کور / تازه خبرونه / د نیمروز اطلاعات او فرهنګ په ریاست کې د دوو افتتاحو پټلۍ پرې شوې

د نیمروز اطلاعات او فرهنګ په ریاست کې د دوو افتتاحو پټلۍ پرې شوې

د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ په ریاست کې “د محمد رفیق صادق اوه اړخیزه هنري اثارو ګالري” او د “لاسي صنایعو دایمي نندارتون” د پټلۍ په پریکولو سره افتتاح شوې.

د پرانیستنې پرمهال د نیمروز مرستیال والي محمدنبي براهویی، ولایتي شورا غړۍ خیرالنسأ غمی، مستوفي سید خالد هاشمي، عدلیې رییس محمدطیب صمدي، اطلاعات او فرهنګ رییس عبدالغني حسن، سرپرست ښاروال مسعود چخانسوري، بشري سرچینو رییس عبدالروف زوری، سکټوري رییس روح الله هدایت، قومي مشر محمد یوسف بارکزی او یو شمېر فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

مرستیال والي محمد نبي براهویی رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل، ورته فعالیتونه د عامه ذهنیت د جوړولو په موخه مهم ګام دی او هېله یې وکړه، چې لا هم پدې برخه کې باید اړین ګامونه پورته شي.
ښاغلي براهویي، د نندارتون جوړول، چې د تاریخ او فرهنګ څرګندونه کوي ارزښت لري او کولای شي د ښځو د کارموندنې په برخه کې مرسته وکړي.

دا ګالري په دوامداره شکل د نوم ورکی هنرمند محمد رفیق صادق په نوم ونومل شوه او د خلګو پر وړاندي پرانیستی دی دا خبرې عبدالغني حسن د اطلاعات او فرهنګ رییس وکړې ښاغلي حسن همدا راز وویل، د ځانګړي پلان او هدف له مخې نن د صادق اوه اړخیزه د هنري اثارو او په دوامداره ډول د لاسي صنایعو افتتاح ګانې وشوې، چې هروخت د مینه والو پرمخ پرانیستې دي او کولاي شي ترې ننداره وکړي، د اووه اړخیزه هنري اثارو جوړوونکی محمد رفیق صادق او د نندارتون مسئوله عاقله انوري رسنیو ته د خبرو پرمهال د ښاغلي حسن کړنې وستایلې او د لازیاتو همکاریو غوښتنې وکړې دوی وویل، د خاص احساس لمخې نندارتون مو جوړ او هنري اثار د اطلاعات او فرهنګ ریاست ته ډالۍ شوې.

نن د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست کې د اووه اړخیزه صادق هنري اثارو او د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستنه وشوه.