او بیا روغونې ملي ایتلاف به په ټول قووت د هېواد او افغان ولس د لوړو ګټو د دفاع او خوندي ساتلو په لار کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي او هر څوک چې د هیواد د لوړو ګټو، ملي ارزښتونو او د هیوادوالو د مشروع حقونو او غوښتنو په لار کې خنډونه رامنځته کوي او یا یې پر ضد عمل کوي، د افغان ولس د کرکې باعث ګرځي او د افغانستان ژغورنې او بیا رغونې ملي ایتلاف یې پر ضد سیاسي او سوله ایزې مبارزې ته ده دوام ورکوي.