کور / سياسي / په م.م. کې د پاکستان استازي نامسولانه څرګندونو ته غبرګون

په م.م. کې د پاکستان استازي نامسولانه څرګندونو ته غبرګون

جناب منیر اکرم،
د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍنښې دي. حیران یم، چې له فرهنګ ناخبره یو شخص څنګه، په ملګروملتونو کې د یوه مصنوعي، بې تاریخه او بې ملته پوځ استازولي کوي؟

جناب اکرم،

اول:
تر دې مخکې چې د افغان فرهنګ په اړه څه ووايې، هیله ده (فرهنګ= Culture) راته تعریف کړې.
زه غواړم پوه شم، چې ته فرهنګ پېژنې؟
او که یې پېژنې، څنګه یې پېژنې؟

دویم :
د افغان فرهنګ په اړه په څه پوهېږې؟
څو کتابونه، څومره لیکنې یا لږ ترلږه څو کرښې دې د افغان فرهنګ په اړه لوستي؟
خوشال خان خټک پېژنې؟
د هغه د (دستارنامې) نوم دې اورېدلی؟
ایا خبر یې چې څلورسوه کاله پخوا دغه ستر افغان د نجونو او هلکانو د زدکړو په اړه څه ویل؟
لنډۍ پېژنې؟
د اتڼ نوم دې اورېدلی،
د پښتانه او ډول او څڼو راتاوېدو فرهنګ دې لیدلی؟
غني خان پېژنې؟
باور لرم، چې یو هم نه پېژنې.
له دې خبر یې چې د حبیبیې لیسه ستا له هېواد او نړیوال وجود څخه ۴۴ کاله مشره ده؟
هو! ۴۴ کاله مخکې تر دې چې ستا هېواد او تاریخ وزیږي، افغانانو عصري تعلیم کاوه، خبر یې که نه؟
کابل پوهنتون، چې د اسیا په لویو او مهمو پوهنتونونو کې و، ستا تر هېواده ۱۵ کاله مشر دی. ستا هېواد او ستا تاریخي وجود د افغانانو له لومړني معاصر پوهنتون څخه ۱۵ کاله کشر دی.
ستا د هېواد تر زېږېدو پوره ۲۶ کاله مخکې دلته د مېرمنو نهضت پیاوړی و، د نجونو لیسې وې او ارشادالنسوان خپرېده.
د افغان فرهنګ استازې (مېرمن پروین) چې خپله لومړۍ سندره په ملي راډيو کې ثبتوله، ستا هېواد نوی زېږېدلی و.
د افغان فرهنګ یوه خورا کوشنۍ برخه؛ ښځینه موسیقي او تیاتر هم ستا له هېواده مشران دي.
ته خبر یې چې ستا د هویت متفکر مغز (لاهوري اقبال) د افغان فرهنګ په مدحې او ستاینې څومره ځان ستړی کړی دی؟
که افغان فرهنګ نه پېژنې، اقبال خو به پېژنې؟
لږ یې ولوله!
مسافر، جاوید نامه، اسرار خودی، رموز بیخودی، پیام مشرق، زبور عجم او نور ولوله، افغان فرهنګ هلته پېژندلای شې!

جناب منیر اکرم،
ستا فرهنګي پلازمېنې ته زما له غزني څخه تمدن او زما له کندهار څخه حکومتولي دروړل شوې ده، په دې خبر یې؟
تر دې مخکې چې ستا په استخباراتي قلمرو کې انګریز شاتګپالې مدرسې جوړې کړي او بیا د پوهنې ضد او ښوونځي ضد افیوني روایتونه (Colonial narrative) راصادر کړي، زما فرهنګ په خورا طبیعي بڼه وده او تکامل کاوه. عصري ښوونځي مو درلودل، په کندهار کې د نجونو لیسې او هلته د سلګونو ښځینه مېرمنو عصري تدریس هم یو کال ستا له هېواد څخه پخوانی تاریخ لري.
خپله خبره بېرته واخله او شرافتمندانه بښنه وغواړه!
او که نه، نړۍ به پر خپله بېسوادۍ، ناخبرۍ او ناپوهۍ وخندوې.
موږ کولای شو، یو مهال چې در وزګار شو، د هویت جوړولو بنسټونه او د فرهنګ پېژاند درزده کړو. موږ په دې چاره کې اوږده تاریخي تجربه لرو.
دا په یاد ولره!
موږ بېرته راپاڅيږو !!!

عبدالغفور لېوال