کور / تازه خبرونه / د علی پور نامسؤله وسلوالو د پولیسو پر پوستؤ برید کړی دی

د علی پور نامسؤله وسلوالو د پولیسو پر پوستؤ برید کړی دی

تېر ماښام ناوخته د میدان وردګو ولایت دویم حصه بهسود ولسوالۍ کې د عليپور غیر مسؤل وسله والو کسانو په هغه ملي پولیسو برید کړی چې د سړک د جوړېدو امنیت تامین لپاره ګمارل شوي وو.

د یادې ولسوالۍ ګردن دیوال – چغچران سیمه کې عليپور غیر مسؤله وسوالو څلور پولیس شدید ټپیان کړي او دوه کسه ملي پولیس يې ځان سره وړي دي.
په دغه پېښه کې د دو برمته پولیسو سر بېره یو رنجر موټر، د یادو پولیسو وسلې او مهمات د عليپور غیر مسؤلو وسله والو هم ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې هم د عليپور غیر مسؤله وسله والو په دوو امنیتي پوستو بریدونه کړي و چې دوه پولیس ټپیان، یو هامې ټانګ، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي و.

د یادوني وړ ده چي په ارګ او شاوخوا کي د سروردانش په ګډون ځیني کړۍ او د ایران سفارت د علی پور په ملاتړ تورن دي.

ویل کیږي چي علی پور د محقق او ځینو نورو کړیو د ایران په مرسته په افغانستان کي د ایران دمذهبي جنګونو دپاره د فاطمیون فرقې په نوم جنګیالیو په غوره کولو او روزلو کي هم لاس لري.