کور / شعر / د پښتون ورمېږ په خپله توره غوڅ دی

د پښتون ورمېږ په خپله توره غوڅ دی

که غواړئ وطن جوړ سي او ولس نجات پیدا کړي دغه بیتونه به په هر مجلس کي حلاجي کوي.
دا پریږدئ چي لایق صاحب په کوم دین،مذهب،قوم،ایدیالوژۍ او عقیده وو؟ مهمه دا ده چي تر دغه د مرض لوی کشف او اساسي ستونزه د دې قوم چا نده ه پیدا کړی.
سليمان لايق
«خپل تقصیر»
د خوشحال خټک په څېر لیونی نه یم
چې تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدي
د پښتون ورمېږ په خپله توره غوڅ دی
بیهوده د خون تورونه په بل بل ږدي
د لودي تاج پښتنو په بابر کېښود
په غلطه پر هغه تور د رغل ږدي
د تره‌کي او امین کانه در ياد کړه
که هر څو پښتانه گرمه په کارمل ږدي
نجیب چا پانسی ته جگ کړ بې پښتونه
خو تقصیر په بې تقصیرو لکه تل ږدي
د بابړې پټنگان چا شهیدان کړل
په قیوم باندې که هر څه نوم بدل ږدي
صمد خان بابا د چا په لمسون ومړ
چی ملایې تقصیرونه په اجل ږدي
په پښتون کې توره شته خو پوهه نشته
چې د عقل د آیاتو په سر پَل ږدي
انسان کېښوده ماڼی د لمر په وړانگو
لا زموږ شپانه کېږدی په پېڅول ږدي
مغني پر رباب وغځوه گوتې
چې ساقي د لمر جامونه یو په بل ږدي
گوره بیا څوک د وصال تخت ته رسېږي
د تاریخ ناوی گلونه په اوربل ږدي
راځه دا ساغر په دغه تمه جگ کړو
چې آسمان پیاله د عدل په تکل ږدي
د جومات دېره مې خوشې کړه ملا ته
لیونی د خرابات مې پل په پل ږدي
د لایق مینه به ولې داستان نه شي
چې سجده د غرڅنیو په درشل ږدي
ــــــــــــــــــــــــ
مجید ارغسانوال