کور / تازه خبرونه / د تورخم دروازه، د تیر په څېر، د تازه میوو پر وخت ۹ ورځي تړلې وه

د تورخم دروازه، د تیر په څېر، د تازه میوو پر وخت ۹ ورځي تړلې وه

۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳

نن نهمه ورځ ده چي د تورخم دروازه لا هم د ولسونو او باري موټرانو د تګ راتګ پر مخ تړل سوې پاته ده.

د تورخم دروازه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ د وسلوالي شخړي له امله و تړل سوه. دا وسلواله شخړه چي دوه ساعته يې دوام وکړ، هغه وخت رامنځته سول چي طالب چارواکو د تورخم د دروازې سره څېرمه د یوې پخوانۍ امنيتي پوستې د بیا رغولو چاري پېل کړې. د راپورنو له مخي، د دواړو لوریو ترمنځ د د روغي-جوړي خبري څو ځلي تر سره سوي دي، خو تراوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې. افغان سوداګر وايي چي د تورخم د دروازې د تړلو راهیسي يې تازه ميوې او سابه وراسته سوي دي چي تاوان يې میلونونو ډالرو ته رسيږي.

د یادوني وړ ده چي د ډیورنډ د کرښي دروازې زیات وخت د تازه ميوو د صادراتو پر وخت په یوه او بل نامه تړل کيږي چي زیان يي ولسي وګړو او سوداګرو ته رسيږي.

د یو بل خبر له مخي، د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چي پاکستان او افغانستان به دې ته وهڅوي چي د تورخم د دروازه د ګډ کار له مخي بیرته پرانيزي.

د ډیورنډ پر کرښه تګ راتګ د ولسونو پر مخ د تیر په څېر یوه ستره او تلپاتې ستونزه ده چي ولسونه په ټولیزو رسنيو کښي ترې تازه شکایتونه لري. په دې وروستیو کښي د پاکستان دننه هم د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان اتباعو ځورول، ناقانونه نيول او بندي کول ډیر سوي دي. په پاکستان کي افغان راجستر سوي مهاجر او هغه افغانان چي د څو لسیزو راهیسي همهلته میشت سوي دي؛ هم پدې وروستیو کي د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

تازه مالومات:

نن ۱۵ سپتمبر د خیبر دروازه تر لس ورځني ځنډ وروسته د ولسونو د تګ راتګ پر مخ پرانستل سوه