کور / #PTM / پاکستان پوځ او ریاست د افغان کډوالو او پښتنو لږکیو سره بشري ضد چلند کوي

پاکستان پوځ او ریاست د افغان کډوالو او پښتنو لږکیو سره بشري ضد چلند کوي

په ډنمارک کي د پښتون ژغورني غورځنګ غړو پاکستان د افغان کډوالو او پښتنو لږکیو سره په بشري ضد چلند تورن کړ.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په ډنمارک کي د پاکستان سفارت مخته د پښتون ژغورني غورځنګ پلویانو احتجاجي لاریون وکړ او د پښتنو لږکیو او افغان کډوالو سره د پاکستان دولت لخوا د توپیري او بشري ضد چلند د بندیدلو شعارونه یې ورکول.

په دې لاریون کي چي میرمنو هم ګډون کړی وو، له سویډن، جرمني، هالنډ، بلجیم او فرانس څخه د غورځنګ مسؤلینو او هم غړو هم برخه لرله.

لاریونوالو د عید رحمان وزیر، زکیم وزیر او ګیلامن وزیر د خلاصون شعارونه په لاسونو کي لرل، نوموړي کسان د مئ پر ۳مه او جون په نیمایي کي نیول سوي او د پوځ په بندیخانو کي تر تشدد لاندي ساتل کیږي.
یو شمېر نورو لاریون کوونکو پر پي ټي ایم د کریکډاون بندیدل، د هدفي وژنو بندیدل، د ځورونو او شکنجو ورکولو بندیدل او دې ته ورته شعارونه پورته کړي ول.

پر سپین بولدک او چمن او همداسي د تورخم له لاري پر ډیورنډکرښه د را اوښتونکو مساپرو او کډوالو د ځورولو او په کراچي و اسلام اباد کي د زرګونو په تعداد افغان کډوالو چي ډیری یې قانوني اسناد په لاس کي لري، د پاکستان پولیسو او ملېشو لخوا د غلا او رشوتونو اخستلو لپاره نیول، بندي کول او ځورول د ګاونډیتوب او بشري حقونو خلاف عمل وبلل سو او د بندیدو غوښتنه یې وسوه.

لاریونوالو د افغانستان پر حکومت هم ږغ وکړ چي د نجونو د تعلیم، تحصیل او ښځو کار پر وړاندي بندیزونه لري کړي.
په افغانستان کي تر دوه کاله ډیري مودې راهیسي تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او د څه پاسه یو کال راهیسي نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه نه ورکول کیږي چي د لاریون کوونکو په وینا دا د ملي ګټو او نړیوالو بشري حقونو خلاف تګلاره ده او باید له سره غور پر وسي.

د اروپا پي ټي ایم تنظیموونکي ښاغلي مالک بازي له افغان حکومته د مطیع الله ویسا د خلاصون غوښتنه وکړه او د هغه نیول یې یو بشري ضد او د علم او رڼا خلاف عمل وګڼی.
د قلم لاره بنسټ مشر مطیع الله ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کي استخباراتو ونیوی چي د ۶ میاشتو په تیرېدو یې
تر اوسه یې نه جرم څرګند سوی دی نه یې د سرنویشت په باب احوال سته.
پښتون ژغورني غورځنګ له امو تر اباسینه په لراوبر افغان خاوره د امن ټینګښت او ټولو اوسیدونکو ته بېله توپیره د انساني او مدني حقونو د ورکړي غوښتونکی دی او په دې لاره کي پرلپسې سوله ایزه مبارزه کوي.
‏#PtmDanmarkProtest PTM Danmark Ptm Europe #ReleasePtmActivists #LetAfghanGirlsLearn