کور / خبرتیا او پيغامونه / د ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې مه خپروئ

د ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې مه خپروئ

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
————————————————————
سرېزه:
په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د عکسونو شریکول په ډېرو کورنیو کې یو ورځینۍ عادي عمل ګرځیدلی دی. ډیرۍ مېندې پلرونه د ځانګړو شېبو انځورونه اکثرآ خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورلیږي. په ځینو کورنیو کې د اړیکو پراختیا اړتیا او ځان ښودنې له امله دا اړیکې د کورنی له حدودو وراخوا نوره پراخیږي او په زیاتیدونکي ډول د عامو خلکو پام یې ځانته رااړولي دی. ځینې مېندې پلرونه د خپل ورځیني ژوند شیبې په انځورونو کې د سمارټ یا ملفون له لېارې خپروي. اکثرآ دغه په زړه پورې شیبې په عمده توګه د دوی د زړونو ټوټې ګلالي ماشومان تشکیلوي. د ملفون کېمره د کورنۍ او د ماشومانو نړۍ د ورځینی ژوند ملګري ګرځیدلي ده.
دا پوهیدو وړ خبره ده، چې مېندې پلرونه غواړي خپلې د خوښيو شېبې له خلکو سره شریکې کړي، خو له بده مرغه انټرنیټ یا ډله ییزه رسنۍ د دې لپاره تر ټولو یو نامناسب ځای دی. د انځورونو پوسټ کول کولي شي تاسو ته او ستاسو ماشومانو ته ډیرې ناوړه غیر متوقعې پایلې ولري. په انټرنیټ کې پیډو فیل مجرمین اکثرآ همدغه ساده او عادي ورځېني عکسونه غلا کوي او د ماشومانو انځورونه په جنسي ناوړه ویبپاڼو کې اچول کیږي او بیا خپروي. ښایې یوازې په یوه انځور کې د یوه ماشوم مسکا هم یو پيډوفیل رواني مجرم دې ناوړه عمل ته وهڅوي. له دې امله اجازه نشته، چې د ماشومانو معصوم مخونه په ډله ییزو رسنیو کې وښودل شي. د پیډوفیلو مجرمینو د فعالیت ساحه خورا لویه او پراخه ده. دوی تل د نویو عکسونو په لټه کې دي. دوی غلا شوي عکسونه د خپلو ناروغو چټلو موخو لپاره کاروي، چې اصلأ موږ یې تصور او فکر هم نه شو کولي. همدا عادي عکسونه د جنسي غریزوي مجرمینو او جنسي تیري کونکو ته دروازې ورخلاصوي. تاسو چې نن د خپل ماشوم خوږې صمیمي شیبې په انټرنیټ کې خپروي، خو ښایې سبا دا ډول ریکارډونه او عکسونه د تنکیو ځوانانو لپاره خورا شرمونکي، ذلیلونکي او سرټیټونکي هم وګرځي. تر ټولو عجیبه خبر دا ده، چې موړ او پلار د خپلو ماشومانو په اړه د احتمالي ځورونې لپاره پر نړیوال کچ روښانه نمونې او شیبې چمتو کوي. انټرنیټ هیڅ شي نه هیروي، هغه څه چې تاسو هلته خپروي، په کې پاتې کیږي.
ولې ځینې مېندې پلرونه په ځای د دې چې د خپل فیسبوک په پروفایل باندې د خپل ځان یو انځور خپور کړي، هغه د خپلو ماشومانو انځورونه په کې خپروي. دا هم د والدینو یو غلط فکر او ناسم غرور پایله ده. والدین په زیاتیدونکي توګه غواړي، د خپلې کورنۍ د خوښۍ عکسونه له نورو سره انلاین شریک کړي. دوی دا حقیقت له پامه غورځوي، چې دغه انځورونه کیدلې شي، په اسانۍ سره غلطو مغرزو لاسونو ته ورولویږي.
پوښتنه دا ده، ایا موږ اجازه لرو، چې خپل ماشومان په ټولنیزو رسنیو کې نړۍ ته ورښکاره کړو.؟
ایا کله هم مېندې پلرونو د ماشومانو انځور د خپرولو د حق په اړه فکر کړي او یا څه شي باید په قانوني توګه په پام کې ونیول شي. له بده مرغه د ماشومانو د شخصیت حق د خپل انځور په اړه ډیرۍ وختونه له پامه غورځول کیږي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې ولې مېندې پلرونه د خپلو ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې خپاره یا پوسټ نه کړي.؟
د پیډو فیلي جرمپوهنې له مخې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري بېلا بېل ډولونه لکه د ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د ماشومانو قاچاق، د ماشومانو سره فحشایې کړنې او د ماشومانو څخه د فحشا په حال کې فوټوګرافي شتون لري. په ځانګړي توګه والدین په ناپوهۍ کې او په غیر ارادې توګه له دې بدو خلکو او له دې ناوړو صحنو سره مرسته کوي. په واقعیت کې ډېری والدین د دې ډول خطرونو څخه ناخبره ښکاري. یوازې جرمني کې په زرګونو داسي پېښې ثبتې شوي دي، چې په مکرر ‌ډول د پیډوفیلو مجرمینو له خوا سرغړونې ترسره شوي دي. په دې اړه پولیسو ته راپورونه ورکړل شوي دي. داسي قضیې تر پلټنې لاندې دي. دا پلټنې یوازې په لویدیځ کې شوني دي، په دریمه نړۍ کې خو بیا هېڅوک د دې سرغړونو پوښتنه هم نه شي کولي. نن سبا په ډله ییزو رسنیو کې ډیرۍ پوه افغانان د خپلو او یا د پردیو ماشومانو انځورونه خپروي، دوی باید په ډله ییزو رسنیو کې د انځورونو پوسټولو په خطرناکو عواقبو باندې وپوهیږي.

ډله ییزو رسنیو کې د ماشومانو انځورونو خپرولو زیانونه او ګواښونه
معمولأ دا د مېندو پلرونو مسوولیت دی، چې د خپلو ماشومانو لپاره خطرونه کم یا مخینوي یې وکړي. دا والدین په خپله دي، چې په ځانګړي توګه د ماشومانو عکسونو خپرولو له لېارې ماشومانو ته انلاین خطرونه ورپېښوي او زیانموي. کوم والدین چې د خپلو اولادونو عکسونه انټرنېټ ته پورته کوي، دوی خپلو شخصي اړتیاوې پوره کولو لپاره د خپلو ماشومانو د عزت او مصوونیت سره لوبې کوي‌ او په یوه لوړه بیه یې پورته کوي. ډیرې ماشومان په دې نه پوهیږي، چې په انټرنیټ کې د دوی شتون څه مانا لري. داسي انټرنیټي سایټونه هم شتون لري، چې په اټوماټیک ډول د انسټاګرام او فیسبوک اکاونټونو څخه عکسونه راکاپي کوي او انلاین نورو رسنیو ته ورلیږل کیږي یا وړاندې کیږي. که څوک د خپل ماشوم انځور په واټساپ او یا د فیسبوکپاڼې په پروفایل کې لګوي، دا هم یو غیر عقلاني او ناسم کار دی. ټولې څیړنې او پلټنې دا ښيي، چې اکثرآ د ماشومانو په وړاندې جنسي تیري او تاوتریخوالي تر ډیره بریده د نړېوالو ټولنیز رسنیو په چاپیریال کې ترسره کیږي.
د هر انځور د خپرولو مخکې باید ښه فکر وشئ، چې ایا دا انځور واقعآ په انټرنېټ کې د خپرولو وړ دی. ایا دا حتمي او اړینه ده، چې تاسو د خپل ماشوم مخ په کې هم ښکاره کړي.؟
د جرمني د برانډنبورګ ایالت کې د پولیسو پوهنتون د پولیسو پوهنې انیسټیټوټ کې د سایبري جرمپوهنې څانګه کې د همدې ساده او عادي عکسونو پوسټولو کې یوه بله لویه ستونزه هم ویني، هغه نه یوازې انځورونه بلکې د ماشومانو په اړه حساس مالومات شریکول دي، لکه د ماشوم کورنۍ په منظمه توګه چیري ډوډې خوړلو یا رسټورانت ته درومي، کوم ډول کورنۍ حیوانات په کور کې ساتي، کور یې څه رنګه ښکاري او د کور پته یې چیرته ده. پيډو فیل مجرمین او جنسي تیری کونکي کولي شي عکسونه د هغوي سره شریک شوي مالوماتو سره یو ځای پرتله کړي، کوم چې دوی په ټولنیزو شبکو او خواله رسنیو کې موندلي دي او خپله ناوړه ګټه ترینه اخلي. د بېلګې په توګه ماشوم چیرته اوسیږي او په کوم وړکتون او ښوونځي کې شامل دی، د دې مالوماتو ترلاسه کولو سره د مجرم لپاره دا ستونزمنه خبره نه ده، چې څنګه ماشوم ته ورنږدې شي. ځکه ښایې هغه د ماشوم عمر، نوم، جنسیت، څېره، د ماشوم د لوبې ډولونه، شوق او ذوق هم وپیژني.

ولې مېندې پلرونه د ماشومانو انځورونه خپروي
په ټولنېزو رسنیو کې خلک ټول د لائیکونو، شیېرولو، فالووز، تبصرو او ملګرتیاوو شمېرو لوړولو له لېارې انلاین پیژندنه غواړي یا په مجازي نړۍ کې ملګرتیاو ته لټوي او لیوالتیا لري. خلک شیېر کولو او فالوکولو کې د ځان صفت، تصدیقول او مهمیت وینې. دا د دې لامل ګرځي، چې ځینې والدین خپل ماشوم انلاین په ټولنېزو رسنیو کې پردیو خلکو ته ورپېژني. د ماشومانو یو څو یادګاري انځورونه په فیسبوک، انسټاګرام، ټېک ټاک او نورو پاڼو کې شیېر کول، دوی فکر کوي، چې په دې کې خو هیڅ خبره نشته. تیروتنه له همدې ځایه پیلیږي. ځکه چې عکسونه په غلطو لاسونو کې لویدلي شي. ماشومان هم لکه لویان د شخصي حریم یا محرمیت حق لري. یو ځلې چې انځورونه په انټرنېټ کې خپاره شول، بیا د چا کنټرول پرۍ نشته. ډېرې والدین په منظم ډول د خپلو ماشومانو د ژوندانه انځورونه په ټولنېزو رسنیو کې له خلکو سره شریکوي.
ستونزه دا ده، چې یو ځلي عکس انلاین شو، تاسو نور نشي کنټرولوي، چې څه پېښیږي. په ځانګړي توګه د مېندو پلرونو انسټاګرام یا فیسبوکونو مخ هر چا ته خلاص وي یا هر څوک یې کتلي شي. ان پردي خلک هم کولي چې انځورونه وګوري. د ماشومانو انځورونه ډوانلوډ کیږي، ترمیم کړي، ایډیټ کیږي او د ناوړو موخو لپاره کارول کیږي.
د ماشوم شخصیت حق باید په ټولنیزو رسنیو کې محفوظ وساتل شي
د ماشومانو عکسونو خپرول نه یوازې اخلاقي پوښتنه راوچتوي، بلکې یوه حقوقي قانوني پوښتنه هم ده. پرته له شکه ماشومان د شخصیت حقونو خاوندان دي. هر سړی د ځان په اړه د پرېکړې واک او اختیار لري، چې هغه څنګه خپل ځان خلکو ته په ميډیا کې پرېزنتېشن یا وړاندې کوي او د ځان په اړه څه ویل غواړي. هر څوک چې د ماشوم د خوښۍ او ارادې خلاف عکسونه او ويډیوګانې خپروي، دا په دې مانا ده، چې هغه د خپل شخصیت حقونه لکه د همدې ماشوم انځور په څیر تر پښو لاندې کوي. تر ټولو لومړی والدین د خپلو ماشومانو لپاره پرېکړه کوي، دوی باید د خپلو ماشومانو حقونه او ګټي خوندي وساتي. مېندې پلرونه باید په دې اړه فکر او پام وکړي، چې د عکسونو خپرول د ماشومانو په ژوندانه باندې څه اغېز درلودلي شي، هغه څه چې یو ځل په انترنیټ کې خپاره شول، ورسته بیا نشي کنټرولیدلي.
کله چې ماشوم د یوې خپلواکې پرېکړې کولو توان وموند، مور او پلار باید د ماشوم څخه د عکس پوسټ کولو د مخه اجازه وغواړي. دا د هر ماشوم عمر او انفرادي ودې پورې اړه لري. خو معمولآ دغه سن د14 کلنۍ عمر کې اټکلیږي. په ريښتېنې مانا سره موږ وینو، چې ډیرو مېندو پلرونو اکثرآ د خپلو ماشومانو د شخصیت حقونو څخه سرغړونې کړي او په شخصي حریم باندې تیری کړي دی. ماشومان خپله اکثرآ په دې اړه دقیق نظرونه لري، چې څوک کولي شي د دوی کوم عکسونه وګوري، ماشومان غواړي چې خپله په پریکړو کې دخیل واوسي، خو ځینې والدین معمولأ حتی پوښتنه هم ترینه نه کوي.
خپل ماشومان په داسو پرېکړو کې شامل کړئ، د انځور له پوسټ کولو د مخه له ماشومانو وپوښتئ. له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې دا مالومه کړي، چې ایا دا انځور په ریښتیا سره د خلکو د لیدو وړ دی، ایا دا به ورسته ماشوم نارامه نه کړي. په هیڅ حالت کې شرمونکي، مسخره کونکی یا نیم بربنډ عکسونه شیېر نه کړئ، هغه څه چې په لومړی سر کې تاسو ته عادی، ښکلي، خندني، توکي، مسخره یا پارونکي بریښي، ښایې ورسته د تنکیو ځوانانو د سختو پښېمانې لامل وګرځي، ځکه اکثره مېندې پلرونه وایې یا فکر کوي، چې دا خو یو خوږ ښکلي او د خندا وړ یو عادي عکس دی.
په لویدیځ کې ماشومان کولي د خپل شخصیت حقونو سرغړونې په صورت کې په محکمه کې عارض شي او د خپل شخصي حریم بیرته اعاده کولو غوښتنه وکړي او د معافیت او جبران خساره غوښتنه هم کولي شي. مېندې پلرونه مکلف ګرځول کیږي او ډاډ ترلاسه کول کیږي، چې خپور شوي عکس له انټرنيټ باید زر تر زره لیري شي او د بیا خپرولو اجازه نه ورکول کیږي. والدین د خپلو ماشومانو انځورونو خپرولو سره دې ناوړو ویبپاڼو ته د کارولو حق ورمنتقلوي.
بله ستونزه دا ده، چې د عکسونو کاپي کولو حق یا کاپي رایټ د عکس یا ویډیو جوړونکي پورې اړه لري، دا هغه څه دي، چې والدین تل په پام کې نه نیسي. دوی فیسبوک، واټساپ، انسټګراګم، یوټیوب، سنیپچټ، ټیک ټاک او نورو ته هم د کارونې تړون له مخې د کارولو حق ورکوي. هر څوک باید د راجسټر کولو په وخت کې د یادو ټولنېزو رسنیو له شرایطو سره موافق وواوسي. دا په دې مانا چې د فیسبوک شرکت کولي شي، دا انځورونه او ویډوګانې د نورو موخو لپاره وکاروي او په وړیا توګه د بېلګې په ډول په ټوله نړۍ کې دریمګړی شرکت یا ډلې ته اجازه ورکړي، چې دوی هم د خپلو موخو لپاره وکاروي. حتی که د تاسو اکاونټ په فیسبوک کې حذف یا ړنګ شوي هم وي، دا شونې ده، چې د تاسو عکسونه په فیسبوک او انسټګرام کې همداسي شتون ولري او څرګند پاتي.
د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له څلورو بنسټېزو اصولو څخه یو هم د ماشوم د حقونو حمایت یا د غوره ګټو د ساتنې حق دی. دا په دې مانا دی چې هر کله پرېکړه وشي، چې پرېکړه په ماشوم باندې اغېز کوي. د ماشوم د هوساینې خوندیتوب تر ټولو لومړیتوب لري. دا پرېکړې په کورنۍ او همدارنګه د دولت په کړنو باندې تطبیق کیږي. د ماشوم انځور په مجازي نړۍ کې خپرول د ماشوم په هوساینې باندې منفي اغېز کولي شي. مېندې او پلرونه باید د خپل ماشوم د انځور انلاین کولو د مخه له ځانه وپوښتني: که زه دا انځور په ټولنېزو رسنیو کې شیېر کړم، د ماشوم لپاره به څه ګټه ولري.؟ ایا دا خپرول ماشوم ته ګټه رسوي یا یوازې زه مور یا پلار خپل اړتیاوې پوره کول غواړو.؟ دا لا روښانه هم نه ده، چې په راتلوکي کې د موجوده زیرمه شویو انځورونو څخه رنګه کار اخیستل کیږي.
په هر صورت دا هم شونې ده، چې ماشومان د مور او پلار په پروفایل کې وښودل شي، ایا مېندې پلرونه په قانوني توګه اجازه لري.؟ د قانوني پوښتنو سربیره چې ایا ماشومان په ټولینزو رسنیو کې وښودل شي، دې موضوع په اړه بېل بېل اختلافي اخلاقي بحثونه هم شتون لري.

ټولنېزو رسنیو کې د ماشومانو انځورونو خپرولو پلوي او ضد دلیلونه:
په دې کې شک نشته، چې ماشومان د ټولنې یوه برخه ده او د ټولنیزو رسنیو څخه په بشپړ ډول له منځه وړل کیدلې هم نشي. نن ورځ اکثره مېندې پلرونه د دې اړتیا احساسوي، ترڅو ټولې نړۍ ته وښي، چې د دوی ماشومان څومره ښکلي، ځیرک، نیکمرغه، خوښ ښکاري او سترې لاسته راوړنې لري.
په فیسبوکپاڼه، انسټاګرام، ټېک ټاک او نور رسنیزو پاڼو کې د ماشومانو عکسونه نه پوسټ کولو په اړه ‌ډېر دلیلونه شتون لري. له یوې خوا اوس فوټوالبوم د هغې زماني سره متفاوت ښکاري، تر هغې چې خپل عکسونه په ټولنیزو شبکو کې ټولې نړۍ ته ورښکاره کړل شي. تاسو نشئ کولي خپل انځورونه تعقیب کړي، چې عکسونه چا ته رسیدلي دي. په دې برخه کې تر ټولو لوی ګواښ دا دی، چې هر مور او پلار باید د خپلو ماشومانو عکسونو پوسټ کولو کې پام وکړي، چې دا عکسونه ښایې ناولو غلطو لاسونو ته ورولویږي او ناروا ګټه ترینه اخیستل کیدلې شي. بل لوی ضد دلیل د شرم خبره ده، هغه دا څه چې نن مور او پلار ته یو انځور ښکلي بریښي یا ښکاري، ممکن سبا ته دغه عکس د ماشوم د شرمنده ګۍ او خجالت لامل وګرځي. په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو سایبري ځورونې او عکسونه دریم ستر مخالف لامل ګڼل کیږي.
د ماشومانو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې په ساده ګۍ او نا پوهې کې په سپکه توګه پوسټ نشي، مېندې پلرونه باید د خپلو ماشومانو شخصي حقونه او شخصي حریم په پام کې ونیسي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوازې ملګري او خپلوان فعال شتون نه لري، بلکې پیډوفیل مجرمین هم په ټولنیزو شبکو کې فعال دي. دغه مجرمین ډیرۍ وختونه د معصومو بېګناه ماشومانو عکسونه غلا کوي او دغه انځورونه د ماشومانو په جنسي اړیکو کې نورو ښکیلو مجرمینو ته ورلیږي. کله چې والدین په ناخبري کې او په غیر ارادي ډول د ماشومانو انځورونه انټرنېټ ته پورته کوي. دا د پیډو فیلو مجرمینو لپاره د فلمونو د صحنو منځپانګې چمتو کوي. هر څومره چې پیډو مجرمین د یوه ماشوم په اړه مالومات راټولوي، د دوی لپاره دغه له شرمه ډک ذلیل جرم ترسره کول اسانه کیږي. له دې امله د ماشومانو انلاین انځورونه د ماشومانو لپاره خطرناکه پایلې درلودلي شي.
ډیرۍ مېندې او پلرونه د خپل ماشومانو د ورځېنۍ ژوند عکسونه او ويډیوګانې په خوله رسنیو کې خپروي. ډیرۍ لویدیځوال کارپوهان په دې هکله مشورې ورکوي، د خلکو عامه پوهاوې لوړوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو عکسونه او ویډیوګانې مه خپروئ. د ماشومانو انځورونه د ماشومانو لپاره ځښت ډېر خطرناکه تمامیدلې شي.
کارپوهان په دې کلکه مشوره ورکوي، چې ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو عکسونه مه پوست کوي. مېندې پلرونه د خپل ځان ښودلو، د نوم پیدا کولو، د خلکو پام ځان ته راړولو لپاره، د ځان څرګندولو لپاره، د ځان لپاره د نوم جوړولو، ځان ته نمبرې جوړولو لپاره او بلاخره د شخصي ګټي ترلاسه کولو لپاره د خپلو ماشومانو انځورونه په ټولنېزو رسنیو او شبکو کې خپروي. دې ډول پلار ته یو ډیجیټلي نارڅیست ناروغ شخصیت ویل کیږي. دغه ډول مېندې پلرونه په خلکو کې ځان پیژندنه غواړي. دغه کار دوی د ظاهري بریا یا په کار کې د مسلکي بریاوو لپاره کوي، خو وسمهال په خواشینی سره دا یوه عادي خبره ګرځیدلي ده.

ولې د ماشومانو عکسونه انټرنېټ ته پورته نشي
ځکه ماشومان هم خپل یو شخصي حریم د محرمیت حق لري. د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون 16 مه ماده کې راغلي: ماشومان د شخصي حریم یا د ځانګړي شخصي حریم حق لري. بنسټېز حقونه د خپل ځان انځور او د خپل ځان برخلیک یا د خوداردیت حق هم تضمینوي.دا په دې مانا دي، چې مېندې پلرونه اجازه نه لري، د ماشوم رضایت پرته هیڅ شي نه شي پوسټ کولي. مېندې پلرونه دا باید په پام کې ونیسي، چې ایا ماشوم د رسنیو اړین مهارتونه یا وړتیاوې لري او د انټرنېټ د پراخو ابعادو اغېزې تصور کولي شي. ماشوم د ډېرو لویانو په څیر دا تصور نشي کولي.
نن په نړۍ کۍ پینځه نیم میلیارده انټرنېټ کاروونکي شتون لري. د یو ماشوم په توګه دا ستونزمنه خبره ده، چې ماشوم موافقه وکړي، خو مېندې او پلرونه باید په دې پوه شي، چې د ماشوم د ځان خودارادیت حق ورسته یعني کله چې لوي شي، بیرته فعال یا ادعا کیدلې شي. په بله وینا ماشوم چې لوی شي، په خپلو والدینو باندې محکمه کې ان عارض کیدلې شي. د ماشومانو عکسونه په غلطو لاسونو کې لویدلي شي. د بېلګې په توګه په انټرنیټ کې داسي خلک شتون لري، چې په ځانګړي ډول د ماشومانو عکسونه حتی د عادي ماشومانو انځورونه لټوي او د جنسي اړیکو لپاره یې په ناوړه توګه کاروي او انځورونه فوټوشاپ کوي، شکل یې بدلو او دا بیا بیرته انټرنېټ ته پورته کوي. دوی دا انځورونه د پیډوفیل خلکو سره شریکوي، دا هغه خلک دي، چې د ماشومانو سره د جنسي اړیکو لیوالتیا لري. په ډیره چټکۍ سره داسي پیښیدلې شي، چې په فیسبوکپاڼه کې د ماشوم د لوبې ډګر انځور یا د سنیپ شارټ خپور شوي انځور د ماشومانو د فحشا یا د پورن لوڅو فلمونو کې د ټوکو په توګه وکارول شي. د تاسو ماشوم انځور په سلګونو ځله له یوه نه بل ته لیږل کیدلې شي، که نور نه وي په زرګونو ځله او د تل لپاره په انټرنېټ کې خپرېږي. د ماشومانو انځورونه د موبینګ یا ځورونې لپاره په ناوړه توګه کاریدلي شي.
په انټرنیټ کې په ځانګړي ډول د ماشومانو ناسم، شرمونکي یا ریشخند عکسونه هم انلاین په مجازي نړۍ کې خپریږي، چې دا تر ټولو ستونزمن کار دی. انټرنیټ په ماشومتوب کې او په تنکې ځوانانو کې دودېزه خطرونه زیاتوي لکه موبینګ یا د یو چا قصدي عمدي ځورول. ماشومان کیدلي شي په اوږد مهاله کې د خپلو انلاین عکسونو خپرولو څخه له سترو روحي زیانونو او فشارونو سره مخ شي. دغه ډول قصدي ځورونې د انسان روح ژور په اعماقو کې روحآ سوزوي او تلپاتې روحي روانې نښې نښانې په سړی کې پر ځای پرېږدي.
د ګلالیو ماشومانو ساتنه موږ ټولو ته یوه مهمه اندیښنه ده. هیڅ ماشوم نشي کولي په یوازي توګه ځان له تاوتریخوالي څخه وساتې. دا که په ریښتنېنې ژوندانه کې یا که په ډیجیټل مجازي نړۍ کې وي، دا یوه ټولنېزه دنده ده، چې ټول باید ورته په دقیقه توګه وګوري او ورته پام وکړي.
انځور زر زر په بیړه کې اخیستل کیږي، همداسي په بیړه کې په ټولنېزو رسنیو کې خپریږي، ډیرې والدین خوښیوي، چې په ټولنېزو رسنیو کې د خپلو ماشومانو له خندا ډک عکسونه پوست کړي، هغه څه چې نن یې مور او پلار یې خوښوي، ممکن ورسته د ماشومانو لپاره واقعآ هغه له شرمه ډک یو انځور وي او ماشوم به ټل شرمنده سرټېټي اوسي او پرې به شرمیږي. ورسره دا هم پېښیدلې شي، چې د معصومو ماشومانو شخصي انځورونه غلطو لاسونو ته ولویږي. انټرنیټ خو هیڅکله څه نه هیروي.
کله چې مور او پلار په هر حالت کې د خپلو ماشومانو عکسونه اخلي او دا ډول انځورونه په مجازي نړۍ کې خپروي، په دې کار سره د ماشوم شخصي حقونه تر پښو لاندې کوي.
ډېرې مېندې پلرونه په خپلو ماشومانو ویاړي او غواړي ملګرو او پیژندګلویانو ته دغه ځانګړي ښکلې شیبې وروښيې، ډیرۍ والدین په ندرت سره دا فکر کوي، چې دا ډول عکسونه به چیرته پای ومومي. مېندې پلرونه باید لومړي فکر وکړي او بیا دې پوسټ کړي. چې یو ځلې یو عکس انلاین خپور شو، بیا نو کنټرول یې په چټکۍ سره له لاسه وځي. د یو ماشوم انځور سم اخیستل شوي نه وي، بیا له ملګرو سره شیېر کیږي، ډیرې ماشومان مخکې له دې چې دوه کلن شي، د ټولنیزو رسنیو په نړۍ کې شتون لري. مخکې له دې چې ماشوم د ځان په اړه خپله پرېکړ کړي وي.
د ملګرو ملتونو ماشومانو کنوانسیون د شپاړلسمې مادې پر بنسټ هر ماشوم د شخصي حریم حق لري، دا د هر ماشوم د ازادې لامل ګرځي، څو ماشوم د ځان په اړه په خپله پرېکړه وکړي، چې دوی په ډله ییزو رسنیو کې په عامه توګه، د بېلګې په ‌ډول په انټرنېټ کې د ځان په اړه څه او څومره ښکاره کوي. په انټرنیټ کې د انځورونو حد یا اندازه سمه نه ده تصریح شوي او ډیرو خلکو ته سمه روښانه نه ده، حتی که انځورونه له پروفایل یا بلاګ څخه حذف یا ړنګ هم شي، عکسونه بیا هم په انټرنیټ کې خپریدو ته دوام ورکوي. نور کولي ‌شي، کاپي کړي، ايډیټ کړي او بیا یې توزیع کړي، همدارنګه په انټرنېټ کې اعلان جوړونکو ته اجازه ورکوي، چې د تاسو شخصي مالومات راټول کړي او وکاروي. خو دا په دې مانا نه ده، چې څوک اجازه نه لري، د ماشوم عکس په ټولنېزو رسنیو کې پوسټ کړي. نه داسي نه ده، ماشومان زموږ د تولنې یوه برخه ده او له همدې امله باید د ډیجیټل نړۍ په شمول زموږ د ټولنې په ټولو برخو کې ماشومان څرګند شتون ولري. ترټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې ایا د ماشومانو عکسونه انلاین پوسټ کیدلې شي یا نه، بلکې څنګه دا پیښیدلې شي.؟

په انټرنېټ کې د ماشومانو عکسونو خپرولو ګواښونه
څنګه مېندې پلرونه خپل ماشومان په انټرنیټ کې له ګواښ سره مخامخوي، کله چې مېندې پلرونه د ماشومانو عکسونه انلاین خپروي، دوی اکٍثرآ نه پوهیږي، چې دوی څنګه ماشوم په خطر کې اچوي. تر ټولو هغه بدترین حالت دا دی، چې د چا د ماشومانو انځورونه د ماشومانو په پورن جنسي تیریو سایتونو کې خپاره شي او د پیډوفیلو روانې ناروغو کسانو لخوا ترینه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.
ماشومان په انټرنیټ کې د ډېرو خطرونو سره مخ دي. کله چې د ماشومانو عکسونه انټرنیټ ته لاره ومومي، بیا له ماشومانو عکسونو څخه ناړه ګټه پورته کیدلې شي. په ټولیزه توګه پایلې عمري ویجاړونکي وي، خپله ګلالیو ماشومانو کوشنیانو ته دغه زیانونه نه جبران کیدونکي دي. د ټولنیزو رسنیو په پلټفورمونو کې لکه فیسبوکپاڼه، انسټاګرام، ټېک ټاک، یوټیوب، واټساپ، زېګنال او نورو ټولنیزو شبکو ته د ماشومانو انځورونه اپلوډ کول باید په خورا احتیاط سره چلند وشي. د تاسو ماشومانو انځورونه اکثرآ پيډوفیلي ویبسایتونو ته چیرې چې د ماشومانو سره د جنسي تیري فاحشیو شبکې دي‌، ورسیږي، په دغه سایتونو کې د معصومو ماشومانو عکسونه انلاین په ډېره ظالمانه او حیواني توګه غلط کارول کیږي. والدین څنګه باید په انټرنیټ کې د ماشومانو انځورونو سره چلند وکړي.

شیېرکول یا Sharenting څه شي دی.؟
شیرینتېنګ توري دوې برخې لري Share شیېر یا شریکولو ته او parenting روزونکی ته ویل کیږي‌ یا د والدینو لخوا شیېرکولو مانا لري‌، دغه کلمه د مېندو پلرونو لخوا په ټولنیزو شبکو کې د ماشومانو عکسونه او ویډیو کلیپونو عامه شیېرکولو ته اشاره کوي. د شیېرینټېنګ لغات په مجازي نړۍ کې یو خورا پراخ اړخېزه توری پیژندل شوي دی. ځکه والدین په پیل کې د خپلو ماشومانو انلاین عکسونو پوسټ کولو په اړه هیڅ فکر نه کوي. په هرصورت میندې پلرونه غواړي خپلو دوستانو ته وښیې، چې دوی د ماشومانو په اړه ډیر خوشاله دي. خو په خورا لوړه بیه د خپلو ماشومانو هوساینې خوندیتوب او راتلونکی له ستر ګواښ سره مخامخوي.

سایبري ځورول یا موبینګ Cybermobing څه شي دی.؟
د سابیري ځورونې مانا دا ده، چې خلک په انلاین بڼه کې ځورول کیږي. د بېلګې په توګه سپکاول، توهینول، ګواښل، افشا کول او رسوا کولو ته ویل کیږي. په ماشومانو، ځوانانو او لویانو باندې سایبري بریدونه د بریښلیکونو، ویبياڼو، چیټونو، فورمونو یا ټولنیزو شبکو له لېارې ترسره کیږي. انځورونه اکثرآ په ډیجیټلي ډول ایډیټ کیږي، د فحاشو ویډیوګانو سره بیا میکس کیږي، کوم چې د انځور شوي سړی سپکاوي کوي یا هغه سپکوي او دا کولي شي لوی روانې زیانو متضرو خلکو ته ورسوي. دا هم شونې ده، چې شرمونکي عکسونه یا ویډیوګانې قصډأ په عامه توګه د قربانیانو د تمسخرو، خندنې کولو او بدنامولو په موخه خپرېږي. د سایبري ځورونې خطر چې په ډیرو پېښو کې په ځان وژنه باندې پای ته رسیدلي دي.
مېندې پلرونه د خپل ځان لپاره شخصیت او د نوم پیدا کولو لپاره د خپلو ماشومانو انځورونه انټرنیټ ته ورپورته کوي.
په هیڅ حالت کې د ماشوم اړوند شخصي مالومات په انټرنټ کې خپاره نه کړي، لکه د ماشوم نوم، عمر، د اوسیدو ځای، د ښوونځی نوم او چیرته دغه عکس اخیستل شوي، داسی نور مالومات لکه د ماشومانو د خوښې شوق او ذوق لوبې، د ساعتیریو نومونه مه ورسره لیکئ. هیڅکله د خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو عکسونه په شرمناکو، ناخوالو حالاتو کې مه اخلئ او هیڅکه هغه مه خپروئ، ماشومان او تنکې ځوانانو باید په غوره توګه له لیري څخه په عکسونو کې د پیژندلو وړ نه وي یا په داسي ډول عکسونه واخیستل شي، چې د دوی مخونه سم ونه پیژندل شي، لکه لمرېزه تورۍ سترګۍ په سترګو کې درلودل.
ماشومان د شخصي حریم ساتنې یا د محرمیت حق او د شخصي عزت حق، د خپل ځان په اړه د مالوماتو غوښتلو حق او د خپل عکس خپرولو یا نه خپرولو حق لري.
لنډیز:
ډیري خلک په ډیره بې پروایې سره د خپلو ماشومانو عکسونه په ډله ییزو رسنیو کې پوست کوي. هغه مېندې پلرونه، کوم چې د خپلو ماشومانو عکسونه پوست کوي، باید پوه شي، دا عکسونه کولي شي، ماشومان د ژڼیتوب پر مهال سخت زیانمن کړي. ایا لویان خپله په ژړه کې، په خندا کې یا د ډوډې غوړلو پر مهال یوه ویده یا د ماشومانو په څیر انخورونه پوست کوي، یقینا چې نه. مېندې پلرونه باید چې د خپلو معصومو ماشومانو او د نورو ماشومانو انځورونه خپاره نه کړي. په خپلو لاسونو د خپلو ماشومانو لپاره د سایبري ځورونو بنسټ مه ږدئ. د خپلو ماشومانو د شخصیت پر حقونو تیرئ مه کوي. دا حتمي نه ده، چې تاسو د خپلو ماشومانو د شخصیت حقونو څخه سرغړونې لپاره باید شرمونکي یا له سپکاوي نه ډک انځورونه خپاره کړي، یو عادي انځور کفایت کوي. د ماشوم شخصیت ساتنې حقونو د والدینو لخوا د داسي‌ عکسونو خپرول او پوست کول په بنسټېز ډول ان دلته په دې ازاده لویډیځه نړۍ کې د منلو وړ نه دي. د ماشومانو انځورونو څخه ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسئ. کله چې یو انځور په انټرنیټ کې انلاین خپور شو، بیا نه په قانوني توګه او نه په تخنیکي توګه د تاسو د بیرته راګرځولو واک او اختیار پرې شته. هرڅومره چې په انټرنیټ کې ډیر عکسونه شتون لري، د انځورونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه اسانه کیږي. په شخصي ګروپونو کې د ماشومانو انځورنه یوازی د میسنجر خدماتو له لېارې لکه واټساپ یا سیګنال له لېارې شریک کیدلي شي. هیچا ته دا اجازه مه ورکوي، چې د تاسو د ماشومانو انځورونه په خپل پروفایل کې وکاروي، شیېر یا خپاره کړي.
مېندې پلرونه د ماشومانو انځورونه په څه ډول خپاره کړي. که څوک له دې خطرونو څخه ځان او خپل ماشومان خلاصول او ساتل غواړي، هغه دې په بشپړ ډول د خپل ماشوم او د بل ماشوم انلاین عکسونو خپرولو څخه ‌‌ډډه وکړي. که تاسو بیا هم غواړي، د خپلو ماشومانو انځورونه په ‌له ییزو رسنیو او پروفایلونو کې شریکوي، هغه عکسونه پوست یا شیېر کړي، چې مخونه یې د پیژندلو وړ نه وي. د بیلګې په توګه د شانه څخه، یوازې لاسونه یا پښې راښکاره شي، د ماشوم مخې په سمایلي انځور یا نښانې باندې پټ کړي.
تاسو کولي شي د ماشوم شا عکس واخلي، تاسو کولي شي، د ماشوم په مخ باندې د مسکا یو سمایلي انځور ولګوئ. د خپرولو مخکې ماشوم په کې شامل کړي، پوښتنه وکړئ، چې ایا هغه د عکس خپرولو سره موافق دی. د انځور سره شخصي مالومات مه خپروي، لکه د ماشوم نوم، ښوونځي یا د اوسیدلو ځای داسي نور جزیات.
هېڅکله په شرمناکو او ناارامه کونکو حالاتو کې د ماشوم عکسونه مه خپروئ. داسي فکر وکړی، چې تاسو به د خپل ځان یو عکس په داسي یو حالت کې انلاین شیېر یا خپور کړئ. تاسو باید د خپلو تنکیو ځوانانو او ماشومانو سره مرسته وکړي، چې ایا واقعآ داسي یو انځور د عامو خلکو سره شریکول اړین دي. ایا ممکن ورسته تاسو ته نارامه کونکی وګرځي، ښایې په لومړی سر کې ښکلي، توکي، مسخره کونکي، پارونکي او جذاب وي، خو ورسته د ځوانانو لپاره پښېمانه کونکي ګرځیدلي شي. مخکې له دې چې تاسو یو انځور په ډله ییزو ر سنیو کې پوسټ کړئ، یو ځلې فکر پرې وکړئ. موږ ټول د ظاهري یا مسلکې بریاو لپاره په ټولنه کې پیژندنه حاصلول غواړو یا شاباسۍ ته اړتیا لرو. دا خبره هم عادي ګرځیدلی، چې موږ د لائیکونو، شیېر کولو، تبصرو او په ټولنیزو رسنیو کې ملګرتیاوې له لېار انلاین پیژندګلوي غواړو. دا د دې لامل ګرځي، چې ځېنې لنډ فکره والدین خپل ماشومان انلاین ټولې نړۍ ته وړاندې کوي. اصولأ ماشومان د 13 کلنۍ عمر څخه پورته د ټولنیزو رسنیو په پلټفورمونو کې ځانته اکاونټ خلاصولي شي. تر دې مخکې ماشومان اجازه نه لري ځان ته اکاونټ خلاص کړي.


د فدرالي جرمني جنایي جرمونو مرکزي دفتر چې د ماشومانو د جنسي تیري سره د مبارزې مسوولیت هم په غاړه لري، خپلو هیوادوالو ته مشوره ورکوي او توصیه کوي، چې د ماشومانو عکسونه په انټرنیټ کې مه خپروئ. یو ځل چې عکسونه او ویډیویې کلیپونه په انټرنیټ کې خپاره شوي، بیا نو دا شونې نه ده، چې کنټرول شي، هر څوک چې دغه عکسونه په خپلواک کې ولري، هغه چې څه پرې کوي، کولي شي، د عکسونو سره هر څه پیښېږي. دوی د نورو شیانو ترڅنګ د ناروا موخو لپاره هم کارول کیدلی شي. د ماشومانو عکسونه انلاین پوسټ کول تر هغې لا ډیر خطرناک دي، چې څومره خلک په اړه فکر کوي. پرته له دې چې د ماشومانو عمر په پام کې ونیول شي، ماشومان خپل شخصي حقونه لري او له همدې امله د خپل عکس واک، اختیار او حق لري. دا په دې مانا ده، چې اساسآ هر څوک کولي شي د ځان په اړه پرېکړه وکړي، چې ایا د هغه انځور په ډله ییزو رسنیو کې خپور شي یا نه. له همدې امله د 14 کلنۍ څخه مخکۍ له دې چې عکس یا ویډیو شیېر یا خپره شي، د اړوند ماشوم رضایت یا اجازه اړینه ده. د 14 کالو څخه کم عمره ماشومانو قانوني روزنکي یا والدین د دې مسوول دي، چې د ماشوم عکس خپور شي یا نه. د خپلو ماشومانو ساتنه او د ګواښونو مخنیوي‌ څنګه وشي، تر ټولو غور لاره دا ده، چې د ماشومانو عکسونه او ویډیوګانې باید انلاین په ‌‌ډله ییزو رسنیو کې پوست نشي.
پاي