کور / اقتصادي / مــزری؛ د پښتنؤ کلتور او اقتصاد

مــزری؛ د پښتنؤ کلتور او اقتصاد

خدای پاک چې په( صورت رحمن) کې د کومو نعمتونو ذکر کړی دی. هغه ټول نعتمونو زمونږ په لراوبر افغان وطن کښې شتون لري..
لاکن په دې نعمتونو کې زمونږ په وطن کې مونږ سره یو داسې بوټی هم شته چې مونږ ورته مزری وایو او دا مزری هم په نعمتونو کې حسابیـږي..
ځکه چې مزري نه زمونږ قبایلي سیمې د غرونو استوګن خلک څومره اقتصادي ګټې پورته کوي. او په کلتوري حواله یې مونږ څومره کاروو..

مزري چرته چرته کیـږي،!
د خوست په عليزيو.. علیشیر..باک..ځاځي میدان.
په ښکته پښتونخوا کې د ډېورنډ پولې سره اړوندې سیمې..اورکزی، کرمه،
ژوب موسی خېل..شمالي وزیرستان خیسور.جنوبي وزیرستان شکتوی..
واړوکی شام، ستر شام،،

مزري کلتوري او اقتصادي ګټې،!
مرزی زمونږ په کلتور کې کومې ګټې پیدا کوي،!
مزري نه مونږ څه جوړوو،! اوڼ،
اوڼ هغه پړی دی کوم پړي نه چې مونږ کټونه پېرو جوړوو،
دویم،! پوزی،!
پوزی مونږ په ګرمۍ کې په کټ اچوو،ځېنې خلق په ګرمۍ کې مزیګر وخت کې پوزی په اوبو لږ لومد کړي،! چې شپې د سملاستولو په وخت پوزی بیا ډېر یخ وي،! یوازې د کټ پوزی نه بلکې د جومات اوږد پیزی او جانیماز او خولۍ هم ترې جوړوو،!

دریم، شکور،!! شکور د پښتنو کلتور یو ځانګړی هیت دی،!
د مرزي پاڼو څخه جوړیــږي ،!
ورسره پاونه،! پاونه ډېره غټه او اوچته جوړیږي چې پاونه مونږ د کور ګند کچرې له پاره استعماله وو،!
او ورسره یې د (غنمو، واښه ) او نورو د ژوند ضرورتونو له پاره استعمالیږي،!
د مزریو ټوکرۍ،!!
ټوکرۍ مونږ په ټولنه کې د ډېرو ضرورتونو له پاره استعماله وو،!
مېوا، شوده، تاوده روټۍ وغیره پکې ږداوو،!
د مزریو چوټې، ( څپلۍ،،پېزار)
د مزریو نه چوټې هم جوړیږي،
د ازاد وطن یاني په بره پښتونخوا او محکومه پښتونخوا کې په دواړو کې یو شان استعمال دی،!
د ازاد وطن خلق زیاتره د مزریو نه جوړشوي څیزونه اروپا او نور بهرني هېوادونو ته خپلو خپلوانو ملګرو ته سوغات په توګه لیږي،!

مزري په قبایلي سیمه کې د غرونو خلقو کې د اقتصاد مهمه ونډه وه،
د ګرمۍ په سیزن کې به دغو میشتو غرونو خلقو په زرونو پوزي او مسالې او د کټ له پاره اوڼونه جوړول او بیا به یې بنو پېښور ټانک ډي ایی خان، پورې بازارونو ته لیږل
مونږ واړوکي وو چې دا ډک ډک ګاړي به زمونږ په لاره راتلل او بنو ته به یې دا څیزونه وړل،!
دا مزریو هم مختلف قسمونه وو چې ځنې به سپین وو،، او ځنې به ډېر ژېړ او سپک ښکارېدل، د هغې به جدا زیات قیمت وو، او ځنې به پکې سپین پوزی سخت وو چې په ارزانې بیې به خرڅېدل،!!

ماته وس هم یادیږي چې مونږ ته به پلار د ژېړ سپک پوزي پلار راوړل او په ګرمۍ کې به یې هر مزیګر کې وبه پرې تویې کړې نو د شپې به هغه پوزی به ډېر یخ وو،،
او د ګرمۍ مزریو په سیزن کې به مونږ د خپل بازار څخه مزري راوړل او په کور کې به مې مور د کټونو له پاره ترې اوڼ جوړولو،!
چې څوک هم دادې کارسره بلد وو هغوی به حتماً مزري له بازاره کور ته راوړل، او اوڼ او پړي به یې ترې جوړول،!

خو چې کله په قبایلي سیمې کې د جنګونو لړۍ پېل شوه، نو دلته د قبایلو د غرونو غریب خلقو په هر اړخ بیا په خاصه توګه د مزریو په اقتصاد لوی غټ اثر پرېوتلو،!
ځکه چې خلق کډوال شول ځنې میشتو. خلقو هغه کار روزګار نشوو کولی،!،
وس بیا هم خلق هغه لګیا دی دې کار ته مخه کړې ده،
خو چونکې هغه پخوا په شان مارکیټي کاروبار نه لري،!

دادې مزریو څیزونو ستر مرکز چې دی هغه (بلي ټانګ کوهاټ) دی،،
او دادې مزریو مارکیټ نه هرځای ته لیږدول کیږي،!
د ځاځي میدان مزري مارکیټ سدا بازار کرمه وه،!
مزری زمونږ د لراوبر پښتنو یو تاریخي اقتصادي او کلتوري توکی دی،!!

لیکوال ارشدناصر وزیري،!!