کور / د ډيورنډ کرښه / د افغانستان سرہ د پیښورد الحاق حقوقي اړه

د افغانستان سرہ د پیښورد الحاق حقوقي اړه


لیکوال
محترم دوکتور محمد عثمان تره کی


د پیښور ښار افغانانو ته سمبولیک ارزښت لري.

د تاریخ په روایت پېښور د پښتنو د شجرې تاریخي زیږنځای او د کندهارا فرهنګي حوزې پورې اړه لري.

پښتانه د میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله پخوا د پېښور څخه د سلیمان غره شاوخوا سیمو ته کډه شوي وو.

پیښور په دوهمه میلادي پیړۍ کې د کنیشکا پاچا پلازمینه وہ چې بیا وروسته د کوشان امپراتورۍ په ولکه کې پریوته.

پیښور د ورښمین لارې له لوري هند ته د فاتحینو د تمځاي حیثیت درلود او د غوریانو، غزنویانو او درانیانو د امپراتورۍ یوه برخه وه.

پیښور په۱۷۸۹ م کال د احمد شاه دراني له امپراتورۍ سره وتړل شو.

د اتلسمې پیړي په پیل کې وروسته له هغه چې انګریزانو خپل اروپایی سیالان شاته کړل او د هند او اروپا سوداګري یې انحصار کړه، نو د هند پر لور د ټولو سمندري لارو کنترول یې په لاس کې ونیوه او د یرغلګرو څخه د هند د ساتنې له پاره یې د راغلیو وچو لارو د کنټرول په لټه کې شو. د همدې موخې د تأمین د پاره یې افغانستان او ایران ته پام واړوہ. ھماغه و چې دا دواړه هیوادونه د اوږدې مودې له پاره د انګریز د دسیسو او یرغلونو په امله کله په کورنيو شخړو او کله له اشغالګرو سره په جګړو کې ښکیل وساتل شول.

افغانستان د زمان شاه پر مهال په سیمه کې د مسلمانانو پیاوړی مورچل و.

انګریزانو ھغه د خپلو استعماري پلانونو د عملي کولو په لار کې لوي خنډ ګانه. نو تر ټولو لومړ‎ی یې افغان شاهنشاهي ړ‎نګولو او افغانستان په خپل کنترول کې راوستلو ته ملا وتړله. دغه مهال په هند کې انګریزي پوځونه د زمانشاه د مقابلې جوګه نه وو. نو ئې د دُراني سلطنتي کورني په منځ کې له یوې خواه او د درانيو او محمدزیو تر منځ د تفرقه اچولو سیاست ته مخ کړ. د واک په سر یې په کورنیو جګړو کې د افغانستان لویه امپراتوري ړنګه او د طبعي سیاسی پولو د ننه دیره خاوره د افغانستان څخه جلا کړہ.

د افغاني شهزادګانو د اختلاف څخه په ګټه اخیستنې، انګریزانو هندوستان تر لودیانې پورې ونیوه . او په (۱۸۰۸-۱۸۰۴ م ) کې یې شاه شجاع چې د پیښور والي و د کابل په تخت کښیناوه. خو یو کال وروسته شاه شجاع د خپل ناسکه ورور شاه محمود له لاسه ماتې وخوړه او انګریزانو ته یې پناه یوړه.

انگریز د ھمدې طلايي فرصت څاؤ ته ناست و. ھغوی، د پیښور په شمول د افغانستان نورې خاورې لاندې کولو ته پام اړولې وو او فراري شاه شجاع د افغانستان د تاج او تخت بیرته نیولو ته.

د سدوزیو او محمدزیو د سیالیو د ګډوډیو په چاپیریال کې رنجیت سنګ په ۱۸۰۹ م د پنجاب خپلواکي اعلان کړه او په ۱۸۳۸ م کې یې په پیښور باندې قبضه ولګول.

انګریزانو په ۱۸۴۹ م د امیر دوست محمد خان د سلطنت په وخت کې د پیښور په شمول د اباسین شمال او لویدیز ته د سیکانو لخوا د افغانستان غصب شوې خاوره د سیکانو څخه په زور ونیوله.

پدې ډول د افغانستان لږتر لږه نیمیایي خاوره یانې اوسنی پښتونستان د برتانوي هند سره پاتې شو.

کله چې انګریزان د سیمې څخه وتو ته اړ شول نو د هند د نیمې وچې د ویش یانې د هند او پاکستان د جلا کیدو پر مهال دغه خاوره د انګریزانو د میراث په نامه د پاکستان سره پاتې شوہ.

اوس، راځو دیته تم کیږ‎و چې نړیوال حقوق د افغانستان د غصب شوې خاورې په اړه څه وایي ؟

موضوع په دوه برخو تر ویش پس ارزوو :

لومړ‎ی د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو د استعماري حضور په موده کې او دوھم د پاکستان د جوړیدو نه را وروسته.

لومړ‎ی – افغانستان په هندوستان کې د انګریزانو د حاکمانه حضور په وخت کې، د انګریزانو د دوامدارو دسیسو او فشارونو قرباني و. پادشاهان لاسپوڅي وو او د انګریزانو مستمرمعاش خوړ‎ونکي وو.

په هند کې د انګریزانو د واکمنۍ په موده کې افغانستان تحت الحمایه هیواد پاتې شو. د افغانستان د بهرني سیاست واک د انګریزانو په لاس کې وو.

له همدې کبله ټول هغه تړونونه چې د افغانستان بېواکه پادشاهانو د زر ، زور توطئیه، تطمیع او تزویر په بنسټ له انگریزانو سره لاسلیک کړي ځکه حقوقي باور او ارزښت نه شي لرلای چې افغان لوري خپل ارادیت نه درلود.

خپل ارادیت د نړیوالو تړونونو بنسټیز اصل دی. د تړون لاسلیک کونکي باید په خپله اراده کې خپلواکه وي. آزاده اراده د لاسلیک کونکو د بشپړ رضایت ښکارندوی دی .

د ۱۹۶۹ م کال د ویانا کنوانسیون د ۶ مه مادې له مخې په نړیوالو حقوقو کې یواځې یو خپلواک دولت د یو باوري بین المللی تړون د لاسلیک کولو حق لری.

د بین المللي حقوقو ټول پوهان پدی نظر دي چې : « کله چې یو هیواد تحت الحمایه (پروتکتورات) وي، یواځې حامي یانې (پروتکتور) دولت د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری ». پدې اړه تاریخي مثالونه زیات دي. د هغې جملې نه :

– په افغانستان کې د ګوډاګي پادشاهانو په وخت کې بهرني امنیت او باندني سیاست اداره د انگریزانو په لاس کې وه. یواځې انگریزانو د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت د بین المللي تړون د انعقاد حق څخه بې برخې وو. دغه واقعیت چې انگریز او تزاری روس په ۱۸۷۷،۱۸۷۳او۱۸۹۵ م کلونو کې د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې د افغان واکمنانو په غیاب کې تړونونه لاسلیکول، دا ثابتوي چې هیواد په خپل بهرني سیاست کې د انگریزانو تر استعماري حکم لاندې او یو تحت الحمایه دولت وو.

– بل مثال : په ۱۹۳۹م د مارچ په ۱۵ مه د چکوسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو، چې د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوخوم » او « موراوی » ایالتونه آلمان ته وسپاري .
د آلمان له ماتې وروسته تحت الحمایه تړون لغوه او نوموړي ایالتونه بیرته چکوسلواکیا پورې وتړل شول.

– بل مثال : کمبودیا په ۱۹۴۹ م کې د فرانسې تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د پروتکتور دولت په څیر، د تایلند سره د کمبودیا د پولو ټاکلو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. کمبودیا د خپلواکۍ نه وروسته مخکنې استعماري تړون ملغا کړ.

پرته د خپل ارادیت نه نړیوال باوري تړون د بطلان نور لاملونه هم لري چي د هغو په شته والې تړون ملغا کیږي. دغه لاملونه د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلې ده: دوکه ( غبن ) او اجبار ( خشونت ) د هغې جملې څخه دي. نوموړي سببونه هر یو کولای شي، چې د لاسلیک کونکو بشپړ رضایت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راولي او په وروستي تحلیل کې د تړون د بطلان لامل وګرځي.

د پیښور ښار په اړه په دواړو لاملونو یانې غبن او خشونت باندې رڼا اچوو :

الف . سکانو او انگریزانو غبن یا دوکه د پیښور د لاندې کولو په مقصد په بیلو بیلو ډولونو کارولې دہ؛ په نړیوالو حقوقو کې بډی یا رشوت هم د دوکې یو ډول ګنل کیږی. د بډې ورکولو موخه د بډو ورکونکي په ګټه د تړون اړول دي.

د ۱۹۶۹م د ویانا کنوانسیون ۵۰ مې مادې بډې د لاسلیک کونکو د آزادې ارادې، چې د تړون بنسټیز اصل جوړوي د سلبولو لامل ګڼلی دی.

دلته د پیښور په اړه د پیسې د معاملې په تړاو د یوه تاریخي روایت یادونه کوو :

وروسته له دې چې د پاچاهۍ واک له سدوزو کورنۍ څخه محمدزیو ته انتقال شو، ټول ولایتونه چې د ابدالي حکومت له خوا نیول شوي وو د پاینده محمد خان د زامنو ترمنځ وویشل شول. په دې وېش کې سردار سلطان محمد طلايي د نادر خان نیکه د پیښور والي وګمارل شو.

جنرال « جوسیا هارلان » یو امریکایی جراح چې د انګریزانو په پوځ کې دنده درلوده « د افغانستان سلطنت او امریکا » نومې په کتاب کې د پیښور د سقوط د توطئي څرنګوالې داسې په ګوته کوي:

« سردار سلطان محمد زما په منځګړیتوب له رنجیت سنګ سره د پیسو معامله وکړه او پیښور یې رنجییت سنګ ته پریښود.

زه پدې بریالي شوم چې سردار، د هغه د لس زره ایله جاري لشکر سره د رنحیت سنګ په ملاتړ وهڅوم.

کله چې امیر دوست محمد د سردار سلطان محمد له پټې معاملې څخه خبر شو له رنجیت سنګ سره د جګړې په نیت له یو لوی لښکر سره د پېښور پر لور روان شو. خو لږ وروسته شاتګ ته اړ شو او پبیښور رنجیت سنګ ته پاتې شو ». ( د جوسیا هارلان د نقل قول پاي).

( جوسیا هارلان ـ د افغانستان سلطنتي هیواد او امریکا ـ فیلادلفي ـ ۱۸۴۲م ـ ۱۲۴ او ۱۲۵ مخونه ).

ب ـ پرته د غبن نه په بین المللی حقوقو کې د تړون د انعقاد په بهیر کې اجبار او تشدد د پخوا زمانې راهیسې د تړون د بطلان لامل پیژندل شوې.

پر بل دولت باندې هر ډول نظامي، سیاسي یا اقتصادي فشاراو تشدد د تړون د بطلان لامل ګرځي.
دغه حالت ته په لاتینی اصطلاح کې « لاکس لاتا » ویل شوې. د ویانا کنوانسیون په۵۱ مه ماده کې راغلي : «هر هغه تړون چې د یو دولت پر استازي د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شي، هیڅ ډول حقوقی آغیز نشي لرلی او بالکل باطل ګڼل کیږي». د ویانا کنوانسیون په ۵۲ مه ماده کې زیاتوي : « هرهغه تړون چې د ګواښ یا زور کارولو پر بنسټ تصویب شوی وي او د ملګرو ملتونو د منشور د منل شویو بین المللي حقوقي اصولوسره په ټکر کې وي، ملغا اعلانیږي . »

د تاریخ په اوږدو کې داسې تړونونه، چې د زور او زر له لارې تصویب شوي او بیا باطل اعلام شوي دي، خورا زیات دي.

دلته دوه مثالونه یوه وطني او بل بهرني بیانوو :

ـ وطنی مثال : په ۱۸۳۸م په لاهور کې د برتانوي ګورنر جنرال، شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ یو موافقه لیک لاسلیک شو. په موافقه لیک کې شاه شجاع د افغانستان د پادشاهي د بیرته نیولو د ژمنې په بدل کې د افغانستان د ټولو ځمکو یعنې ماورأ بولان او ماورأ خیبر چې د سکانو تر ولکې لاندې وو تیر شو. د افغانانو د خاورې لویه برخه د سیکانو په نوې زیږیدلې دولت پورې جبراً وتړل شول. پدې دول د انګریزانو تر فشار لاندې، پیښور د افغانستان د طبعي او سیاسې جغرافیا نه جلا شول. لمړي سکانو او ورپسې انګریزانو پرې قبضه وکړ‎ہ.

د لاهور د موافقه لیک پر بنسټ د انګریز او رنجیت سنګ ګډ پوځ شاه شجاع په زوره د کابل په تخت کښیناوه. خو کابل ته د ګوډاګي پادشاه راتګ په ۱۸۳۹ م د افغانانو او انګریزانو د لومړ‎ې جګړې لامل وګرځید.

پدې جګړه کې د انګریز سفیر « مکناتن » په شمول دیرش زره پوځ ووژل شول.

– بهرني مثال : په ۱۹۰۵م کې جاپان « سیول» اشغال کړاو کوریایي استازی یې دیته اړ کړ، چې یو تحت الحمایه تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چې ۴۰ کاله تر اجراء لاندی و، په ۱۹۴۵ م کال کې د جاپان د ماتې وروسته باطل اعلام شو.

څه چې تر اوسه پورې وویل شو د پیښور په اړه داستعماري تړونونو د بطلان حقوقي اړخ و.

اوس پر دې موضوع رڼا اچوو چې نړیوال حقوق د پاکستان د جوړیدو څخه وروسته د پیښور برخه لیک ته په کوم انداز پام اړوي.

دوهم ـ دلته بحث په دوه موضوعاتو باندې متمرکز کیږي : د تړونونو نسبیت او د تړونونو وراثت.

ـ په لاتیني حقوقي دود کې د تړون نسبیت په دې ډول څرګند شوی دی :د دوہ خواو ترمنځ « یو تړون د ثالث له پاره کومه وجیبه او حق نه زیږوی ».

په نړیوالو تړونونو کې د نسبیت اصل د ۱۹۷۵م د اکتوبر د ۱۴ نیټې د « بن » په اعلامیه کې داسې راغلي دي: « فرانسه ، انگلستان، شمالی آیرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي، چې د دوۍ تر منځ تړل شوی تړونونه پر هیڅ ثالث دولت باندې حقوقی اثر نشي اچولی ». په پای کې همدغه د محتوا ډکه مخکنی حقوقي دود او دستور، د ویانا کنفرانس د اعلامیی په ۳۴ ماده کې داسې سجل وموند : « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه نشي رامنځته کولای.»

نړیوالې قضایي ادارې هم پدې متفق دي چې کوم تړون د دوو هیوادونو تر منځ لاسلیک کیږی پر دریم هیواد حقوقي اغیزنشي ښندلای.

د پیښور په اړه موافقه لیکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه، بلکې د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو. پاکستان د موافقه لیکونو د انعقاد په وخت کې له سره موجود نه وو او د تړونونو د مفاداتو څخه لرې پاته کیږي.

یو مثال: په ۱۹۹۷ م کې د عدالت نړیوال دیوان هغه تړون چې په۱۹۷۷م د « دنیوب» سیند د شاوخوآ ځمکو د ویش په هکله د چکوسلواکیا او هنگري تر منځ لاسلیک شوی و لدې کبله چې د سلواکیا نوي جوړ شوي دولت په تاوان وو، ملغا اعلام کړ.

د تړون د نسبیت څخه چې تیر شو، پاکستان ځان د انګریز ښکیلاک وارث ګڼي.

د تړون وراثت په اړه عمومي قاعده داده چې د ښکیلاک د واکمنۍ څخه راپاتې نوی دولت د مخکني دولت د معاهداتو په وړاندی د دریم دولت حیثیت لري او د تړونونو د امتیازاتو او احیانآ د وجایبو څخه ګټه نشي پورته کولای. په بل عبارت کله چې د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپلی پشتوانې څخه بې برخې کیږي او جنسآ له منځه ځي».
پدې حساب د پاکستان دولت چې د برتانوی هند استعماري واکمنۍ له نسکوریدو راوروسته جوړشو، د پیښور په ګډون د افغانستان د غصب شوې خاورې د موافقه لیکونو د مفاداتو څخه بی برخی پاتې کیږي.

پیښور د افغانستان د خاورې ھغه برخه ده چې په ۱۹ مه پیړي کې د زور، زر او دسیسو پر بنیاد د خپلي طبیعی جغرافیې څخه جلا شوې. پدې برخه کې نړیوال حقوق د افغانستان د ځمکني دعوا څخه ملاتړ کوي.

پایله:

نڼ افغانستان او پاکستان د سیمې او د سیمې نه د باندې هیوادونو په ژیوپولتیک لوبه کې راګیر دي.

افغانستان هغه وخت د خپلې ځمکنۍ دعوا لوبه میدان ته وړاندې کولي شي، چې یو پیاوړې ملي، اسلامي او مشروع واکمني ولري او د یو با انډوله دیپلوماسي له لارې د خپلې داعیې په ملاتړ د نړي زبر ځواکونو پام ځانته راجلب کړي.

ومن الله التوفیق