کور / سياسي / اژنا دوه کلنه شوه

اژنا دوه کلنه شوه

در آشنا – استرالیا

ټولو ته معلومه ده چې د امریکا ترنیواک وروسته، په ګران هیواد افغانستان کې د بن د ظالمانه او غیر عادلانه کنفرانس په نتیجه کې هیواد د په نوم غربي دموکراسۍ ترعنوان لاندې له یوستر بحران یاني د قدرت انحصار، اداري او اخلاقی فساد، د کانونو د چور چپاول د ځمکو او ملکیتونو د غصب، د قدرت د جزیرو د ګواښونو او نورو لسګونو منفي پدیدو د رامنځته کیدو سره لاس او ګریوان شو، همدا لاملونه وو چې طالبانو ته یو ځل بیا فرصت برابر شو چې له امریکا سره د مذاکراتو نوی پړاو ته لار خلاصه کړي.

د جمهوري نظام د منفي سیاستونو، د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د دوام د نیمګړتیاوو په نظر کې نیولو سره په بهر کې د افغانانو نړیواله شورا (دیسپورا)چې په هیواد دننه او بهر کې له سلو نه زیات ګوندي، ټولنیز، مدني، فرهنګي، سازمانونو، نهادونو او قومي شوراګانو په کې غړیتوب درلود جوړه شوه، چې موخې یې د افغانونو ملي یووالی، د فساد او نورو منفي پدیدو پر ضد مبارزه په هیواد کې د جنګ، جګړو او افغان وژنو ختم د سولې او تفاهم له لارې د داسې یو ملي حاکمیت منځته راتلل چې ټولو هیوادوالو ته د منلو وړ وي.

په بهر کې د افغانانو نړیوالې شورا د دوحي مذاکرت ترنظرلاندې لرل، تمه کیده چې دغه خبرې اترې به د هیواد ستونزمن وضعیت ته د پای تکی کیږدی، مګر په خواشینۍ سره ولیدل شول چې خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسیدي، نظام سقوط وکړ طالبانو ته یو ځل بیا فرصت په لاس ورغی چې د هیواد حاکمیت تر لاسه کړي.

د هیواد په داسې یو حساس وخت کې د طالبانو د ځینو نیمګړتیاوو په خاص ډول د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار د مخنیوی له هیوادوالو نه د نظام د مشروعیت د نه تر لاسه کولو، همدا ډول د هیواد پاکو سپیڅلو فني او مسلکي کادرونو ته په نظام کې د برخې نه ورکولو له امله یو شمېر هیواد او ولس دښمنو کړیو ته چې د هیواد د تیرې غمیزې او تباهۍ اصلي لاملین دي موقع په لاس ورغله چې د ملي مقاومت وسله والې مبارزې غږونه را پورته کړي.

د طالبانو ددغو یو شمېر غلطو پالیسیو له امله چې پورته ورته اشاره شوې د دې امکان لیدل کېده چې د دوي نظام د ماتیدو سره مخ شي او د قدرت د خلا په موجودیت کې پخوانې جنګسالاران د منفور مقاومت تر نامه یو ځل بیا هیواد یرغمل کړي.

د پورتنیو لاملونو په نظر کې نیولو سره دوه کاله پخوا د بهرمیشتو افغانانو نړیوالې شورا په بهر کې د نوروسازمانونو او په داخل د هیواد کې د سیاسي ګوندونو، سازمانونواو قومي شوراګانو کمیسون په ګډه سره د دې اړتیا ولیده چې د افغانستان د ژغورنې نړیوال ائتلاف(اژنا) د موجودیت اعلان وکړي.

د افغانستان د ژغورنې نړیوال ائتلاف په هیواد کې له روان سیاسي بن بست څخه د وتلو د لارو د موندلو، د مشورو، خبرو اترو او تفاهم له لارې د اسلامي امارت په وړاندې د سوله ایز اپوزیسیون په توګه د هیواد د ملي ګټو په استـناد خپل فعالیت پیل کړ.

دافغانستان ژغورنې نړیوال اېتلاف (اژنا)باور لري چې د جنګ، جګړې له لارې او یا د نړیوال استعمار په اوږو سپور قدرت ته رسیدل د هیواد د بحران د حل لار نه ده، بلکې د افغانانو تر منځ ملي یووالی، د خبرو او تفاهم له لارې د داسې یو ټول ګډونه ملي، اسلامي حاکمیت جوړول چې د هیواد ټول قومونه په کې برخه ولری ښه او ټاکونکې لار ده، البته نه د پخواني جمهوریت د لوتمارانو، غاصبانو، او جنګسالارانو په ګډون ګډ شموله حاکمیت.

د افغان ژغورنې نړیوال ائتلاف د نظام د چپه کولو، کمزوره کولو طرف نه دي ، بلکه د مشورو او تفاهم له لارې په نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو، ټولو افغانانو ته د نارینوو او ښځو په ګډون د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د حق ورکولو، نړیوالو سره د متقابل احترم او د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د تعامل او اړیکو د جوړولو او ساتلو په لار کې د هلو ځلو غوښتونکی دی.

«اژنا» یو ځل بیا په طالبانو غږ کوي چې د اسلامي احکامو په نظر کې نیولو سره دې په هیواد کې د نجونو د ښوونځی، دروازې پرانیزې، ښځو ته دې د زده کړو،کار او روزګارشرائط مساعد کړي، کار دې اهل د کار ته وسپاري، د یوې لويې جرګې له لارې دې له افغان ولس نه د نظام مشروعیت تر لاسه کړي، په نظام کې دې هیواد پالو سپیڅلو مسلکي کادرونو ته د کار زمینه برابره کړي، نړیوالو سره دې د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره د تعامل او دوستانه اړیکو لار پرانیزي، ګاونډیو هیوادو سره دې د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره اړیکې په نظر کې ولری، چې د دغو پورتنیو اړتیاوو عملي کول په هیواد کې د نظام د ټینګیدو او د دولت په رسمیت پیژندلو له پاره ضروری لاملونه کیدای شي.

څرنګه چې( اژنا) د نړۍ په اکثرو هیوادو کې څانکې او استازي لری، خپل مکلفیت ګڼي، چې ددغو هیوادو د سیاسي، ټولنیزو او بشردوستو نهادونو سره اړیکې ټینګې کړي، د افغانستان د عیني واقعیتونو نه یې خبر کړي او د هغو هیواد دښمنو کړیو څېرې او ماهیت دوي ته افشاه کړي، چې د خپلو شخصي ګټو او قدرت ته د رسیدو له پاره د مقاومت چیغې او نارې وهي.

د افغانستان ژغورنې نړیوال ائتلاف د هغو شخصیتونو او کړیو پر ضد چې د خپلو شخصي ګټو،غصب کړو ملکیتونو،اعزازي مقامونو د بیرته لاسته راوړلو په لارکې د په نوم ملي، نظامي، مقاومتونو نارې سورې وهي، د افغانانو د حقونو، ملي هویت، ملي بیرغ اونورو نومونو ترعنوان د درواغو شعارونه ورکوي پرضد یې په کلکه مبارزه کوي، او په خپلو لیکو کې ورته ځای نه ورکوي.

په دې کې شک نه شته چې هر یو سیاسي او ټولنیز حرکت هم دوستان لري او هم مخالفین. د افغانستان ژغورنې نړیوال ائتلاف د دوه کالو په پوره کیدو سره، د خپلو داخلي اصولو سره سم د ټاکنو په نتیجه کې د ائتلاف شورا او همدا ډول عالي شورا د رایو په اتفاق وټا کله، او د غونډې جریان او رپوټ یې رسنیز کړ،چې هم د ائتلاف د غړو او هم د ډېرو ملي او په هیواد او خلکو مینو شخصیتونو له لورې یې تائید او ملاتړ تر لاسه کړ، خو لیدل کېږی چې دوه دری کسانو منفي عکس االعمل وښود، چې ممکن خپل ځواب یې هم تر لاسه کړی وي.

نیوکه یا نظر ورکول که مثبت وی یا منفي د هرچا حق دی، خو پر موضوع ځان پوهول، ماهیت یې درک کول او بیا پرې مثبت یا منفی نظر ورکول د عاقلانو کاروي.

«د خیر او اصلاح له مخې نیوکه رغونکي ده، د حسد او کینې له مخې ورانوونکې». ارسطو

د اژنا عالي شورا