کور / خبرتیا او پيغامونه / برمنګهم، د افغانستان د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیمي بندیز غونډه وسوه

برمنګهم، د افغانستان د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیمي بندیز غونډه وسوه

د انګلستان په برمنګهم ښار کې سلګونه افغانانو/ پښتنو په یوه خوله د افغانستان د ښځو پر کار او د نجونو پر تعلیمي بندیز د طالبانو پرېکړه وغندله او له نړۍ والې ټولنې یې وغوښتل چې پر طالبانو فشار زیات کړي ‌چې بشري ‌حقوق مراعت او افغان مېرمنو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.
غونډې ته د برتانیې له بیلا بیلو ښارونو ګډونوال او د اروپا له ډنمارک؛ هالنډ ‌او بلجیمه وینا وال رابلل سوي ‌وو.
د غونډې برخه والو طالبان وننګول چې په افغانستان کې د شریعت په نوم په غیر ‌شرعي ‌توګه د ښځو د کار او نجونو د زدکړو مخنیوی کوي.
وینا والو دیني عالمان د یوې لويي فتوا ورکولو ته را وبلل چې د افغان نجونو د زدکړو او مزرمنو د کار په تړاو شرعي فتوا ورکړي او طالبان وننګوي‌ چې له دې غیري‌ شرعي‌ عمل نه پر شا شي.
غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په انلاین ډول خپله وینا کې د نړۍ په لر او بر کې د خپل غورځنګ پي ټي‌ایم له کارکونکو او مسئولو کسانو وغوښتل چې د نړۍ په لر او بر کې ترهغه وخته د افغان نجونو د زدکړو د بندیز خلاف احتجاجونو ته دوام ورکړي‌چې تر څو طالبان له خپلې پرېکړي ‌پر شا شوي ‌نه وي.
منظور پښتون له بهر مېشتو پښتنو/ افغانانو وغوښتل چې ‌په سختو ورځو کې د خپل غریب ولس؛ کونډو او غریبو یتیمانو لاس نیوی وکړي.
دا غونډه چې په انلاین بڼه د خواله رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده په برمنګهم کې د خپل نوعیت تر ټولو لویه سیاسي‌غونډه وه چې تر یوه چتر لاندي تر (۴۰۰) زیات پښتانه/ افغانان د نجونو د زدکړو د بندیز خلاف را غونډ شول.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې که چېرته طالبان د ښځو له کار او نجونو له زدکړو بندیزونه لیري‌نه کړي دوی به د بریتانیا پارلمان په وړاندي‌او د ملګرو ملتونو ددفتر مخ ته پرلتونه وکړي.

PTMUK #PTM #LetAfghanGirlsLearn #Afghanistan