کور / د ډيورنډ کرښه / د چمن خلکو ته هره ورځ ستونزې سوک جوړوي

د چمن خلکو ته هره ورځ ستونزې سوک جوړوي

ځينې په نامه خانان يا ملکان هغه تل د چمن د خلکو سره غداري کړي ده هغه په هر ميټنګ تل د خپلو خلکو لپاره د غلامۍ زنځير خوشه وي هغه خو خپله غلامان دي نو دوی غواړي چې دا پاته خلک هم غلامان سې
د چمن اولس چې هر وخت د خپل حق لپاره راووځي نو دوی بيا د ايف سي قلعی ته ورسې ورته ووايه چې دا يو ۵ نفره دې هيس نه شې کولی
د ډيورنډ کرښې د بنده ولو په کوشش کې پنځه نفره اولسي دلالان هم وه هغو خو در خپله وسه خپل کوشش وکړی خو کامياب نه شوه
کم وخت چې کورنا وبا راغلل نو د هغه د مخنيوي لپاره د چمن او بولدک لاره هم بنده شوه پوره څلور مياشتې چا د وبا په خاطر هيس ږغ ونکړ
خو ورسته خلک تنګ شوه په سیمه کې داسې خلک وه چې فقر او غلا ته مجبور شوه
نو د لغړي اتحاد يا مزدور کارو خلکو احتجاج وکړ ورسته ۱۲ ګوندونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمول سره ملګري شوه پرلت يې شروع کړ پرلت دوې مياشتې دوام وکړ
په پرلت کې ډيرو دلالانو کوشش وکړ چې پرلت مات کړې خو ونشو
د پرلت په سودا کې یو ديني عالم هم رول ولوبوي خو ونشو کړای خو بيا هم يې يو څو نفره کې رانيول
د پرلت ۵۸ ورځې پوره وي لوی اختر ته دوې ورځې پاته وي چې د چمن غير رسمي دروازه خلاصه اعلان شوه دا يوه ورځ لا يو سه مسافر ولاړل د بله ورځ د سهار څخه په زرګونو مسافر راغلل خو لاره بنده وه دلته د ايف سي کرنل سليمان دی نو هغه مسافرو ته وويل چې تر سو پرلت وي دا لاره به بنده وي مسافرو ورته ويل چې زموږ له پرلت سره کم تعلق دی موږ خو مسافر يو موږ ته لاره راکړه کرنل لاره نه ورکول
په هغه ورځ يې پر د زنانو په شمول پر ډيرو کسان تشدد هم وکړ
هلته ډيره ګرمي هم وه د ډیرې ګرمۍ څخه يو ماشوم او يوه زنانه په حق ورسيدل
د ماپښين شاوخوا وخت کې پرلت کونکي د کرښې خوا ته راغلل نو بيا ايف سي مليشو بيا پر خلکو تشدد شروع کړ پرلت کونکو ورته وويل چې له موږ سره خبره وکړۍ
هغو نه منل نو
په دې وخت کې يو ايف سي ولا پر پرلت ولا باندې ډزې وکړې چې يو څه کسان کې ژوبل هم شوه نو بيا د اولس لخوا ډبرې او د ایف سي لخوا ورباندې ډزې شروع سوي چې بيا ۵ شهيدان او ۲۵ ژوبل شوه
او د حکومت هم کمپيوټرونه،کرنتين سينټر او يو څه نور وسايل وسوزول شوه يو لژ وخت ورسته چې ګنه ګوڼه کمه شوه نو افغان ځواکونه ونه زغمل سم دستي يې جګړه پيل کړه چې ایف سي مليشو ته سخت زيان واوښت
ده دې ټولو خبرو تر شا دغه د چمن يو څو نفره دلالان دي
اوس يې يو وار بيا دا کارونه شروع کړ او د اولس په غبرګون کې به بيا د سخت زيان سره مخ شي
که يې هم دا کارونه کول

او اوس يې پر غير رسمي کرښه اغزن تار هم شروع کړي دي

چې د خلک يې دلته بوخت کړه دا هم يوه لوبه ده