کور / خبرتیا او پيغامونه / د سولې د سفیرانو اعلامیه

د سولې د سفیرانو اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم
کابل – افغانستان
د تلې یا میزان ۶ / ۱۳۹۹
دلوی څښتن تعالی په سپیڅلي نامه

د سولې د سفیرانو اعلامیه؛

د څلوېښت کلنې خونړۍ جګړې او غمیزې پای په څو ناستو او کتنو کې ناشونی دی، لوی زغم او تر جګړې ډیره قرباني غواړي. د ناهیلیو ترڅنګ د سولې او ارامی هیلې ډیرې دي، اوسنۍ فرصت، ملي، منطقوي او نړیوال سیاسي چاپیریال افغانانو ته دا چانس او فرصت ورکوي چې د خبرو له لارې جګړې او دښمنیو ته د پای ټکۍ کیږدي او د ټولو ملي سترو مسایلو پرسر د ملي او اسلامي لوړو ګټو او ارزښتنو پر بنسټ ملي توافق، ملي پخلاینې او ملي جوړښت ته ورسیږي .

د سولې د هلو ځلو تر څنګ حتمي ده چې د سولې دښمنان به د سولې بهیر تخریبوي. په دې هیله چې په راتلونکې کې په دوحه کې د سولې د خبرو له دواړو اړخونو څخه د سولې د مذاکرتو په اړوند ښه خبرونه ولرو. الله ج د موږ او تاسې ټولو ته هغه څه راپه برخه کړي ، چې د ټول ولس او وطن په کې خیر، سوکالي، امن او نیکمرغي و.

دسولې سفیران د سولې له بهیر او په دوحه کې له خبرو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د یوه داسې نظام غوښتونکي دي چې ټول اسلامي او ملي ارزښتونه په کې خوندي وي او د جګړې، فساد، غلاو، ړندو بمباریو او بریدونو، غصب او نورو سازمان یافته جنایتونو او جرمونو ته د پای ټکۍ کېښودل شي.

په دې وطن کې غربي او شرقي دیموکراسي او افراطیت ځای نلري، موږ خپل سنتي او عنعنوي ژوند لرو او نه غواړو زموږ ملي، سنتي او اسلامي ارزښتونه د یوې فاسدې دیموکراسۍ او فاسدو او زورواکو انسانانو د هوسونو او ناروا غوښتنو قرباني شي.

موږ د یوه خپلواک افغانستان او خپلواکه نظام غوښتونکي یو او د هغه لوري ترڅنګ به و، چې د یوه خپلواک او واحد افغانستان ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو ته پوره درناوی ولري او ورته مهم او ارزښتناکه وي .

د ټولو هغو ډلو، ټپلو، سیاسیونو ، جنګ سالارانو، جګړه مارانو او فاسدو مشرانو محاکمه غواړو چې د قوم، ژبې او پردی ایدیولژی په نوم، ادرس او عنوان یې دا وطن کنډواله کړ او د زرګونه بېګناه انسانانو د وژلو، معلولیت، مهاجرت او د جګړي سبب ګرځېدلي دي .

دلته د وطن او بیت المال پرېمانه شتمني یا سرمایه د غربي پروژو ، جګړې او دیموکراسۍ ترنامه لاندې چور او غلا شوې او د یو شمیر فاسدو او زورواکو جیبونو ته لوېدلې ده، له دوی سره حساب او کتاب شرعی حکم لري او عفو کول یې ستره ګناه، له ولس سره جفا او ملي خیانت دی .

موږ د هر خاین، جنایت کار، فاسد، غله، قاتل، غاصب، ظالم او پردي پال محاکمه غواړو او نه غواړو چې هیڅ ظالم د شرعي او قانوني حساب او کتاب نه تېښته او فرار وکړي.

هغه سرمایه چې له وطن نه بهر ته د یو شمیر چورواکو او زورواکو له خوا لیږدول شوې، بیرته ستنه ول غواړو او په ټول کې له هر ظالم، جابر ، منافق، فاسد او فاجر سره د زره زره حساب ، کتاب او قانوني چلند غوښتونکي یو .

په اخیر کې یوځل بیا له دواړو اړخونو نه په جدي توګه غواړو چې د سولې دخبرو د میز پر سر له هرډول بېځایه سرو کرښو تیرشئ . په خبرو که یوه شېبه ځنډ د هیواد د ننه د ګڼ شمیر بېګناه افغانانو ژوند اخلي او د هر وژل شوي افغان مسوولیت ستاسو پره غاړه دی.

د هیواد د ښمنانو ته نور دا فرصت مه ورکوئ چې ستاسې د خبرو د ځنډ او نه جوړښت له امله د جګړې د اور لمن تردې نوره اوږده ، ګرمه او پراخه شي.غوره به وي چې د جګړې او دښمنیو پرځای په خبرو ، سوله، جوړجاړي، امن، وروری او یووالي ټینګار وشي.

اسمهال اورو او وینو چې د جګړې د منطق پرځاي ستاسو د خبرو منطق ډیر کمزوری دی، هیله ده او غوښتنه لرو چې د سولې ، خبرو او جوړجاړي، ژبه، دلیل او منطق مو پر جګړه قوي و اوسي او په حقیقت د ولس او هیواد د روا ګټو ترجماني وکړئ.

ولس تاسې ته سترګې په لاره دی او ستاسې نه په خپله پلرنۍ لمن کې سوله او امن غواړي اونور نه غواړي چې اولادونه، کورنۍ ، عزیزان ، هیواد، خویندي او میندې یې د جګړې او دښمنیو قرباني شي.

سوله خپله کړئ او د سولې خبرې د بهرنیانو له غولي او کوربه توب نه خپلې حجرې، جرګې او خاورې ته انتقال او د خپل هیواد او خاورې یوه برخه وګرځوئ.

په پای کې د افغانستان د خیر او ښېګڼې د دعا ترڅنګ ، هیله کوو چې د سولې او د خبرو د پرمختګ په اړوند په راتلونکو ورځو کې ستاسې له خوا نه ښه خبرونه ترلاسه کړو.
ومن الله توفیق
الله ج مو ستره بریا په دې ستر ملي ماموریت کې په نصیب کړه .
د سولې سفیران