کور / سياسي / په افغانستان کي د ایران لاسوهني

په افغانستان کي د ایران لاسوهني

لیکوال: میوند ناصري– نوی ډیلی

عربي هیوادونو دوه دښمنان لري. لومړی ئې ایران او دوهم ئې د افغانستان استخبارات دي د ځان دښمنان کړي دي. د افغانستان حکومت وايي، چيعربي هیوادونو له طالبانو سره مرسته کوي. د حکومت دا خبره تر ډېره ځایه واقعیت هم ده. افغان حکومت به حتماً داسي اسناد په اختیار کي لري، چي د پردې تر شا نړیوالي ټولني ته قناعت په ور کړي، کنې افغانان به د عربو دښمني ته ولي او په کوم اقتصاد زړه ښه کوي.

د عربو دوهم دښمن د ایران شیعه حکومت دئ. ایران په هیڅ صورت نه غواړي چي عربي هیوادونه دي په افغانستان کي نفوذ وکړي. برعکس، ایران په پټه او ښکاره په ټولو اسلامي او په ځانګړې ډول په عربي هیوادونو کي د عربانو او سُنیانو پر ضد د شیعه نفوذ د زیاتېدو هڅي کوي. مثلاً ایران په یمن کي لهحوثیانو سره تر دې حده ملاتړ وکړ، چي د یمن د خلکو جمهوري حکومت یې نسکور او پر ځای ئې د شیعه حوثیانو حکومت پر پښو ودراوه. نتیجه ئې دا سوه، چي یمن اوس له لوږي مري. ایران له یمن سره په هغه اندازه اقتصادي مرستي کولای نه سي ئې نه کوي څومرو ته چي یمنیان اړتیا لري. ایران په لبنان کي د حزب الله ډله په دې نیت تاسیس کړه، چي د یهودو مخنیوی پهکوي، بیت المقدس اپه زادوي او جهاد په کوي، خو حالاتو وښوده چي دا یوه نمایشي ډله ده او د ایران اصلي هدف په سیمه کي د شیعه نفوذ لپاره مبارزهده. ایران په عراق کي له امریکا سره په دې شرط مرسته وکړه، چي د صدام حکومت به له منځه وړي، پر ځای به یې خپل شیعه عربان حاکمان کوي، چيبالاخره د عراق واګي عراقي شیعه ګانو ته وسپارل سوې او پخپله ایران هم په دغه حکومت کي نن پراخ او هر اړخیز حضور لري. په سوریه کي ایران د سنیانو پر ضد هغه ظلمونه وکړل، چي انسانیت يې په ویلو او لیکلو شرمیږي.ایران هیڅکله له افغانستان څخه پر کراره کښېنستلی نه دئ. په یوټوب کي په سلهاو داسي ویډیوګاني موندلای سئ، چي تعلیم یافته او تحلیل ګر ایرانیان پښتانه د یهودو نسل بولي، یا ئې د بلوڅو یو ښاخ ګڼي، افغانستان د ایران سیمه بُولي. ایران په افغانستان کي د د رواني جګړې د پلي کولو له پاره یوازي له پښتنو سره نه، بلکي د علم او تحقیق له  ټولو اصولو سره دښمني روانه کړې ده او خپل راتلوونکي نسل ته یو ډول درواغجن معلومات په میراث پرېږدي.

ایران په افغانستان کي د روسانو په وړاندي د جهاد پر مهال د سُنيمجاهدینو د ۷ ګوندونو په مقابل کي د شیعه ګانو ۸ ګوندونه تاسیس کړل.ایران د نجیب د حکومت تر سقوط وروسته، په افغانستان کي په ځانګړې توګه د سنیانو پر ضد داسې وحشتونه وکړل، چي د خلکو په سرونو کي میخونه ټکوهل، او د ښځو تیان پرې کول یې دوه مثالونه دي، چي دلته ئې یادولا سو.ایرانیانو د طالبانو د راتګ په وړاندي هم سخت مقاومت وکړ ځکه چي طالبانسنيان ول. کله چي طالبان په افغانستان حاکم سول، ایرانیانو تر پخوا خپل مقاومت ته زور ور کړ، چي په بلخ کي طالبانو یو څو ډیپلوماټان هم ور ووژل مګر نن ورځ هغه جاده د ایران د ډيپلوماټانو په نامه ده. تر څو چي امریکا رارسیده، ایرانیانو د بامیانو له غرونو د طالبانو پر ضد غلچکي بریدونه پیل کړي ول. کله چي د طالبانو حکومت نسکور سو، ایران له امریکا سره پر افغانستان د یرغل پر مهال په همدې شرط مرسته وکړه، چي شیعه افغانانو ته به په حکومت کي غوښنه برخه ورکوي، د ایران د فعالیت مخه به نه ډب کوي،چي همداسې وسول. حامد کرزي د پښتنو حقوق په شعیه ګانو وخوړل، او دا لړۍ لا تر اوسه همداسي روانه ده. ایران په افغانستان کي تر دې حده سپين سترګي کوي، او پښتنو ته رواني شکنجې ورکوي، چي د سرور دانش په وسیله د پښتنو د سدزو او محمد زو د پېړیو امپراتورۍ، حکومتونه او د امیر شیر علي خان او غازي امان الله خان د زمانې ماډرنیزم او ریفورمونه د اشرف غني مخ ته د وحشت بېلګي ګڼي.

ایران په افغانستان کي د ایراني تمدن او شیعه مذهب د خپرولو له پاره کوښښ کوي، چي ډېر پرمختګونه ئې هم کړي دي، ښه مثالونه ئې د دوی پوهنتونونه او تلوېزونونه دي، بېله دې چي د حکومت له خوا کنترول سي، ۲۴ساعته خپل نشرات په ازادانه توګه خپروي او په ایران کي ئې هم د پښتنو پر ضد د تبلیغ لړۍ له لیسزو راهیسي روانه کړې ده. ایران شیعه افغانانو ته پیسې ورکوي، چي په کابل او نورو لویو ښارونو کي ځای پر ځای سي او نفوذ او نفوس له دې لارې هم پراخه کړي، چي یو ښه مثال ئې په هرات کي د ډایکنډي او بامیانو د هزاره ګانو ځاي پر ځای کول دی. هر افغان حق لري چي د افغانستان په هر ولایت او کلي کي ژوند وکړي مګر کله چي په پروژوي ډول د ایران له خوا په پلان سوي شکل مخ ته وړل کیږي، بېله دې چي په افغانستان قومونه په شر سره اخته کړي او  رواني جګړه پلي کړي، بله کومه ګټه نه لري. ایران  حتی اولسمشر حامد کرزي ته هم هره میاشت بې حسابه او بی کتابه پیسې را استولې، چي د ایرانیانو پټي پروژې رسوا نه کړي خو په اخیر کي د حامد کرزي او ایران د تورو کڅوڼو پټه معامله هم افشا سوه او هم کرزي دلایل او منطق ورته وتراشل.

په افغانستان کي د عربو فعالیت د طالبانو تر سقوط وروسته کم سو. عربان هغه مهال متوجه سول کله چي ایران په یمن د حوثي شیعه ګانو په لاس یمنيحکومت نسکور کړ او همداسي ئې په سوریه او عراق کي شیعه بدلونونه راوستل. د ایران په مقابل کي سعوي عربستان هم په افغانستان کي خپل فعالیت له سره پیل کړ. په ننګرهار کي ئې د یو روغتون او یوه پوهنتون د جوړولو بنسټ کښېښوی. د سعودي دغې پروژې ایرانیان وپارول او ډیره هڅه یې وکړه، چي د افغانستان په حکومت کي د خپلو ایراني جاسوسانو په لاس دا پروژه له خنډ سره مخ کړي مګر ونه توانیدل. اوس چي عرب له افغانستان سره مرستې کوي، د سولي د پروسې کوربه توب کوي، ایرانیان د طالب په نامه افغانستان ورانوي مګر ملامتي ئې پر طالبانو ور اچوي. افغانان باید پوه سي، چي که د افغانستان د تخریب د مسؤلیت یوه ګوته طالب او پنجاب ته نیول کیږی، ایران هم باید هېر نه کړي. ایران د  افغانستان لوی مضر دښمن دئ.